تونس کی فتنی هغه وخت خپل مخ وښوده کله چی یو شپږویشت کلن پوهنتوني ځوان خپل ځان ته اور واچاوه (ډیسمبر۲۶،۲۰۱۰). په تونس کی د بی کارۍ کچه اوچته شوی دی او دخوراکي توکو نرخونه له اسمان سره خبری کوي. را پرځول شوي ولسمشر دیوه کال دننه د دری سوو زرو دندو د پیدا کیدو وعده وکړه خو مظاهره چیان تر اخره په یوی خبری ټینګ ولاړ وو چی باید زین العابدین بن علی له واکه لاس په سر شي.
زین العابدین بن علی دفرانسی څخه د ازادی وروسته د ټونس دویم ولسمشر دی. نومړي ۲۳ کاله د ټونس ولسمشر وو. دخلکو دډیر فشار وروسته نوموړی د ټونس ولسی جرګه، کابینه لغوه کړل او دشپږو میاشتو دننه یی د ټولټاکنو اعلان وکړ اود خلکو دغه بغاوت یی د بهرنیو لاس وهنه وبلله . ټولو فوځی اورګانو ته امر شوی وو چی د مظاهره چیانو په کنترول کی دی له هر ممکنه وسیلی کار واخلي. ښوونځي، پوهنتونونو وتړل شول ترڅو د خلکو دیو ځای را ټولیدنی مخنیوی وکړي. پولیسو او نورو نظامی اورګانونو کولای شوای چی دری را غونډ کسان چارماري کړي. دشپی په ګرځیدو باندی هم بندیز ولګیده.
پخوانی حکومت په ۱۴ د جنورۍ ۲۰۱۱ چپه شو. نوی حکومت هم داسی ندی چی ورباندی ډیر باور وشي. نوی د حکومت سمبالوونکۍ د ټونس پخوانی لومړۍ وزیر دی -چی له ۱۹۹۹ څخه دصدارت په پوست فایزدی.
۶۹ کلن محمد غنوشی- د نوی حکومت موقت ولسمشر- د قانون په ۵۶ ماده چی وایی: په ملک کی د ګډوډی پر مهال ولسمشر کولای شی چی خپل واک په موقت ډول لومړی وزیر ته وسپاري که څه هم د غه موضوع د اکثریت له خوا دپراخ انتقاد وړ وي، خو مخکی له دغه کاره به ولسمشر د پارلمان ریس او مستشار هیت په خپل اعتماد کی اخلي -خپل دغه کار ته قانونی جنبه ورکړه.
نورالدین میلادی، د ټونس په پوهنتون کی د اجتماعی علومو او رسنیو استاد وایی چی د محمد غنوشی دغه کار غیر قانونی دی. نوموړي الجزیری ته وویل چی یواځینی مرجع چی د حکومت چاری په لاس کی باید واخلي هغه د پارلمان ریس دی او هغه به هم د ۴۵ ورځو دننه ټول ټاکنو ته لاره هواره وي.
میلادی د غنوشی منځ ته راتګ د سیکی دویم مخ بولي. او وایی چی دا هم د هماغه فاسد ټیم د لړی بله کړی دی.
عایشه سباوالا په لندن کی د اقتصادی چارو تحلیلګره وایی چی په حاکم ګوند کی محمد غنوشي یواځینی څوک دی چی سترګی پری ډکیږي. محمد غنوشی د ټونس د حکومت او د حاکم ګوند یوه منل شوی او مشهوره څیره دی چی په اقتصادی چاروکی تخصص لري.
پخوانی ولسمشر په سعودی عربستان کی پناه اخیستی دی. او دده تیښته د باور څخه لری پیښه ګڼل کیږي. د الجزیری خبریال هاشم اهلباره وایی چی: د ولسمشر داسی تګ هیڅ دمنلو ندی او دتوقع څخه یوه لری خبره دی.
هوایی ډګر د فوځیانو په لاس کی دی اود هوایی شرکتونو تګ راتګ په ټپه دریدلی دی. دفرانس هوایی کرښه چی یواځینی بهرنی هوایی شرکت دی وایی چی ټونس ته یی خپل پروازونه درولی دي.
د زین العابدین بن علی ژوند ته لنډه کتنه:
زين العابدين بن علي د ۱۹۳۶ زېږديز کال د د سپتمبر په ۳ مه د تونس په حمام سوسة کې زېږېدلی دی. ده خپلې زده کړی په فرانسه او دامریکی په متحده ایالاتو کی ترسره کړیدي. ۷۴ کلن بن علی ۱۹ کلن وو چی ټونس خپله بشپړه ازادي له فرانسی تر لاسه کړه (۱۹۵۶).
بن علی د ټونس په استخباراتو، داخله وزارت، ملی امنیت او د لومړي وزیر په پوستونو کار کړی دی.
بن علی په ۱۹۸۷ نومبر کی وروسته له هغی د ولسمشری اعلان وکړ چی د ازادی ګټونکی او د نوي تونس مریض پلار او ولسمشر الحبیب بورقیبه نور دحکومت چاری نشوای سمبالولی.
دبن علی واک ته رسیدل دغرب لخوا وستایل شول. او دایی یوه پرمختیا وبلله چی وبه کولای شي د اسلامی افراطیانو ځپنه په ښی طریقی سره وکړي دده ستایل په داسی حال کی کیدل چی دده خوځښت ددیموکراسی خواته ډیر ورو وو.
ولسمشری ته په رسیدو یی د مادام العمر ولسمشر لقب اختیار کړ او د ولسمشر کاري موده یی دریو کلونوته را لنډه کړه.
د۱۹۹۹ په انتخاباتو کی یی ۹۹.۴٪ رایی ترلاسه کړی.
د ۲۰۰۲ په مۍ میاشت کی یی یوه ټولپوښتنه وکړه چی دهغی له لاری یی قانون کی تعدیلاتو ته لاره خلاصه کړه.
ټول ټال شپږ ماشومان چی دری جینکی له لومړۍ ښځی او دوی جینکۍ او یو ځوی له دویمی ښځی لیلا- څوک چی د ټونس په سیاسی چارو کی غټ لاس لري-دي.
خلاصه:
الف: زین العابدین،په اسلامی هیوادو کی د صدام څخه وروسته دویم دیکتاتور دی چی له واکه لویږي.
ب: د ځوانانو مقاومت دا وښودله چی کولای شي خلک په ځان پسی روان کړي او د جابرو حاکمانو ګدۍ په بله واړه وي.
ج: دزین العابدین دغه تیښته هم د ستایلو دی چی د نورو وینو تویولو مخه یی ډب کړه.