دغه سړك دلښكرگاه د بولان سيمي څخه پېل دنادعلي ولسوالۍ تردوه لاري اود دې دوه لاري څخه پېل دمارجې ترتريخ ناورسيمي پوري رسيږي چي اوه متره برلري د پخولوكاريې د دوشنبې په ورځ دهلمند والي محمدگلاب منگل اونورومسؤلينودخوا د پټۍ په پرې كولوسره پېل سو.
ددې سړك ټوليزلگښت دوه مليونه دوه سوه ۷۰زره امريكايي ډالره كيږي چي د انگلستان دنړيوالي پرمختيايي ادارې په مالي مرسته په راتلونكوپنځومياشتوكي جوړاوگټي اخستني ته سپارل كيږي.
په دې مراسموكي د هلمند والي محمدگلاب منگل داسړك د اقتصادي پلوه مهم وباله اوزياته يې كړه چې نه يوازي به دمارجې اوسيدونكو ته ټرانسپورټي آسانتياوي رامنځ ته كړي بلكي دگرمسېراونادعلي ولسواليو زرگونه اوسيدونكي به هم ورڅخه گټه پورته كوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه