Dr Nisar Ahmad Samad Honoris Causa for ” HUMAN RIGHTS / LETTERS “
د کاناډا د مطبوعاتو شورای په ۲۰۱۰ کال کي د بشری حقوقو او لیکوالی جایزه، ستاینلیک او مډال ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته په خاصو تشریفاتی مراسمو سره د آنټریو د ګورنر جنرل ښاغلي ډیوید اونلی ( Honorable David Onley) لخوا د ( دکاناډا د آنټریو ایالت په ګورنر جنرل هاؤس /پارلمان ) کی د یوه پرتمینی غونډه په ترڅ کي وړاندی سو.
په دې غونډه کي د پارلمان ځینو استازو د مختلفو ټولنو استازو ، مخورو ، د سیاسی ګوندونو استازو ، حکومتی مامورینو هم ګډون کړی و
په کاناډا کی د ګډملتیزه خپرونو (مطبوعاتو) شورا هر کال غوندی په کاناډا کي د استوګن بېلا بېلو توکمیزو ټولنو د فعالو او مخکښه کسانو د ستاینی لپاره جوړیږی
غونډه د کاناډا د ملي سرود په ږغولو سره پیل سوه . وروسته د دکاناد د مطبوعاتو د شورا لوی رئیس خپله وینا واوروله او د ټولو هغو کسانو لنډ ژوندلیک او د خدمتونو څو بېلګې یې ذکر کړې چی د دې معتبری ټولنی د ستاینلیکونو او جایزو مستحق ګڼل سوي وو .
په کاناډا کي د بېلا بېلو استوګن ټولنو څخه څه نا څه ( ۳۵ ) استازو ته د بشری حقوقو د تأمین په مبارزه کی د هغوی د فعالی ونډی اخیستنی ، مطبوعاتو ته د خدمت په ویاړ او ټولنی ته دهلو ځلو دپاره دا ستاینلیکونه او جوایز ووېشل سول .
په کاناډا کي د افغانی ټولنی په نمایندګۍ ۳ و مخکښو کسانو ته ستاین لیکونه،جایزې او مډال ورکول سوې چی لومړنی د افغانستان پيژندل سوی لیکوال، محقق، ژباړن او د افغانستان او نړی د مسایلو کار پوه ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته د بشري حقوقو او د لیکوالی لپاره د ښه خدمت په برخه کي ، بل د ټولنی د خدمت دپاره د کابل فارم مشر ښاغلي سردار محمد شهنوازی او د ژورنالیزم او ورځپاني په برخه کي د افغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی وو .
Excellence in Journalism and Visual Presentation
دغونډی په وروستی برخه کي د آنټریو د ګورنر جنرال ښاغلي ډیوید اونلی انځور چي دافغان رسالې په وراندیز د افغانستان د پیاوړی انځورګر ښاغلي کامران احمدی لخوا تهیه سوی وو ښاغلی ګورنر جنرال ته وړاندی سو ، چي په لیدو سره یی ښاغلي ګورنرجنرال حیران سو. او د ښاغلي کامران احمدی هنر ته یی آفرین ووایه.
د غونډی په ورپسې برخه کی د آنټاریو ګورنر جنرل ښاغلي (ډیویداونلی) هغوی ټولو ته مبارکی ویل او د هغوی د کار او زیار ډېره ستاینه یې وکړه . د غونډی په پای کی هغه عصریه وخوړل سوه چی په همدې مناسبت د مطبوعاتو د شورا لخوا تهیه سوې وه .
د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران دخپل مشر او درانه همکار او د افغانستان د چارو وتلي سياسي څېړونکي ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته د زړه له کومي د مبارکۍ په وړاندي کولو سره له کاناډايي چارواکو په خاص ډول د آنټريو ايالت له والي ښاغلي ډيويد اونلي څخه مننه کوي چي افغانستان او ټولي نړۍ د سولي په لاره کي يې زموږ د ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد نه ستړی کېدونکي هڅي وستايلې او هغه يې په رسمي ستاينليک او مډال ونازاوه . موږ له مهربان خدای جل جلاله څخه خپل قدرمن مشر همکار ته د پوره روغتيا او خوښۍ دعا کوو چي نړۍ او افغانستان يې تر ډېره پوري د قلم له رڼا په تياره لارو کي ګټه پورته کړي .
بسم الله الرحمن الرحیم
درونداو ویاړلې ډاکټر صاحب نثار احمد صمد !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
هیله ده چې تاسې به د لیکوالۍ اودبشر دحقوقو په اړه دکال د جایزې د تر لاسه کولو په خاطر، زمونږ له اړخه د زړه له کومي مبارکی ومنئ .
خوښ یم چې الله تعالې تاسو، ستاسو د مبارزې او تګلارې په حقلورې دریځ او په دې لاره کې ستاسې دثبات او حقیقت ویلو په اساس ، دلیکوالۍ او دبشر دحقوقو دکال جایزه وګټله .
دالله تعالې څخه درته د نور هم زیات برې او موفقیت دعا کوم .
دهیواد د استقلال او ازادۍ په هیله
ژوندې دوې زمونږ مؤمن اومیړنې ولس
قریب الرحمن سعید
په اروپا کې دحزب اسلامی افغانستان
دسیاسي پالیسیو ممثل او دسولې د جرګګۍ مشر
نېټه : ٢٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-15