د افغانستان په اړه د ایران اوسنی سیاست هغه وضعې ته ورته پاتیږی چې د ۱۸ مې پيړۍ په لومړیو کې صفویانو د ګورګین په مټ افغانانو سره په تېره بیا په کندهار کې چلاوه . د خونړي ګورګین تېریو ، ظلمونو او وحشتونو افغانان دې ته اړویستل چې له هر توپير پرته پخپل ملي مشر میرویس خان راټول شي او افغانان د ګورګین او صفویانو له شر څخه د تل لپاره خپلواک کړي . د تاریخ په وینا په هغه ملي پاڅون کې چې د ګورګین په وړاندې وشو ، افغانانو د هغه ټول پلویان او سرتیري د ګورګین په ګډون له تیغه تېرکړل او له مخې يي جارو کړل . کله ناکله تاریخ پخپله زړه بڼه بیا تکراریږي . د ایران په پلاز ناست د قم مذهبي لنډه غر ، بدماشان او د ګورګین سلفیان غواړي د افغانانو په وړاندې یوځل بیا د ګورګین د وخت بربریت او وحشت وچلوي او د افغانانو د وسمهال پوهه ، زیرکی او میړانه وننګوي او هغه وازمايي .
د تاریخ په شهادت کله چې به مغلو او روسته برتانوي هند افغانانو سره شخړه درلوده ، ایران به تل افغانان له خوږې ګوتې نیول او د افغانانو په وړاندې به د نورو هېوادونو او ځواکونو په ملاتړ او مرسته درېدل. د شا لخوا وهل او په چلوټې سره نورو دوښمنانو ته افغانان له پښو نیول ، د افغانانو په وړاندې د ایران د زاړه او مکار سیاست منځړی جوړوي .
نن چې ایران پوهیږي افغانان د بل شریر ګاونډي پنجاب سره لاس وګریوان دي نو وخت مناسب ګڼي ، په پخوانیو کونجاړو شخوند وهي او بیا د ګورګین خوبونه ویني .
که په تېرو دیرشو کلونو کې د افغانستان په اړه د ایران سیاست ته ځغلنده کتنه وشي ، ایران نه یوازې د ښه ګاونډيتوب ټول ارونه تر پښو لاندې کړي ، بلکې تل يي د پنجاب پشان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړي ، افغانستان ته يي مذهبي لنډه غر روزلي او پاللي او د افغانستان په شخړه يي تېل پاشلي دي .
ایران موږ ته مذهبي توندلارې ، سخت دریځه او ترهګر روزي ددې لپاره چې سبا ته افغانستان هم د ایران پشان د مذهبي لیونیانو تر واک لاندې وي . افغانستان هم د قم د شاګردانو تر ادارې لاندې راشي . افغانان د ایرانیانو پشان مذهبي اندونه خپل کړي ، هره ورځ او که نه کال کې څو اونۍ ځانونه په تورو او لښتو ووهي او نړیوالو ته د خپل مذهبي جنون ننداره په نوې بڼه وښۍ . ایران د پولې ختیځ ته د شیعه امپراتورۍ د غځولو د نیت تر څنګ غواړي د خپلې ژبې او کلتور د پراختیا بولاله ، د ګډې تمدنې حوزي تر چتر لاندې په افغانستان کې د خپلو تالي څټو او لاسپوڅو په مټ وغږوي .
څنګه چې افغانستان کې د ملي پياوړي واکمنۍ شتون پنجاب ته د زغم وړ نه دی ، ایران هم د خپلو لاسپوڅو په مټ د داسې واکمني ستنې درېدو ته نه پریږدي .
« د ويکي ليکس د نويو اسنادو له مخې ايران د افغانستان په ولسي جرګه کې يو شمېر استازي د دې لپاره اخيستي ، چې د دوی له ګټودفاع وکړي.
ويکي ليکس په دغه لړ کې د سيد حسين عالمي بلخي، محمد اکبري اواحمد علي جبرئيلي نومونه ياد کړي دي.
ايريش ټايمز هم په خپل يوه ګزارش کې ليکلي و، چې ايران د ولسي جرګی په ټاکنو کې پراخه لاسوهنه کړې او يو زيات شمېر نوماندانوته يې پيسې ويشلي او ورسره يې د ټولټاکنو کميسون يو شمېر غړي په پيسواخيستې. »
د ۱۳۸۹ کال د لیندۍ په ۲۰ مه د « کلید » په نوم رسنۍ د یونس قانوني په اړه په یوه څرګندونه کې لیکي :
« ایران کوشش داشته تا آنچه مورد نظرش باشد در جلسات ولسی جرگه مطرح شود. این را یاسینی معاون ولسی جرگه افشا کرده است. هم چنان یاسینی گفته است که اخیراً سفارت ایران از او خواسته است تا در دور جدید پارلمان برای ریاست ولسی جرگه، مقابل قانونی کاندید نشود و این نشان می دهد که قانونی یکی از دوستان دیگر ایران است که نظر و سیاست ایران را تا جایی که ممکن باشد، در ولسی جرگه پیاده می کند. »
دا چې د ژمي په سوړ موسم کې ایران ، د افغانانو لخوا په اخیستل شویو تیلو افغانستان ته دانتقال بندیز لګوي شا ته د ایران د یادو شویو موخو لاس په ډاګه کوي . « افغانستان کې د ایران سفیر فدا حسین مالکي دغه هېواد ته د ایران له لارې د تېلو په واردولو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي يي دي چې افغان حکومت دې د تېلو په ویش کې له جدې څارنې کار واخلي . مالکي دا هم ویلي : دوى خپل هېواد له ټرانزيټ څخه افغانستان ته دلېږدونکو تېلو په اړه داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې ګواکې تر نيمايي زيات يې په دغه هېواد کې دامريکا ترمشرۍ لاندې مېشت بهرني ځواکونه کاروي. نوموړي داهم ويلي، چې خپله اندېښنه يې افغان حکومت ته اعلان کړې او دافغاني تاجرانو دتېلو او سونګ موادو دانتقال په اړه يوشمېر ملاحظات لري، چې په پام کې نيولو سره يې بايد دايران د حکومت اندېښنې له منځه ولاړې شي. »
ایران په دې چلند غواړي د امریکا او لویدیځ سره افغانستان ، د سیالۍ او شخړې په سنګر بدل کړي .
د ایران د داسې ناخوالو په اړه پکار دا وه چې افغان دولت غوڅ او پریکنده اقدامات تر لاس لاندې نیولای واي ، خو په افغان دولت کې د ایران ناست تالې څټې د دولت د داسې اقداماتو مخه نیولې ده .
خمو بلخوا د جنوري په ۷ مه په کابل کې په لسګونو کسانو د ايران پر خلاف په مظاهرې لاس پورې کړ، دوى چې د ايران د سفير او د دې هېواد پرضد يې شعارونه ورکول له دولت څخه غوښتنه کوله چې د دې هېواد په وړاندې جدي اقدامات وکړي. مظاهره چيانو ويل چې ايران د افغانستان له اوبو څخه استفاده کوي خو په بدل کې يې له افغانانو سره داسې سلوک کوي چې کفري هېوادونه يې هم نه کوي. دوى ويل چې د ايران له لوري افغانستان ته د تېلو د تلونکو ټانکرونو مخنيوي په افغانستان کې د تېلو بيې لوړې کړي، دغه راز مظاهره چيانو په ځينو تصويري رسنيو کې د ايران د امنيتي ځواکونو له لوري د افغانانو وژنه او د دوى پر مړو او ټپيانو خندا د ټولو موازينو او اساساتو خلاف عمل وباله.
د خواشینۍ خبره دا ده چې د جنوري په ۱۴ مه « نن په کابل کې د ایران سفیر ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې هغه کسان ونیسي چې د پنجشنبې په ورځ یې د ایران د سفارت مخته د ایران د وروستیو پالیسیو پرضد مظاهره کړې. »
دا په حقیقت کې د ایران دولت له حده زیاته سپين سترګي او ناړامي ښۍ . افغان دولت ته پکار دی چې د ایران د سفیر د دا دول بې ادبه او دیپلوماتیکو اړیکو له کچې د پورت څرګندونو ا وغوښتنو پر ځواب کې ، افغانستان څخه د نوموړي سفیر د رخصتېدو مراتب له ایراني چارواکو سره شریک او راګړندي کړي .
اخځونه :
ــ بېلا بېلې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د جنوري ۱۴ مه