کور / تازه خبرونه / هند: درې افغان زده کوونکي ټپيان شوي دي

هند: درې افغان زده کوونکي ټپيان شوي دي

د پنج شنبې په ورځ د هند په اوريسا ايالت، کوټک کې درې افغان زده کوونکي له له ځايي هغو سره د اخ و ډب په ترڅ کې ټپيان شوي دي.
د ټايمز اف انډيا د خبر له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کله ځايي زده کوونکو د راوينشا پوهنتون دروازه په زوره وتړله او له چارواکو يې وغوښتل چې د دوى ستونزې اوارې کړي، خو افغان زده کوونکو چې د اى سي سي آر له خوا په همدې پوهنتون کې زده کړې کوي، غوښتل له پوهنتونه ووځي.
افغان زده کوونکو ويلي چې د دوى ازموينې خلاصي شوې وې او غوښتل يې چې کور ته ولاړ شي، د پوليسو په وينا چې له همدې امله يې له ځايي زده کوونکو سره خبرې ګرمې شوې او اخر په جګړه واوښتل.
د پوليسو وياند ويلي، چې وروسته حال ډېر خراب شو، دواړو خواوو وارونه پيل کړل، د ځايي زده کوونکو له خوا د رسنيو پر استازو هم بريد شوى چې دوه يې ټپيان کړي دي.
په خبر کې دا هم ويل شوي چې د ټپي زده کوونکو روغتيايي حالت ښه دى.