د کوټي د نصيرآباد سيمي په ډېره مراد جمالي کي د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي موټرانو حمله سوې چي ٢٠ ټانکرونه يې سوځلي دي.
د ډېره مراد جمالي پوليس وايي په دې پېښه کي يوازى يو موټروان ټپي سوى دئ، نور چاته زيان ځاني تاوان نه دئ رسېدلى.
د راپورونو له مخي پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته سوه چي د ناټو د اکمالاتي کاروان موټر چلوونکي په ډېره مراد جمالي کي د ماخستن ډوډۍ ته موټران ودرول او څو شېبې وروسته په يوه کوچني موټر کي ناستو وسله والو پر کاروان حمله وکړه.
د پوليسو په وينا په حمله کي شاوخوا ١٠ موټرانو اور واخيستى، خو پاتي نور يې د اور وژني د عملې د ناوخته راتګ له امله وسوځېدل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه