د هندوستان په جنوبي ايالت کېرلا کي د هندوانو د مذهبي مراسمو په ترڅ کي ١٠٤ کسان مړه او شاوخوا ٥٠ ټپيان دي.
ايالتي حکومت وايي دغه کسان په مذهبي مراسمو کي د ټېل ماټېل پر مهال د يوه او بل تر پښو لاندي مړه سوي دي.
پېښه پرون د سپاريمالا په نوم يوه ليري پرته مذهبي سيمه کي د مذهبي مراسمو تر پاى ته رسېدو وروسته هغه مهال رامنځته سوې چي يوې ترافيکي پېښي د خلګو په منځ کي بېره خپره کړه او د زرونو کسانو ترمنځ ټېلې او ټمبې شروع سوې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه