د هرات په ولايت کي په سوونو کسانو د اېران پر ضد مظاهره کړې او له دې هيواد څخه يې افغانستان ته د تيلو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
مظاهره چيان په هرات کي د اېران د کونسلګرۍ مخته راغونډ سوي وو، د اېران پر ضد يې شعارونه ورکول او د يوه پرېکړه ليک په خپرولو يې له دې هيواد څخه وغوښتل چي له افغان مهاجرينو سره ظالمانه چلند بند کړي، عاملين يې محاکمه کړي او افغانستان ته پر تيلو لګېدلى بنديز ليري کړي.
د اېران پر ضد تيره اونۍ په کابل کي هم ورته مظاهرې وسوې، خو اېران له لا تر اوسه پر افغانستان لګول سوي بنديزونو ته دوام ورکړى دئ.