د تونس ولسمشر زين العابدين په خپل هيواد کي د وروستي تاوتريخوالي له امله له واکه لاس اخيستئ او له خپلي کورنۍ سره يوځاى سعودي عربستان ته تښتېدلى دئ.
زين العابدين شاوخوا ٢٣ کاله په تونس کي پر واک پاتي وو، خو واکمني هغه مهال له ګواښ سره مخ سوه، چي په وړاندي يې بېکارانو مظاهرې پيل کړې او له پوليسو سره په تاوتريخوالو کي تر ٦٠ ډېر کسان مړه سول.
حکومت د دې مظاهرو د مخنيوي دپاره د درو کسانو پر يوځاى ګرځېدو باندي بنديز ولګاوه، خو دې چاري يې مظاهرې بندي نکړاى سوې.
راپورونه وايي د خلګو مظاهرو بالاخره ولسمشر دې ته اړ کړ چي واک خپل لومړي وزير محمدالغنوشي ته پرېږدي او له هيواده وتښتي.