د زابل ولايتي مقامات وايي د سړک د غاړي يوه ماين اووه ټکسي چلوونکي وژلي دي.
د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار رسنيو ته ويلي چي ياد سوي کسان د وسله والو کسانو له خوا د زابل د ارغنداو ولسوالي ته تښتول سوي وو، له تښتوونکو سره د مخامخ خبرو په ترڅ کي راخوشي سول، خو د سړک د غاړي د يوې ماين چاودني له امله ټولو ژوند له لاسه ورکړ.
رسوليار ويلي له تښتول سويو کسانو څخه يوه يې هم له حکومت سره کار نه کاوه او ټول ملکي کسان وو، د نوموړي په وينا دوى نه پوهېږي چي هغوى ولي تښتول سوي وو او د کوم دليل له مخي د ريموټ کنټرول په ماين باندي ووژل سول.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه