کور / سياسي / نصير الله بابر ( په افغانستان كې د جګړو اور بلوونكي ) هم له دې نړۍ سترګې پټې كړې

نصير الله بابر ( په افغانستان كې د جګړو اور بلوونكي ) هم له دې نړۍ سترګې پټې كړې

نصيرالله بابر ۸۳ كاله مخكې د پښور په نوښار كې د ې نړۍ ته سترګې وغړولې او همدلته خاورو ته وسپارل شو .


نصير الله بابر د پاکستان د کورنېو چارو پخوانى وزير و ،چې په افغانستان کې يې د لومړي جمهور رييس محمد داود او بيا وروسته د شوروي يرغلګرو پر ضد د مجاهدينو جبهه جوړه كړه او په ۱۹۹۴ كې يې د سوداګريزو موخو لپاره د طالبانو خوځښت راپورته كړ . لومړى بابر د سردار محمد دادو خان د واكمنۍ پر مهال د دولت له قهره تښتېدلو ياغيانو ته غېږ پرانيستله او د جمهور رييس محمد داود خان پر ضد يې كودتا ته وهڅول .نكل داسې و كله ،چې په ۱۹۷۴ زېږديز كال كې د افغانستان جمهور رييس خداى بخښلي محمد داود خان د بلواګرو  پر ضد اقدام وكړ ،احمد شاه مسعود ، حكمتيار ، رباني او د سازمان ځينې نور غړي پاكستان ته وتښتېدل . د پاكستان حكومت په غېږ كې ونيول . د داود خان نوي كمونستي ملاتړ د پاكستان پوځ ويرولى و . تښتېدلو مخالفينو د پاكستان پوځ ته په افغانستان كې د نفوذ موندلو وړانديز وكړ . احمد شاه مسعود حكمتيار او اټكل پنځه زرو نورو تښتېدلو ځوانانو د لومړي وزير ذوالفقار بوتهو د افغان چارو سلاكار ډګرجنرال نصيرالله بابر ، تر څارنې لاندې پټه پوځي روزنه پيل كړې وه ،په دې اړه بابر په ۲۰۰۱ کې بي بي سي ته ،چې څرنگه د افغان مجاهدينو ډلې هلته ورغلى ويلي وو:” تر ۷۷ زېږديزکال پورې موږ د هغوی روزنه کوله، په دوى کې هغه وخت استاذ رباني، حکمتيار او احمد شاه مسعود وو، اوه اته کسه راغلي وو، دوى به نور کسان راوستل او موږ به ورته روزنه ورکوله، زموږ خو تل دا نظر و ، چې افغانستان کې جنگ د پاکستان لپاره مهم دى، دا خو زموږ لويه دفاع وه ، چې افغانستان کوله، بلکې دا به و وايم چې دوى پخپل جهاد سره پاکستان هم وژغوره.”


 بابر او حكمتيار ،چې دواړه پښتانه وو ژر نږدې ملګري شول او يو ځاى يې په ۱۹۷۵ كې د داود پر ضد د پاڅون پلان جوړ كړ ، هغوى احمد شاه مسعود په پټه پنجشېر ته وستاوه ،چې له هغه ځايه په بلوا لاس پورې كړي ،نومړي دا كار زړه نازړه وكړ او پايله يې غټه ناكامي وه ،هغه وو ،چې مسعود بيا د دوو كلونو په بهير كې د دويم ځل لپاره پاكستان ته وتښتېد . ناكام شوي پاڅون د افغان فراريانو تر منځ بېلتون ډېر كړ حكمتيار د اسلامي حزب په نامه خپل سازمان جوړ كړ او له سي آى اې سره يې اړيكې پياوړې كړې .احمد شاه مسعود د ښاغلي رباني له جميعت اسلامي سره ،چې په ټوليزه توګه له تاجكو جوړ شوى و پاتى شو  . كله ،چې په  ۱۹۸۳ كال كې د شوروي پر ضد د پاڅون كرښې پياوړې شوې ،نو بابر او د پاكستان څارګرې ادارې د امريكا د پټڅارې ادارې په مرسته په كابل كې د ډاكټر نجيب الله ،چې هغه وخت د خاد مشر و د موټر بم په واسطه د وژلو او نورو شوروي او افغاني افسرانو د وژلو لپاره بېلابېل بمونه او زهر جن مواد وكارول ،خو د نجيب الله پر وژنې ناكام شول .له دې وروسته د امريكا او پاكستان څارګرو ادارو د شوروي اتحاد د اكمالاتي لارو د تړلو او ځپلو په موخه د ځانمرګو بريدونو لپاره نوي پلانونه جوړ كړل ،خو افغان مجاهدينو د اسلامي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دغه پلان رد كړ .د سعودي عربستان ،اردن ،الجزاير او نورو هېوادنو عرب رضاكارانو د اسلام ځانګړى تعبير كاوه او د ځانمرګو بريدونو ښوونه يې كوله .دا وخت زرګونه عرب رضاكاران پېښور او نورو سيمو ته راغلي وو ،چې د افغانستان په جهاد كې برخه واخلي او يا هم په يوه نه بڼه له مجاهدينو سره مرستې وكړي ،چې جهاد يې د بري تر بريده ورسوي .كله ،چې په ۱۹۸۹ كې شوروي اتحاد خپل ځواكونه ماتې خوړلې له افغانستانه ستانه كړل ،او څو كاله وروسته د ډاكټر نجيب الله حكومت ونړيد ،نو په راول پنډۍ كې د نصير الله بابر په ګډون د جهادي مشرانو په تشكيل كې نوى حكومت جوړ شو ،چې مشر يې حضرت صبغت الله مجددي و او بيا يې واك استاد رباني ته وسپاره . د رباني او د هغه وخت د لومړي وزير حكمتيار تر منځ جګړې او اختلافونه ډېر شول ،چې افغانستان يې د كورنيو جګړو كندې ته ورټېل واهه .


كله ،چې شورويان له افغانستانه ووتل او د نجيب الله حكومت هم مات شو ،نو امريكا د افغانستان نيكي پر ځان لوى پور باله ،چې په بدل كې به يې افغانستان ته  پياوړى حكومت جوړوي د بيا رغاونې چارې به ګړندۍ كوي او تر پايه به يې ملاتړ ته دوام وركوي ،ځكه د همدغو مېړنيو ،خو بې ځواكه افغانانو د امريكا پياوړي غليم ته ماتې وركړې وه او له شوروي اتحاده يې د وېتنام غچ اخيستى و ،خو د پاكستان مشرانو او څارګرې ادارې امريكا ته وړانديز وكړ ،چې نور افغانستان دوى ته پرېږدي .امريكا يي مشرانو ترې پوښتنه وكړه ،چې تاسې پرې څه كوئ ،هغوى ورته وويل ،چې :(( پخپلو كې يې جنګوو .)) پاكستان له دې پخوا هم د پښتنو د پاڅون او د ډيورنډ كرښې د له منځه وړلو له امله په ويره كې و . بل داچې دا وخت په افغانستان كې د هند او پاكستان دواړو دوه چنده ډېره وسله وه او افغان جنګياليو تازه له شوروي اتحاده جګړه كټلې وه .احمد شاه مسعود هم د پاكستان د پياوړي او تاريخي دښمن ( هند ) ملګرى و ،نو پاكستان په وېره كې و ،چې ورسره افغانان حساب ونه كړي .امريكا د خپل ملګري پاكستان خبره په ډاګ و نه غورځوله ،له سيمې يې پښې سپكې كړې او په لوى لاس يې ميدان د پاكستان څارګرې ادارې ته پرېښود ،خو ډېر ژر د پاكستان حكومت له خورا بېوزلۍ سره مخ شو .پكې سواد ټيټ و او د طبيعي منابعو له كمزروۍ سره لاس او ګريوان و، يوازې يې ښه صنعت لاره ،چې سوداګري پرې وكړي او له دې لارې خپل ځان بسيا كړي .منځنۍ اسيا ته د پاكستان د سوداګريزوكاروانونو لار د جګړې د سره تنور پر څنډه  (افغانستان ) تېره وه د پاكستان وژل شوې لومړۍ وزيري بې نظيرې فكر وكړ ،چې دغه لاره به څنګه د خپلو سوداګريزو كاروانونو لپاره پرانيزي ؟ د خپل ځان د بسيا كولو لپاره يې د افغانستان د ورېښمو لرغونې لاره غوره كړه ،چې پرې خپل مالونه منځنۍ اسيا او په تېره بيا له شوروي اتحاده نويو ازادو شويو هېوادونو ته ورسوي .كله ،چې بې نظيرې او سلاكارانو يې په ۱۹۹۴ كې نقشې ته كتل ، په مخ كې افغانستان و ،چې جګړه سالارانو پكې د واك د تر لاسه كولو پر سر د يو بل ګرېوان ته لاسونه اوچولي وو ، يو هېواد چې پكې د پاكستان د څارګريو پر لاس لګېدلې كورنۍ جګړه توده وه .بوټهو د آى اېس اى ډګروالان وروغوښتل او د افغانستان په اړه يې د څارګرې ډلې يوه ګډه كومېټه جوړه  كړه . د دې د كنفرانس پر مېز پر نوموړې سربېره ۷۰ كلن پاكستاني تقاعد جنرال نصير الله بابر ته ،چې د بوتهو د كورنيو چارو وزير و ، دنده وركړل شوه ،چې پر دې نقشې كار وكړي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د پاكستان مالونه له انسان خوړونكو پاټكيانو په خوندي توګه ولېږدوي . بابر په خټه پښتون و نوموړى د بوتهو پلار ته وفادار او بېنظيرې پرې اتبار كاوه . بابر د پاكستان د څارګريو په نامه په افغان بيرو كې د ننه پيژندګلوي لرله ،نوموړي د آى اېس آى ځينې ډګروالانو ته ،چې ده پيژندل د افغان كړنلارې د كاري غونډو په لومړيو پړاونو كې د ګډون بلنه وركړه ،هغوى حكمتيار ته د مرستې د نه وركلو د خطر په اړه خپل دلايل وړاندې كول .د څارګرې ادارې چارواكو د ا خبره ټينګه نيولې وه ،چې پر احمد شاه مسعود د هغوى له فشار څخه پرته به توكميز تاجك او ازبك د ډېرو كلونو لپاره پر كابل ولكه ټينګه كړي .هغوى به له هند سره خپل اړيكې ژورې كړي ،له پاكستان سره به دښمني كوي او د ګڼو پښتنو ولسونو په منځ كې به ستونزې ورته پيدا كړي ،نو پداسې حالت كې بې نظيرې څنګه كولاى شول ،چې له منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ خپل خوب رښتيا كړي ؟


بو تهو ويلي و، چې بابر وپوښتل كابل ته مو څه اړتيا ده ؟ كولاى شو منځنۍ اسيا ته له سهيل څخه د كندهار او هرات پر لاره ځان ورسوو .بوتهو فكر وكړ ،چې داښه نظر و د دې حكومت كولاى شي ،چې دپښتنو په سيمو كې تر منځنۍ اسيا پورې لويې لارې د تېلفون مزي او نورې اړينې زېربنايي اسانتياوې جوړې كړي ،كابل او د هغه شمال ته ګڼې توكميزه سيمې له پامه  وغورځولي بوټهو سيمه ييزو جګړه سالارانو ته د پيسو په وركلو سره مركزي اسيا ته د ازادې لارې د موندلو د شونيتا پر لوري دا نوى چلند هوكې كړ . بابر د دې هڅو په سر كې و د ۱۹۹۴ كال په اكتوبر كې نوموړي يو كاروان چې په هكله يې خورا ډېر تبليغات كېدل ،چمتو كړ ،پتيېلې يې وه ،چې په نوموړي كاروان كې به د پاكستان نساجي رختونه د كوېټې له لارې تركمنستان ته رسوي او په دې توګه به د پاكستان د نويو ارمانونو تمثيل كوي ،كاروان د افغانستان پولو ته هغه مهال ورسېد ،چې ملا محمد عمر او د طالبانو شورا په سيمه كې د تبليغ كمپاين پيل كړى و .


د پاكستان ترانسپورتي ادارو طالبانو ته په دې هيله ،چې د كندهار تړل شوې لويې لارې به پرانيزي ،مخكې له مخه د پيسو او وسلو پر وروركولو لاس پورې كړى و ،د سپين بولدك په سيمه كې ښار ته نږدې يوه جهادي قومندان د اى اېس اى د وسلو د زيرمتون كلۍ طالبانو ته وركړه . د دغه زېرمه تون په ۱۷ تونلونو كې د لسګونو يرغلونو لپاره كافي وسله پرته وه .طالبانو د مدرسو داوطلب زده كوونكي د سترګو په رپ كې د دغه زېرمه تون پر ګرېسبند وسلو سمبال كړل .بابر له دغو وسله والو طالبانو ژر ګټه پورته كړه او كله يې ،چې مركزي اسيا ته روان كاروان له كندهار څخه شل ميله لرې د ناقانوني پوستو له خوا ودرول شو ،نو د موټرو د خوشي كولو لپاره يې طالبان مرستې ته ور ورغوښتل ، هغوى په اسانه دا كار وكړ . په دې اړه بابر ويلي : (( په ۱۹۹۴ زېږديز كال كې زه د افغانستان له لارې تركمنستان ته تلم ،ما هلته هغوى ته ويل ،چې تاسې قرباني وركړه ،وينې مو تويې شوې ،په ټولې ديموكراتيكه نړۍ مو احسان وكړ ، خو ټولو يوازې پرېښودئ ، علت دادى ،چې تاسې خپلو كې جنګېږئ ، اوس د افغانستان د بيا آبادولو لپاره مټې راونغاړئ ،زما په فكر دې خبرې د هغه سيمې پرخلكو ،چې په جنوب كې وو ،اغېز وكړ او غوږ يې ورته كېښود ،ځكه له سپين بولدك نه نيولې تر هراته لږ ترلږه ۴۰ ، ۵۰ پاټكونه په لارو كې وو او هر قوماندان به ټانك ودرولى او خلكونه به يې پيسې اخيستې ،له هغې نه هم خلك تنګ وو ، ځكه نو ،چې كله طالبان راپورته شول د خلكو پرې باور وو هغه وو ،چې طالبان پرمخ لاړل .)) له سپين بولدكه ناڅاپه په يوه شپه ورځ كې طالبان د كندهار ښار ته وخوځېدل او ټول ښار يې ونيو . ملا محمد عمر د ولايت مركز ته ننوت بې نظيره په ناڅاپه توګه د بابر د هڅو په لړ كې د افغان نوې ډلې مور وګرځېده او بابر به هم طالبانو ته د (( زما زامنو !)) خطاب كاوه .


د افغانستان جګړه نوره هم توده شوه او د يوه داسې هېواد ،چې له دوو ګاونډيو ( افغانستان او هند ) سره يې پوله لا هم پر رسميت نه ده پېژندل شوې ، مېليونونه افغانان نزرانه شول .


بابر او نورو ملګرو يې پر افغانانو سختې كانې وكړې ،ويې وژل ،ويې جنګول ،پر شا يې ټپول او د خپل هېواد ټولې زېرمې يې پرې لوټ تالان كړې . پلونه ،سړكونه ، ونې ، باغونه ،طبيعي ځنګلونه ،تېږې ،لرغوني اثار او داسې څه نه وو ،چې پر افغانانو يې لوټ او تلان نه كړل .كله ،چې په افغانستان كې له شوروي يرغلګرو سره د جهاد غږ پورته شو ،نو پاكستان او ايران داوړو په دوديزو افغاني كاليو او پكولونو كې خپل سرتېري افغانستان ته د جګړې لپاره راولېږل .د هغوى موخه جهاد نه ،بلكې افغان وژنه او افغانستان ورانونه وه . وروسته د طالبانو په ليكو كې هم ورګډ شول او تر اوسه ګڼ داسې ځانمرګي او يرغلګر نيول كېږي ،چې په پاكستان كې يې نظامي زده كړې كړې دي .


موږ د ژمن ملت په توګه پر ټولو افغانانو غږ كوو ،چې نور د پرديو قرباني نه شي ،نه مو امريكايان پر ګټه دي او نه مو دا ګرد چاپېره ګاونډيان ،ټول مو سر ته ناست دي او د تاريخي او قسم خوړلو دښمنانو په څېر تيار په سنګر كې راته ناست دي .


نصير الله بابر تېره دوشنبه د پېښور په ختيځ د نوښار ‘پير پايي’ کې په خپلې پلرنۍ هديرې کې خاورو ته وسپارل شو. اوس به كوم مېړنى افغان د ده له كوره د افغانستان لرغوني او تاريخي اثار فاتحانه را وباسي او بېرته به يې د افغانستان ملي پانګې ته وسپاري ؟ بابر د افغانستان ګڼ لرغوني اثار ،هغه چې د افغانستان هويت څرګندوي په خپل كور كې د موزيم په بڼه ځاى پر ځاى كړي دي . په هر حال بابر د خيبر پښتونخوا د والي د دندې نه علاوه د بې نظير بوټو دويمې دورې حکومت کې د کورنيو چارو وزير او د فرنټير کور د ملېشې د مشر په توگه هم دنده ترسره کړې ده.