کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دولت ژیړ ژورنالیزم غواړي، نه د بیان آزادي

دولت ژیړ ژورنالیزم غواړي، نه د بیان آزادي

د افغانستان لویې څارنوالۍ د سرنوشت په نوم د یوې خپلواکې ورځپاڼې مسوول مدیر، اسدالله وحیدي د نيول کېدو د پېښي سره ماته د لویې څارنوالۍ او د سترې محکمې او دافغانستان د عالمانو شورا او همدارنګه مشرانو جرګې د حج او قافو اواسلامي تعلیماتو د کمیسیون هغه حکم رایاد شو چې د کریم خرم د وزارت په
وخت کې ځینو ټلویزیونونو ته د هغه هندي ډرامو او سریالونو د خپریدو له امله ضرب الاجل پکې ټاکل شوی و، چې په دغه ضرب الاجل کې یاد شویوټلویزیونونو ته وخت ورکړل شوی و چې که د هندي ډرامو او سریالونو خپریدول ونه دروي، نو چلوونکي به یې ونیول شي.
که څه هم چې ددې ضرب الاجل د اجل وخت پوره شو، خو ددې پرځای چې د یاد شویو ټلویزیونونو چلوونکو ته د حکم نه منلو سزا ورکړي، نو په خپل حکم مړشو.
همدارنګه به چې د ښاغلي خرم د وزارت پر مهال د هرې سرغړونې په تور کوم خبریال ونیول شو، نو فاشیستي کړیو به په یوه خله دخرم پرضد لاسونه رابډوه ل او یوه ساده موضوع به یې د ولسي جرګې تر عمومي ناستې پورې ورسوله او وزیر خوارکی به یې په یوه وړه خبره هم احضار کړ.
خو اوس چې د کلتور وزیر د همدغو لنډغرو او فاشسټانو پرغو دی، په غیرقانوني توګه هم که کوم خبریال ددغه په اشارې سره لویه څارنوالي یا کوم بلارګان نیسي خبره هیڅ په هیڅ تېریږي .
که څه هم چې زه له ښاغلي اسدالله وحیدي سره ډېر بلد نه یم، خو د یوه ژورنالست او لیکوال په توګه د هغه غېر قانوني نیول کېدل مې نه خوښیږي.
که ژورنالست د یوې پټې موضوع په اشوا کېدو سره نیول کېږي، هغه هم په داسېوخت کې چې سند هم ولري، نو بیا د کابل ددولت هغه تش په نامه د بیان آزادۍمفهوم څه دی؟که دولت د هغه یوشمېر ژیړ ژونالیزم په کړیو کې شاملو ژورنالستانو په هغه چاپلوسانه رپوټونو خوشاله کیږي او هغه مهال ژورنالست د ټولنې ترجمان ګڼي،
نو د رښتینو ژورنالسټانو په لیکنو او پر بنسټ ولاړو هغه رپوټونو بیا ولې خپه کېږي، چې ددوی پټې موخې او پټې کړنې پکې اشواکیږي.
په هرصورت خبره به ډېره نه اوږدوو، خو دومره وایم چې که د حقیقت اشوا کول ګنا او د کابل د نظام په اند جرم وي، نو له ژیړ ژورنالېزم پرته ټول رښتیني ژورنالسټان دې ونیسي او یوازې هغه کسان دې د ژورنالست او ژورنالیزم په نوم پریږدي چې ددوی پر بدو سترګې پټوي او سپين ته تور او تور ته سپین وايي.
نو که ژورنالېزم دې ته وايي نو بیا به نوم ورته له ژورنا لېزمه، دروغ نالېزم غوره وي!!
دولت ته په کار وه چې د وحیدي د نیولو پرځای یې له هغه څخه د خپل خپاره شوي رپوټ د سپيناوي پوښتنه کړې وای او په دې اړه یې شواهد ترې غوښتي وای او که چېرې د وحیدي خبر دروغ ثابت شوی وای، نو بیا به یې په هغه صورت کې د ژورنالستانو استازي رابللي وای او له اصولوسره سمه جزابه یې ورکړې وای.
اوس خو د ښاغلي وحیدي بې سواله ځوابه نیول کېدل، ددې معنا لري چې په ژورنالستانو کې ویره پیدا کول غواړي او ددولت غوښتنو منلو ته یې اړ ایستل غواړي.
خو په هرحال، حقیقت څوک نه شي پټولای، هغه که د ژورنالسټانو په بندیتوب یا په وژلو او یا نورو ګواښونو سره وي ځکه حقیقت حق دی، نو دولت ته په کار ده چې داډول کړنلاره بدله کړي.