په افغانستان کې په هر يوه ساعت کي شپږ لوړپوړي دولتي چارواکي په سترګو ړندېږي. دغه خبره په افغانستان کي د نړيوال روغتيايي سازمان استازي ډاکټر پيټر ګراف د ليد د نړيوالي ورځي په مناسبت وکړل، ده زياته کړه چي ددغو ړاندو په سلو کي شل يې بهرنيان او پاته نور يې ټول افغانان دي. په بهرنيو ړاندو کي ملکي خلک هم شامل دي، خو افغانان ټول لوړپوړي دولتي چارواکي او يا په دولت پوري تړي خلک دي.
ياد سوي ړانده اکثره د دوبي په موسم کي د افغانستان د کابل په شيرپور، وزير اکبر خان مېنه، خوشال خان مېنه، کارته سه، کارته چار، کارته پروان او خير خانه مېنه کي اوسېږي خو په ژمي کي دبی، امريکا، انګلستان، جرمني، بنکاک، سويس او داسي نورو بهرنيو هيوادونو ته ځي. د دوی کاروبار ډېر ستړی دی، ځکه چي ټوله ورځ د ډالرو جواليتوب کوي او يو ان هم ارام نه کښېني. دغه ړانده خلک د دولت په مهمو پوسټونو کي کار کوي، لکه په ولسي جرګه کي د دولت پر کړنو د څار کميسيون، د قانون پر پلي کېدو د څار کمېټه، د فساد پر ضد د څار کمېټه، له افغانستان سره د بهرنيو مرستو د څار کمېټه، د انتخاباتو د څار کمېټه، پر رسنيو د نظارت کمېسيون، د محبسونو د نظارت کميسيون ، د اروپايي ټولني له خوا د افغانستان پر انتخاباتو د نظارت اداره، ملي امنيت، لويه څارنوالي، يوناما، د بشري حقونو د څار کميسيون او نورو مهمو ادارو کي کار کوي.
ډاکټر ګراف وويل چي ددغو ناروغانو پر سترګو لومړی د ډالرو پردې غوړېږي او ورو ورو يې ليد کمېږي چي په پای کي يو مخ ړندېږي. کله چي ړوند سو بيا يوازي ډالر او د ډالرو پيدا کولو لار او ګودر ويني. ډاکټر ګراف اندېښنه وښوول چي دا ناروغي په افغانستان کي مخ پر ډېرېدو ده، ځکه چي دا ناروغي ساري او ميراثي ده، ياني هم له مور او پلار څخه اولاد ته لېږدول کېږي او هم هغه څوک په اخته کېږي چي له دوی سره يو ځای کار کوي. که څه هم نوري ساري ناروغۍ د تماس، هوا، ګډ خوراک او نورو لارو له ناروغ څخه روغ سړي ته ورځي خو دا ناروغي يوازي د ګډ فکر او کار کولو له لاري روغ انسان ته لېږدول کېږي. ډاکټر ګراف وويل چي په دې ناروغۍ هغه خلک ډېر ژر اخته کېږي چي پخوا يې پر سترګو د ايراني تومنو، پاکستانۍ کالدارو او روسي روبلو پردې غوړېدلي وي. په دې ناروغۍ که څه هم په هر موسم کي انسان اخته کېدای سي خو د ولايتي شوراګانو، ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخاباتو او له افغانستان سره د مرستو په باب کنفرانسونو په بهير کي په دې ناروغۍ د اخته کېدو چانس تر بل هر وخت ډېر دی.
اتيا کلن بوډا چي د نوم له ښووله يې ډډه کوله وايي چي زوی يې په غبرګو سترګو ړوند دي، دی وايي چي زوی يې مخکي په سترګو جوړ او هر څه يې سم ليدای سوای، خو له کومي ورځي راهيسي چي يې د انتخاباتو دکميسيون د نظارت په څانګه کي کار شروع کړی ورځ په ورځ يې د سترګو ليد کمېده چي وروسته بيخي ړوند دسو . دی وايي چي که څه هم دوی اوس په بوجيو بوجيو ډالر لري خو ستونزه دا ده چي زوی يې يوازي ډالر ويني او ډالر پېژني اوبس، نور نه مور او پلار پېژني او نه هم نور خپلوان ، ان دا چي خپل ولس بيخي ځيني هېر سوی دی. دغه سړی وايي چي زوی يې نه يوازي دا چي له ډالرو پرته څوک نه ويني، بلکي څه اوري هم نه، بس يوازي هغه څه اوري چي د ډالرو په باب وي.
يو روغتيايي کارپوه چي ده هم له نوم ښووله ډډه وکړه ددې ناروغۍ د نښو نښانو په باب وويل چي دا ناروغي د ډالرو په اندازې او سياسي موقف پوري اړه لري، ياني کله چي د يو چا ډالر بيخي ډېر او سياسي دريځ يې لوړ وي نو نه يوازي دا چي په سترګو ړندېږي، بلکي په غوږو کوڼ او پر دې سربېره يې يوه سترګه هم رپېږي. دی پر مخ وايي چي دا ناروغي يو څو کاله يوازي له سترګو سره کار لري خو وروسته د انسان عقل هم اغېزمن کوي، ياني وروسته د ناروغ عقل يوازي د ډالرو په اړه کار کوي اوبس.
د جمهوري رياست يوه وياند وويل چي په دې ورځو کي د نړيوالي ټولني له خوا پر افغان دولت فشار ډېر سوی چي په دولت کي اداري فساد ډېر سوی او دولت پر خپلو فعاليتونو واک او کنټرول له لاسه ورکړی دی، ځکه نو دولت پرېکړه کړې چي د دولت پر مهمو پوسټونو ړانده خلک وګماري چي د دولت او بهرنيانو ټولي کړني او فعاليتونه په خپلو سترګو وويني او په دقيقه توګه يې وڅاري.
د افغانستان د دولتي روغتيا وزارت وايي چي دا ناروغي په دولت کي دومره ډېره سوې چي ان تر ارګه پوري هم رسېدلې ده. دا وزارت وايي چي که ددې ناروغۍ مخه و نه نيول سي نو په راتلونکو څلورو کالو کي به د دولت ټول مامورين په سترګو ړانده او په غوږو کاڼه سي.
له بلي خوا ولسي خلک ددې ناروغۍ په اړه ژوره اندېښنه لري. د کابل ولايت يو ځوان چي ګرالبي يې شکېدلي او د ميرويس ميدان پر چوک د مزدورۍ لپاره ولاړ دی وايي چي دی له يوې اوونۍ راهيسي دې چوک ته د خوارۍ او مزدورۍ لپاره راځي خو کار نه مومي او بيرته کور ته وږی تږی ځي ، دی وايي چي دولتي چارواکي په سترګو ړانده سوي او د دوی لوږه ، تنده او بېوزلي ګردسره په سترګو نه ويني.
د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ يوه زړه سپين سرې ښځه چي د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کي يې ټوله کورنۍ وژل سوي او خپله يې هم په دې بمباريو کي يو لاس پرې سوی وايي چي دولتي چارواکي نه يوازي دا چي په سترګو ړانده سوي، بلکي په غوږو هم کاڼه سوي دي، ځکه چي د دوی ژړاوي او نارې اسمان ته رسېږي خو چارواکي يې نه اوري.
اوسمهال عام افغانان په دې فکر کي دي چي څنګه ددې خطرناکي ناروغۍ مخه ونيسي، خولا تر اوسه ددې ناروغۍ کوم موثر علاج نه دی موندل سوی. په افغانستان کي د يوه خصوصي بانک مشر، ډالر پوه زمری خان وايي چي دا ناروغي هيڅ علاج نه لري، خو دا چي ملت ناخوښه دی نو يوه لاره يې دا ده چي نړيواله ټولنه له افغانستان سره خپلي ډالري مرستي زياتي کړي، ددې کار په نتيجه کي به د ټول ملت پر سترګو د ډالرو پرده وغوړېږي، بيا به نو ټول ملت ړوند وي او د افغان دولت او نړيوالي ټولني کړه وړه به نه ويني.