کور / تازه خبرونه / کابل: ځانمرګي بريد څلور تنه مړه او ٢٥ ټپيان کړل

کابل: ځانمرګي بريد څلور تنه مړه او ٢٥ ټپيان کړل

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د يوه ځانمرګي بريد له امله شاوخوا ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله واووښته.
د کابل امنيتي چارواکي وايي پېښه نن سهار د ښار په جنوب لوېديځ شپږمه ناحيه پوري اړوند رامنځته سوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند رسنيو ته وويل چي په پېښه کي څلور تنه وژل سوي او شاوخوا ٢٥ تنه ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري بي بي سي راډيو ته وويل چي په څلورو مړيو کي دوه تنه ملکي کسان دي او په ټپيانو کي څلور د ملي امنيت رياست کارکوونکي دي.
د راپورونو له مخي حمله د ملي امنيت رياست د مامورنيو پر موټر سوې ده، چي پر مامورينو سربېره يې شاوخوا ملکي کسانو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښي ليدونکو بي بي سي ته ويلي چي په حمله کي دوه شخصي او يو دولتي مني بس موټر له منځه تللي او د شاوخوا ودانيو هنداري يې ماتي کړي دي.
د کابل امنيتي مقاماتو رسنيو ته ويلي چي بريد کوونکى پر موټرسايکل باندي سپور وو او ځان يې د ملي امنيت د کارکوونکو موټر ته نيژدې چاودلى دئ.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.