کور / تازه خبرونه / د سرنويشت ورځپاڼي مشر خوشي سو

د سرنويشت ورځپاڼي مشر خوشي سو

تازه خبرونه وايي چي د سرنويشت ورځپاڼي مشر اسدالله وحيدي د افغانستان د ولسمشر په امر له بند څخه خوشي سوئ دئ.
ښاغلى وحيدي دوې ورځي دمخه د لويي څارنوالۍ له خوا د ملي امنيت د شورا د رئيس رنګين دادفر سپنتا په امر نيول سوئ وو.
د اسدالله وحيدي پر ناقانونه نيونه د افغانستان په ګوټ ګوټ کي فرهنګي کړيو، د رسنيو استازو او د خبريالانو ټولنو نيوکي وکړې او له حکومت څخه ژر تر ژره د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
سپنتا په دې موخه نوموړى نيولى وو چي په هرات ولايت کي يې د سپنتا د ورور وحيد طاهري د وسله والي ډلي څخه پرده پورته کړې وه.
سپنتا نيوکه کوله چي په دې خبر کي بايد دده نوم نه واى ذکر سوئ.