کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / روان کال د سولې پیلامه ده که د جګړو

روان کال د سولې پیلامه ده که د جګړو

یوه دیرش کاله کیږی چې د افغان ولس وینې بهیږي. لوی څښتن د ثور د کرغیړن کودتا عاماینو ته جزا ورکړي چې پردې ملت ظلم پیل ګړ اوخپله یی په اروپا او امریکا کې په لکسو کورونوکي اوسي خوافغان ولس له بهرنیو یرغلګرو ، کورنیوجګړو ، بهرنیو هیوادونو په جیل خانو ، يخنۍ اولوږې له کبله مړي.    
 په شپیتم او اویاهم کلونو کې د خلق او پرچم جنایت کارو ډلو فکر کاوه چې په افغانستان کې د چټک پرمختګ او بسیا ټولنې د جوړولو لاره دا ده چې افغانستان د شوروي اتحاد په مټ د سوسیالستی اقتصاد ټګلاره غوره کړي خو د دې هلوخلوپایلې د ثور کودتا وه چې بلاخره د شوروی کمونستی دولت د یرغل دپاره لاره پرانست چې په پای کی دوه ملیونه افغانان خپله ژوند له له لاسه ورکړل اوه ملیونه نور د نړئ په ګوټ ګوټ کې کډوال شول. افغان جهاد د نړئ به تاریخ کې یوه ستره پیښه ګڼل کیږي چې د افغان جهاد له برکته د روسیی کمونستی امپراتوری له منځه لاړ خو به بلمقابل په افغانستان کې مرکزی نظام هم له منخه لاړ اود  افغانستان په خاوره کې نه یواځې د ګاونډیو ، د سیمې هیوادونو، ګوندونو، استخباراتی ټولنو دلاسوهنې ډګر شو بلکې په افغانستان کې بهرنی بڼسته خونړئ تنظیمی جګړو هم پیل شو چې  د کورنیو جګړو په پای کې د طالبانو په مټ د شمال د تلوالې د واک تخته نسکور او په افغانستان کې د طالبانو، القاعدې او د آی اس آی لاسونه بر شول. د دې برلاسۍ پایلې په امریکا کې د سپتمریوولسمه خونړی پیښه وه . دا پیښه نه یواځې د امریکا په تاریخ کې یوه ستره تاریخی پیښه ګڼل کیږي بلکې د افغانستان په تاریخ کې هم د یوې بلې خونړئ پاڼې پرانست چې نه یواځې د افغانستان خاوره د امریکا او اوروپایی هیوادونو له خوا اشغال شو بلکې په افغانستان کی رنګارنګ جنګونه پیل شول.                                           
فيروز خان آفريدي وایی:
پرون ېي روس، نن امريکه حاکمه
د خپله لاسه تل برباد دی افغان
بيا په خپلو کښي جنګيږي پښتانه
بيا په سرو وينو لمبيږي پښتانه
څنګه جنګ دی چه انجام ته نه رسيږي
خدايه څومره به قتليږي پښتانه
اور په هر ځائ د نړي دې لګيدلې
خو پکښې فقط سوزيږي پښتانه
نن د افغانستان په خاوره کې افراطی عربو د امریکایی او اوروپایی هیوادونو سره جنګیږي، امریکا د ایران سره جنګیږی ، هند د پاکستان سره جنګیږي ، د ټول اسلامی نړی اورپکې ډلې په افغانستان کې د امریکې او اروپایی پوځونو سره جنګیږي. نن په افغانستان کې په لس هاو استخباراتی ټولنې فعالې دي ، د مخدره موادو مافیا ، د ځمکې د غضبولو مافیا فعالې دي، د تاریخی آثارو د قاچاقولو مافیا  هم فعال دی. وروسته د لس کالو څخه وینو چې د امریکا د یرغل لاسته راوړنه د کابل د بی ساری بی کفایته حکومت  ټینګښت دی چې اصلې واک یی د شورای نظار او د هغه د انډیوالانو په لاس کې دی او د ولس مشر کرزی ترکستانی چپن و قره قل سمبولیک بڼه لري. د امریکا یانو له خوا د یوې ولس واکې دولت پرځای د شر او فساد اداره په کابل کې ټینګ شو. د ادارې فساد له کبله دى چې د افغانستان سره د مرسته شويو پيسو زياته برخه د ګابل واکدارانو له خوا حيف او ميل شوي ده او نړيواله یرغلګره ټولنه هم  د اداری فساد یوه لویه برخه جوړوي نوله دې کبله هیڅ څوک هڅه نشي کولاي چې د دغه ناوړه ټولنیزفساد مخه ونیسی.   دا چې سږ کال  د افغانستان جګړو کوم لورې ته درومی د هغه وړاندوینه  څوک نشي کولای ځکه چې روانه خونړی جګړه په  افغانستان کې ګڼ اړخونه لري او هره جګړه ماره ډله بشپړه پوځی ، اقتصادی ، سیاسي او بشری امکانات لري او خپلي لنډ مهالې او اوږد مهالې ستراتیژیګ پلان او پروګرام پرمخ بیایی. په روان کال د امریکا ستراتیژیک پوځی پلان او سیاسی دریځ دا دی چې پرهره ممکنه قیمت چې وي د جګړې په ډګر کې طالبانو او د هغوی بهرنیو جنګیالیو ته ماته ورکړي.په مقابل کې د طالبانو موخه دا ده چې خپلې ټول زور او ځواک د بهرنیو یر غلګرو ځواکونو په وړاندې وکاروي تر څو چې بهرنی پوځونه د افغانستان څخه وباسي. په دې وروستيو وختونو كي د افغانستان په ګوټ ګوټ كي د ولسي خلكو تلفات ډير زيات سوي دي او هره ورځ نژدې سلو تنو ته مرګ ژوبله ور اوړي . له يوي خوا يي نړيوال ائتلافي ځواكونه په خپلو هوايي بريدونو، هوايي او ځمكينو پوځي عملياتو او د شپي لخوا د هغوئ پر كورونو د خپلو يرغلونو په بهير كي وژني چي دا لړۍ له ډېره وخته را روانه وه او اوس يي خورا زور هم نيولى دى چي په دې اړه د افغانانو احساسات خورا را پارېدلي دي او د افغانستان تش په نامه حكومت هم په دې برخه كي ډير بې تفاوته پاته سوى دى ، څو څو ځله ولسمشر كرزي پر بهرنيو ځواكونو سختي نيوكي هم كړي دي چي هيڅ مثبته پايله يې نه ده څرګنده سوې او نه هم هغوئ پر ورته تكراري خبرو باندي غوږ ګرولى دى ، اوس د ولسي خلكو هم هغه د چا خبره ددې خواخوږيو او اعلاميو څخه چي بيله كمزورۍ بله هيڅ مانا هم نه لري ناټ مات سوى دى.                             
 په دې لړ د کابل واکداران په دوو ډلو ویشل شوي دي. د کرزی ډله په دې باور دی چې داجګړه ګټونکې او بایلونکې نه لري او جګړې پایلې د افغانان او په ځانګړې د پښتنو او پښتنې خاورې تباهی او بربادي دي نو ځکه د سولې د عالې شورا څخه کلک ملاتړ کوي خوله بده مرغه طالبان د جګړې لپاره ملا تړلې دي. د شمال تلواله ځانګړې ستراتیژی دا دی چې پښتانه او پښتنې خاوره تر هغه وخته پورې د امریکایی او اروپایی قواوو له خوا وّځپل شي چې په یوه کوټل شوي ځپأ شوي ولس باندي بدل شي چې د شمالی تلواله په مقابل د ودریدو وس ونه لري نوله دې کبله عبدالله عبدالله،  د شورای نظارداود داود ، قوماندان عطا او امرالله صالح په مزار کې سره ټول شوي دي او   د روسانو، جرمنانو او امریکایانو له خوا په سپکو او درنو وسلو باندې سمبالیږي. همدا اوس د شمال تلواله د امرالله صالح ، دادو داود(د پامیردزون قوماندان) او قوماندان عطا تر مشری لاندی د ملی پولیس او اربکی په نامه د افغانستان د شمال غیر پښتانه ولس مسلح کوي او د کرزی د سولې پر عالي شورا پورې خندا کوي او خپلې پیسې جوړوي ،وسلې راټولوی، د مخدره مواو قاچاق کوی او د بهرنیو یرغلګرو پوځونو ترسیورې مستي او غرمستي کوي.د روان کال په دغو جګړو کې پښتون ولس له هر لورې ځپل کیږي کور او کهول یی پکښی نړیږی.                                                        
د روان کال د جګړې وړاند وینه ډیر سخت کار ده ځکه چې په افغانستان کې روانه جګړه نه یواځې د افغانستان په تاریخ کې بلکه د نړئ په تاریخ کې یوه لویه کړکیچنه او پیچلې جګړه ده چې په کې بیلابیلو نړیوالو اوسیمه ایزو هیوادونو ، پوځی بڼسته ګوندونو، استخباراتي بڼسته سیاسی ډلو د بیلابیلو موخو او لنډ مهالې او اوږد مهالې ستراتیژیکو اهدافو د لاسته راوړلو دپاره سره جنګیږي. دغو بهرنیو کورنیو ځواکونو ټول پښتنې خاورې د جګړې میدان ګرځولې دي او تر ننه پورې هر یو ځان بریالی بولي د بشري تحلیل په اساس به افغانستان کې په روان کال د د سولې څرک نه لګیږي او د افغان ولس د ژغوریده هیله پکې نه لیدل کیږي مګر دا چې د آلله تعالی اراده د سولې په لور تللی وي. واشنګټن وايي چې لا ډېر وختي دی چې له طالبانو سره دې خبرې کومې پایلې ولري ځکه چې د امریکایانو په اند لومړی باید طالبان ښه وځپل شي تر څوچې سولې ته تیارشي چې دا ډول تفکر خپله د سولې د ټیګښت د پاره لاره بند وي.‏که څه هم دا جګړه ډیر پیچې او کړکیچن دی خو که چیرې د سولې په ملی مشورتي جرګه کې جرګه وال په دې باندې بریالی شي چې د لویی جرګې د جوړولو دپاره لاره پرانیزی او بهرنیو ځواکونو ته قناعت ورکړي چې د خپل وتلو دپاره لنډ مهال ، مهال ویش وټاکې بیا به امکان لري چې د سولې ملی مشورتي جرګه بل پړاو ته لار ومومي او وروستي پریکړه به لویه جرګه وکړي. ځکه چې د افغانستان کې د جګړې بڼست د بهرنیو ځواکونو شتون جوړوي. که چیرې د یرغلګروځواکونو د وتلو د پاره بهرنیانویوې ریښتنې مهال ویش وړاندې کړي نو اړینه ده چې طالبان هم باید د کابل حکومت سره اوربند ومني خو بد مرغي دا ده چې طالبان هم د جګړود بندیدو یا اوږدیدو کې واک نه لري. که چیرې طالبان د بهرنیانو وتلو په وړاندې اوربند ومنی نو دا د افغان ولس په ګټه ده چې په کابل کې یوه موقته حکومت منّځ ته راشي .دلته یو شمیر خلک تشویش لري چې که بهرنیان ووځي بیا به د کابل حکومت ځان ټینګولې نشي. یوه اداره چې د ټول نړی په وسلو او پیسو ټنګ نشو نو د هغه شتون ولس دپاره څه ګټه لري. دا نظام د شمال تلوالې په ّخوښه دیموکراسي چې په اداري فساد کې هم سخت ککړ شوی دی  نو که له منځه لاړ شي څه ټاوان لري. له بده مرغه د یوې خوا په افغانستان کې د امریکایان او اروپایان پوځي يرغل روان دی د بلې خوا په افغانستان کې د ایران کلتوری یرغل دوام لري . حمزه بابا وایی- څو د خپل ادب باران باندې ونشي- بل باران به د قام فصل زرغون نه کا- خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا- ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا           
تر څو چې له افغانستانه بهرنیونیوک ګرو پوځونه وتلې نه وي او په افغاني ټولنه  کې ټولنیز عدالت ټینګ شوي نه وي او عدالت د ډلو د مصلحتونو قربانی شوي نه وي او د عدالت ‏څخه د معافیت او مصؤنیت کلتور ختم شوي نه وي په افغانستان کې تل پاتې سوله نه ټینګیږي ځکه چې د خدای(ج) په قاموس کې د    عدالت ‏څخه د معافیت او مصؤنیت قانون نشته. تل د وي خپلواک افغانستان