کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وحيدي په تېروتنه نه په خدمت تورن دی

وحيدي په تېروتنه نه په خدمت تورن دی

وحيدي په تېروتنه نه په خدمت تورن دی
 
(د سایټونو درنو چلونکو هیله ده چې دغه لیکنه په خپلو پاڼو کې خپره کړئ.)تکړه ژورنالیست او لیکوال ښاغلی اسدالله وحیدي له ډېرې مودې راهیسې پيژنم. د ده مینې هېواد او پښتو ژبې ته وهڅولم ترڅو کلک ملګری یې پاتې شم. تېره ورځ مې له ځینو رسنیو واورېدل چې هغه د رسنیزو تېروتنو په تور د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او سیدمخدوم رهین په امر د لویې څارنوالی له خوا پلټنو ته وربلل شوی و چې وروسته له پلټنو توقیف شوی دی.
ښاغلی وحیدي د سرنوشت ورځپاڼې مسؤل مدیر دی چې تاسو ته معلومه ده دغه ورځپاڼه یوازینۍ ملي ورځپاڼه ده چې هر کله یې د حقیقت د هېندارې په توګه خپل ایماني او وجداني دین په ځای کړی او هغه تورې او منحوثې څېرې چې د افغانستان  د ملي یووالي او امنیت لپاره ګواښ وو په ریښتني توګه یې یو په بله پسې بربنډې کړي.
ښاغلی سپنتا معترض دی چې د سرنوشت ورځپاڼې په هغه راپور کې چې د ده د ورور په اړه و ولې د ده نوم راغلی دی، دی په دې ټینګار کوي چې جرم فردي دی او په کار نه وه چې زما د نامه یادونه ورسره وشي. سرنوشت ورځپاڼې څه موده مخکې د سپنتا د ورور طاهري په اړه یو راپور خپور کړی و چې پکې راغلی د ده ورور ښاغلی طاهري په هرات ولایت کې غیر مسؤله وسله والې ډلې جوړوي. او ورسره مل قوي سرچینې هم یادې شوې وې چې د دغه راپور پخلی یې کولو.
د رسنیز مسؤلیت له لحاظه یو ژورنالیست ته په کار ده چې د یوه راپور په اړه ټول جزئیات وړاندې کړي. نو که چېرې د یوه هېواد د ملي امنیت د شورا د مشر، ورور د هېواد امنیت ته ګواښ جوړوي پرته له شکه چې د خپل ورور له موقف څخه ګټه اخلي. که چېرې یې ورور ورسره موافق وي او که نه وي دغه کار کېږي. نو اوس هم ښاغلي وحیدي یوازې د خپل راپور د بشپړولو لپاره د ده د نامه یادونه کړې او دا یې هم نه دي ویلي چې ورور یې ترې ملاتړ کوي. نو هیڅ د اعتراض ځای نه پاتې کېږي.
خو د بلې خوا د ښاغلي سپنتا د دفتر څخه یوه کس چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې ښاغلي سپنتا د یو کال راهیسې غوښتل چې د سرنوشت ورځپاڼې مسؤلین بند ته واچوي. دی زیاتوي دا چې د ده په شاوخوا کې ځینې نورکسان د بیان آزادۍ ته ژمن خلک وو نو د سپنتا سره په یوه خوله نه کېدل. خو سپنتا د خپل ورور په اړه دغه راپور بهانه کړ او هغه یې ونیو.  دی وايي چې په هره امنیتي غونډه کې به سپنتا ویل: «این روزنامه یک دسیسه را به راه انداخته است تا شخصیت های افغانستان را ترور نمائید، به جا است که ایشان را به سزای اعمال شان برسانیم. » دغه کسان د سپنتا دغه عمل یو عقدوي کار ګڼي او وايي کله چې د ملي امنیت د شورا غړو د ده سره د نیولو په اړه پریکړه ونکړه نو د څارنوالۍ له لارې يې د سرنوشت ورځپاڼې مسؤل ونیو.
ډېره په زړه پورې خو دا ده چې د ښاغلي کرزي په نهه کلنه دوره کې یوازینۍ کس چې ځان به یې ډیموکراسۍ او د بیان آزادۍ ته ژمن ګڼلو هغه اوس یو ژورنالیست بند ته اچوي. آیا دا د پوښتنې ځای نه دی؟ آیا دا د ډیموکراسۍ او د بیان آزادۍ یو نوی تعریف موږ ته نه را زده کوي؟
بلکل د دغه شان ډیموکراتانو چې د چا په اصطلاح هم یې له سر وهي او هم یې له بر وهي، یا هغه کسان چې دوه امتیاز اخلي هم ملي او هم قومي، خپل ځان ته قوانین لري، خپله ډیموکراسي لري او خپله د بیان آزادي لري. دوی ته دا هر څه خپل تعریف او خپل محدودیتونه لري. د دوی په اند د بیان آزادي هغه ده چې د دوی په ضد او د افغانستان په ګټه به هیڅ خبره نکېږي خو د افغانستان په ضد او د دوی په ګټه هره خبره د بیان آزادي ده. همدا شان د دوی ډیموکراسي هم د خپلو څو کسانو په شاوخوا کې ده. د دوی ملګري و دې ته ډیموکراسي وايي چې څنګه په خپلو ورځپاڼو کې سره په یوه خوله شي تر څو د افغانستان ریښتیني شخصیتونه ترور او د افغانستان ضد خبرونه او راپورونه خپاره کړي.
که چېرې داسې نه وی او بند ته اچول د ده په اصطلاح په سزای اعمال ته رسېدل وي نو لومړی باید دی خپله زندان ته واچول شي ځکه هشت صبح ورځپاڼه چې د ده له خوا تمویلېږي، څه څه شیان د افغانستان دملي ګټو په ضد وايي آیا کومه ورځ یې چا یادونه وکړه؟
دا یې لا څه کوې کله چې دغه ښاغلی د بهرنیو چارو وزیر و، د ده یوه لیکنه د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د بارک اوباما د بریالیتوب په اړه په هشت صبح کې راغلې وه. دې لیکلي و: «اینست ډیموکراسي واقعي، در یک کشوریکه اکثریت قاطع آن سفید پوستان است، یک سیاه پوست می آیددر مقابل سفید پوست می ایستد و برنده انتخابات میشود. آه بر حال کشور ما که غیر از قوم حاکم اقوام دیګر حتی نمیتوانند به زبان مادري خویش تکلم نمایند. نزاعی بر سر دانشګاه بسیار عصباني ام ساخت.»
د ده ښاغلي دغه غونډله د افغانستان د اساسي قانون د شپاړسمې مادې د درېیم بند سره ښکاره مخالفت دی. دی پښتانه د دغه هېواد حاکم قوم ګڼي، خو د کرزي کاکا په تېرو نهو کلونو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې د پښتنو ژورنالیستان وژل، وهل، ډبول او زنداني کول یې هېر کړي. دی لیکي چې زموږ په هېواد کې د مورنۍ ژبې د ویلو حق نه لرو. دی دا ګمان کوي چې دا حق پښتنو له نورو لږکیو قومونو اخیستی دی، خو دی د یاده باسي چې د پښتنو ژبه نه په اداره کې شته، نه په پوهنتون کې او نه هم په ټولنه کې سره له دې چې دی یې هم حاکم او هم یې اکثریت ګڼي. ريښتیا د ده د عقیدې برعکس دي يعنې د پښتنو حقوق د لږکیو له خوا تر پښو لاندې شوي دي.
او دا چې ده ښاغلي د بهرنیو چارو په وزارت کې څه ګلان وکرل هغه خو ټولو هېوادوالو ته معلوم شول، چې په لندن کې د ده سفیر یو کس د پښتو ویلو په جرم وډبولو، په چین کې د ده ښاغلي ویاند چې اوس هلته سفیر دی د ملي سرود په ځای بله سندره وغږوله. دا خو هغه څه دي چې موږ ته رسېږي کوم چې موږ پرې خبر نه یو له دې ډېر خطرناک دي.
نو په پایله کې د دې ادعا کولی شم چې د سرنوشت ورځپاڼې د مسؤل نیول د افغانستان د حاکمو قوانین خلاف کار دی. دغه کار یوازې د هغې عقدې پر بنسټ چې سپنټا کاکا او مخدوم یې د پښتو ژبې سره لري ترسره شوی. تر څو د یو څو ګوتو په شمار ملي ژورنالیستانو خولې بندې کړي چې د هېواد یووالي او بشپړتیا ته ژمن دي.
که داسې نه وي، څه شول هغه کسان چې ځانونه یې د ژورنالیستانو مدافعین ګڼل، آیا د ژورنالیست تعریف دا دی چې هر هغه څوک ژورنالیست کیدای شي خو چې پښتون نه وي. که چېرې داسې نه وي نو دغو ښاغلو مدافعانو خو ان د ژورنالیستانو په ژباړونکو هم غبرګونونه ښودل اوس ولې چپ پاتې دي؟ ښاغلي اخګر، زریاب، مبارز او توحیدي چېرته دي چې د یوه ژورنالیست د بندي کېدو په اړه یو غبرګون ښکاره کړي. ښاغلی توحیدي چې ځان د رسنیو د څارونکو د ټولنې مشر ګڼې د ولسمشر کرزي په چای څکلو هم غبرګون ښکاره کوي اوس چېرې دی. آیا پښتانه ژورنالیستان د دې هېواد نه دي او که د دوی د تعریف پر بنسټ هغوی ژورنالیست نه دي.
په ډېرې سپین سترګی سره پرون سپنټا کاکا د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبرې ناسته کې وايي: «همکاري منطقه وي برای زودودن تروریزم بسیار مؤثر تمام خواهد شد، بناء ما بسیار خوشنود هستیم که هندوستان با ما در مورد تروریزم همکاري همه جانبه دارم.»
دا ښاغلی د جګړې د له منځه وړلو لپاره سیمه ییز همکاري اغیزمنه بولي خو دی د یاده باسي چې هغه اورونه کوم چې ده او د ده نورو ګوډاګیو ملګرو بل کړي هغه به هیڅ کله هم د جګړې د له منځه تلو لپاره لاره هواره نه کړي. دوی بلکل د پښتنو جګړه هم تروریزم ګڼي سره له دې چې دوی پوهېږي یو ډېر شمېر پښتانه د خپلو آزادیو او حقوقو لپاره جنګېږي. په یوه هېواد کې چې د یوه ډېرګي قوم ژورنالیست ته ژورنالیست، غړي ته یې غړی، مشر ته یې مشر او ویاړ ته یې ویاړ ونه ویل شي نو هغه هېواد به څه د هغوی هېواد وي.
د سپنتا دغه سپین سترګي چې ګورم نو په پښتنو چارواکو مې سخته غصه راشي، چې تاسو د پښتنو حقوق د مليتوب لپاره په نورو وخوړل خو ښاغلی سپنتا بیا تاسو حاکم ظالم قوم بولي.
که د افغانستان حکومت په ريښتیني توګه غواړي جګړه له منځه لاړه شي نو باید دغه شان د ګوتو په شمار ګوډاګیو ته چې ځان ته له قوانینو او اصولو تعریفونه لري له دندې لرې او په اشد مجازات د یې محکوم کړي. تر څو په هېواد کې د وروڼو قومونو تر منځ د ورورۍ فضا حاکمه او د بېلتون دېوالونه ونړول شي.
سره له دې چې زموږ غوښتنې هیڅ ارزښت نه لري خو بیا هم، له ولسمشر او نورو اغیزمنو شخصیتونو غواړم ترڅو د وحیدي په خوشې کېدو کې دې ژرترژره اقدام وکړي او نه دي پرېږي چې په دغه شان زموږ کادرونه له هېواده زړه توري شي. که چېرې د هغه په خوشې کېدو کې هلې ځلې ونشي دا دې هم لرې نه ګڼي چې دغه څو د ګوتو په شمار ملي ژورنالیست به هم خپل قلمونه ګوذار کړي.
په درنښت