کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پر سرنوشت د ړانده تعصب او تورو عقدو ګوزار

پر سرنوشت د ړانده تعصب او تورو عقدو ګوزار

پر  سرنوشت د ړانده تعصب او تورو عقدو ګوزار
پرون د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدير اسدالله وحيدي د اطلاعاتو او كلتور وزارت په سپارښتنه د لويې څارنوالۍ لخوا په دې ګناه توقيف شو چې ولې يې يو ريښتي راپور خپور كړى دى.
اسدالله وحيدي د سرنوشت ورځپاڼې په يوه وروستۍ ګڼه كې د ملي امنيت شورا د مشاور ډاكتر رنګين دادفر سپنتا د ورور په اړه يو خبر خپور كړى و، چې وسله واله ډله يې جوړه كړې ده.
سپنتا چې ځان د ولسواكۍ او بيان د آزادۍ علمبردار بولي چې كله كله په يوه محدوده جغرافيا كې ځان محدود نه بولي، دلته دومره وړوكى شوى چې د خپل ورور په باب د يوه خبر خپراوى او له هغه سره د خپل نوم خپراوى نشي زغملاى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته لويې څارنوالۍ ته د يوه داسې ژورناليست پر خلاف اقدام كړى چې د خپل ولس او خپل مسلك په وړاندې يې خپل رسالت او مسووليت ترسره كړى دى.
عجيبه داده، چې د هيواد په رسنيو كې هره ورځ د هيواد پر ولسمشر د كنځلو تر بريده نيوكې اواعتراضونه كيږي، د اصولو پر خلاف د هيواد پر وياړونو اوافتخاراتو ملنډې وهل كيږي، د اساسي قانون سپكاوى كيږي، پر ملت كاذب شخصيتونه د رهبرانو په نامه تپل كيږي اطلاعاتو او كلتور وزارت چې ددې ټولو كړنو په اړه مسووليت لري چوپه خوله دى خو د يوې ورځپاڼې مسوول مدير يوازې پردې لويې څارنوالۍ ته ور معرفي كوي چې ولې يې په يوه خبر كې چې د سپنتا د ورور وحيد طاهري د وسله والې ډلې په باب او پخپله د سپنتا نوم راوړى دى!
آيا دا له ورايه د ړانده تعصب او تورو عقدو بيلګه نه ده؟ آيا له ورايه نه ښكاري چې دا وحيدي ته هسې يوه پلمه ده، اصلا هدف ((سرنوشت)) ته ګواښ دى، آيا په يوه ولسواك نظام كې له يوه قلموال او ژورناليست سره داسې عمل پخپله پر ولسواكۍ، د بيان آزادۍ او بشري كرامت ملنډې نه دي؟
آيا دا د ديموكراسۍ په نامه د يوې ناولې مافيا كړۍ نه دي چې سره تړل شوې. بيله دې چې د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدير د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيزو سرغړونو د ارزونو كميسيون ور وغواړي د خبر وضاحت او سپيناوى ترې وغواړي نيغ لويې څارنوالۍ ته او له هغه ځايه توقيف ته د نوموړي استول د هيواد د اساسي قانون او د رسنيو له قانون څخه ستره سرغړونه او  پر قانون او اصولو ملنډې وهل دي.
كه ديموكراسي داسې وي نو لعنت دې په داسې ديموكراسي وي، كه سپنتا او رهين فكر كوي چې ويښ شوي وجدانونه او پاريدلي ايمانونه به په داسې منفي حربو مات كړي لويه اشتباه كوي، اصلا دغه ګام د وحيدي توقيف كيدل نه دي د سپنتا او رهين له څېرو نه كاذب نقابونه لويدل دي.
وحيدي او سرنوشت دواړه وځليدل، انشاء الله د وحيدي قلم به نور هم د خپل مظلوم او د كاذبو شعارونو ځپلي ولس د خاينو څېرو په رسوا كولو كې لا ګړندى او اغيزمن وي او سرنوشت به د هيواد د ملي او ديني ارزښتونو د دفاع مورچل او د پرديو او پردي پالو د توطيو او كړو وړو د افشا او رسوايۍ دريځ وي.
ان شاء الله