پاکستاني چارواکو ويلي چې دافغانستان له لارې هند ددغه هيواد پرضد ورنکاري عملونه ترسره کوي .
په ورته وخت کې دسولې عالي شورا پاکستاني چارواکوته ډاډورکړئ چې دافغانستان خاوره به دهغه هيوادپروړاندې ونه کارول شي.
دپاکستان څخه دسولې عالي شورادپلاوي بيرته هيوادته دراستنېدو وروسته دغه پلاوى وايي چې پاکستان دوسلوالو طالبانوسره دخبرواتروبه برخه کې همکارۍ ته چمتو دى.
که څه هم تل ټېنګار شوى چې دافغانستان په ناامنيوکې ګاونډي هيوادونه په تېره بيا ايران او پاکستان لاس لري،او دترهګرو ملاتړ کوي ،خو دسولې عالي شوراد دولت له وسلوالومخالفينوسره دخبرو اتروپه برخه کې جدي ښکاري.
ديادونې وړده چې دسولې عالي شوراپه پام کې لري چې په هيوادکې دسولې دراوستولپاره ايران ،مصر سعودي عربستان اوترکې ته سفروکړي.