کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګى بريد کوونکى ووژل شو

کندهار: ځانمرګى بريد کوونکى ووژل شو

په نوموړي ولايت کې دميوند دڅلور سوه څلورم زون قومندان وايي دغه پيښه د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د دغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه چې له امله يې دوه پوليس او يوملکي وګړى وژل شوي .
ويل کيږي بريدکوونکى په يو موټر کې سپور وو چې دپوليسو لخوا د دريدو پرمهال يې ځان ته چاودنه ورکړه .
ديوبل خبر له مخې دنوموري ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې يوځانمرګى بريدکوونکى مخکې له دې چې خپلې موخې ته ورسيږي ووژل شو.
په ورته وخت کې امنيتي مسولينو ويلي چې دنوموړي ولايت پوليسو دکندهارښارپه دويمه ناحيه کې دوه بورۍ چاديدونکي توکي کشف او شنډکړل.