کور / تازه خبرونه / امريکا له خليج هيوادونو پر اېران د فشار غوښتنه وکړه

امريکا له خليج هيوادونو پر اېران د فشار غوښتنه وکړه

دامريکا متحده ايالاتونو دبهرنيوچارو وزيره په ايران دخليج هيوادونو دفشارونو غوښتونکي شوه .
ميرمن کلنټن عربي متحده اماراتو ته په خپل سفر کې ټينګار کاوه چې ايران پراټومي پروګرامونو دي نړيوال فشارونه دوام ولري .
ميرمن کلنټن دايران اټومي پروګرامونو ته په اشاري سره ټينګار کاوه چې ددغه هيواد اټومي پروګرامونو ديوې جدي انديښني په توګه پاتي دي .
دهيلري کلنټن دغه ويناوي په داسې حال کې کيږي چې ټاکل شوي دايران اوپنځه جمعه يو هيوادونو ترمنځ اټومي خبري اتري درواني مياشتي په وروستۍ کې په ترکي کې ترسره شي .