د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي د يوه ځانمرګي بريد له امله دوه پوليس او يو ولسي وګړى يې وژلي دي.
د کندهار محلي چارواکي وايي بريدکوونکي د پوليسو پر ګزمه باندي په حمله کي له کرولا موټر څخه کار اخيستئ دئ.
بايد وويل سي چي د تيري جمعې په ورځ هم په بولدک ولسوالي کي د سرحدي پوليسو پر يوه قومندان ځانمرګى بريد سوئ وو، چي د قومندان رمضان په ګډون يې ١٣ تنه مړه او د دوو پوليسو په ګډون ١٣ کسان ټپيان کړي ول.