کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٣ ټنو نشيي توکو د نيولوخبر ورکړل سو

هلمند : د ٣ ټنو نشيي توکو د نيولوخبر ورکړل سو

د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي چي د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري په هلمند ولايت کي ترسره سول په پايله کي يې د خبرپاڼي په حواله درې ټنه نشيي توکي نيول سوي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد توکي يې د يو شمېر استخباراتي کړيو پر بنسټ نيولي . په خبرپاڼه کي همدا ډول راغلي چي د دې توکو د نيولو په درشل کي نښته هم رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې دوه وسله وال وژل سوي .