دغه ودانۍ د لښكرگاه ښار دمختار دسيمي دروغتيايي مركزاړوند ده چي د تېرو شپږو مياشتو په اوږدوكي دانگلستان هيواد دنړيوالۍ پرمختيايي ادارې دخوا۲۷۰زره امريكايي ډالرو په لگښت جوړه او هلمند والي محمدگلاب منگل او نورو مسؤلينو دخوا دپټۍ په پرېكولوسره گټي اخيستني ته وړاندي سوه.
ياده ودانۍ ۱۸خوني لري په يوه پوړ كي جوړه سوې چي د دې ترڅنگ د ساتونكو خونه او مجهز تشنابونه هم پكښي جوړسوي دي.
په دې روغتيايي مركزكي به د دې سيمي د اوسيدونكو دعادي ناروغيو ترڅنگ دبيړنيوناروغيو درملنه هم كيږي او۱۴روغتيايي كاركوونكي به پكښي كاركوي.