کور / تازه خبرونه / سوماليا: پر فټبال بنديز ولګېدئ

سوماليا: پر فټبال بنديز ولګېدئ

د سوماليا د حکومت وسله والي مخالفي ډلي الشباب په دغه هيواد کي د فټبال پر لوبه بنديز لګولى دئ.
الشباب ډلي ويلي چي فټبال د لوېديځو هيوادونو لوبه ده او مسلمانان بايد د دوى تقليد ونکړي.
د فټبال لوبه د نورو افريقايي هيوادونو په څېر سوماليا کي هم عامه ده، خو د فټبال ځوانو لوبغاړو ويلي چي د الشباب تر بنديز وروسته يې ډلي ګډي وډي سوي دي.
الشباب سخت دريځه ډله د سلفي نظريې پيروان دي، د تصوف ضد دي او څو مياشتي دمخه يې په دې هيواد کي د ځينو مشهورو کسانو هډوکي په دې پلمه له قبرونو را وايستل چي ګنې خلګ يې عبادت کوي.
ياده سوې ډله د سوماليا د حکومت خلاف وسله واله مبارزه کوي او ويل کېږي چي د القاعدې شبکې سره تړلې ده.