کور / راپور / اقتصاد : فېس بوک ۳۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې ده

اقتصاد : فېس بوک ۳۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې ده

د تازه نشر سوو راپورو له مخي د فېس بوک ټولنیزه ویبپاڼي د ۲۰۱۰ زېږدیز کال په لومړیو نهو میاشتو کي ۳۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې ده .

راپورونه زیاتوي، چي فېس بوک د ګوګل او مایکروسافټ په څېر په لنډه موده کښي ډېر پرمختګ کړئ او په اړه یې د راتلونکو کلونو د ګټي اټکل ډېر لوړ بلل سوئ دئ . اوسمهال د فېس بوک ویبپاڼي ارزښت ۵۰ میلیارډه (= ۳۸،۶ میلیارډه یورو) او د ګوګل ارزښت ۲۰۰ میلیارډه ښودل سوئ دئ .

د فېس بوک ویبپاڼي بنسټ په ۲۰۰۴ ز کال کي کښېښودل سو، چي اوسمهال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه وګړي یوه پاڼه پکښي لري .


د فېس بوک د بنسټ ايښودونکي په اړه :

“مارک ایللیوټ زوکربرګ” په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کي د مۍ په ۱۴-مه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په “وایټ پلېنز” کي زېږېدلئ دئ . نوموړي د هروارډ په پوهنتون کښي زده کړي کړي دي . د زده کړو پر مهال یې د دریو نورو محصلینو سره یو ځای په ۲۰۰۴ز کال کي د “ټولنیز نیټورکینګ-سایټ فېس بوک” بنسټ کښېښود.

په ۲۰۱۰ز کال کي مارک زوکربرګ د امریکا د متحده ایالاتو د شتمنو خلګو د “فوربس” په لیست کي پنځه دېرشم شتمن کس وو. د نوموړي شتمني ۶،۹ میلیارډه ډالرو ته رسیږي .
همداراز د یادوني وړ ده چي په روان کال کي (د سوشیل نیټورک) په نوم یو فلم جوړ سوئ او بازار ته راوتلئ دئ . دغه فلم د مارک زوکربرګ او د فېس بوک د رامنځته کېدو په اړه دئ .



د فېس بوک ویبپاڼي بنسټ ایښودونکی “مارک ایللیوټ زوکربرګ”