ولسمشرحامدکرزي دکندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې دجمعې دورځې ځانمرګى بريدپه کلکه غندلى دى.
دولسمشرۍ ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرحامدکرزى ددغې ترهګريز بريد په غندلو سره خبردارى ورکوي چې ددغې بريدترسره کونکي دې ډاډه اوسي چې ددغې غيرې انساني بريدپه کولوسره پرته له دې چې ديوشمېر بې ګناه مسلمانانو وينې توې کړي خو خپلو موخو ته به ونه رسېږي
دياده ونې وړده چې دجمعې په ورځ دکندهار دسپين بولدک ولسوالۍ په يوه حمام کې ديوه ځانمرګي بريدپه ترڅ کې ديوه سرحدي پوليس په ګډون اولس تنه ووژل شول اوڅلورويش نورسخت ژوبل شول.