کور / تازه خبرونه / عمر البشير: د سوډان جنوبي برخې به بې ثباته شي

عمر البشير: د سوډان جنوبي برخې به بې ثباته شي

دسوډان ولسمشرعمرالبشير خبردارى ورکړى چې ددغه هيواددسوېل يوه برخه له خپلواکه کېدوورسته به له بې ثباتۍ سره مخ شي.
نوموړي همداراز ويلي چې دسوډان سوېل برخه د نولس سوه نهه نوي کال راپه دې خواپه جنګ جګړوکې ښکېل دى او ديوه خپلواک حکومت داداره کولولپاره کافي تجربه نه لري.
ټاکل شوې څو دسوېلي سوډان له خلکو څخه له شمالي سوډان څخه دجلاکېدوپه موخه سبايوه ټول پوښتنه ترسره شي ، اوداسې انګيرل کيږي چې ډېرى خلک به دغې ټول پوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.