دټاکنيزو شکايتونوکميسون خبردارى ورکوي چې دټاکنو دځانګړي محکمې په ګډون هيڅ يوه اداره ددي واک نه لري چې دولسي جرګې دټاکنو په وروستيو پايلوکې بدلون راولي .
دغه کميسون زياتوي کيداى شي دټاکنوځآنګړي محکمه دځينوډلو دزور اچونې له امله جوړه شوي وي څو دټاکنو په چارو کې لاس وهنه وکړي .
نوموړى کميسون وايي په ټاکنو کې لاس وهونکې ډلي به ډير ژر په ډاګه کړي .
دنوموړي کميسون وياند په وينا په ټاکنوکې هغه کسانو چې په درغليو يې لاس پوري کړى ددغه کميسون له لوري يې درغلۍ څيړل شوي دي او بل هيڅوک حق نه لري چې دغه دوسيي وڅيړي .