کور / تازه خبرونه / په سمنګان او بغلان کې ترافيکو پېښو مرګ ژوبله واړوله

په سمنګان او بغلان کې ترافيکو پېښو مرګ ژوبله واړوله

په سمنګان اوبغلان ولايتونو کې د دوو ترافيکي پيښو له امله اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.
دهيواد په شمال کې دپامير دري سوه دريم زون وياند دپيښې پخلى کوي او وايي يادې شوې پيښې دموټر چلوونکو دبې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوي .
نوموړى زياتوي د دغه ترافيکي پيښو له امله دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي .
په ورته وخت کې په کندوز ولايت کې هم ديوې ترافيکي پيښې له امله يوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
دنوموړي ولايت دوالي وياند وايي دغه پيښه دکندوز په سيداباد ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې دوه موټرونه له يوبل سره وجنګيده .
هغه وايي په دغه پيښه کې پنځه تنه وژل شوي اوشپږ نورټپيان شوي .