په روان کال کې په افغانستان کې د سولې د عالي شورا په نوم یو ارګان جوړشو، چې مشري یې د افغانستان یو پخوانی جهادي رهبر او ددغه هېواد د ټولو کورنیو جګړو د یوه مهم لوري مشر، برهان الدین رباني کوي او ټولټال ۶۸ غړي لري.
افغان دولت ددغه شورا د جوړیدو موخه د طالبانو او دانینرګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په شمول په دغه هېواد کې د میشتو بهرنیو عسکرو او افغان دولت له مخالفینو سره سولې او روغې جوړې ته لارې برابریدل اعلان کړي وو.
که څه هم چې ددغه شورا دجوړیدو په اړه په هماغه لومړیو کې د یوشمېر شنونکواو د افغانستان د ولس له خواشک څرګند شو .
یو شک خو داو او دی چې آیا بهرني عسکر په ځانګړې توګه امریکا غواړي چې له طالبانو او حزب اسلامی سره روغه جوړه وکړي چې له دوی سره په جګړه لګیادي او آیا افغان دولت او یا ددغه دولت په لاس جوړه شوې د سوې عالي شورا په نوم کوم ارګان کولای شي چې د امریکا له خوښې پرته له دغو ډلو سره
روغه جوړه وکړي؟
سربېره پردې داسې پوښتنې را ولاړې شوې چې په دغه شورا کې ډېری شامل غړي او په ځانګړې توګه مشر یې برهان الدین رباني چې د افغانستان په ټولو کورنیو جګړو کې د یوه مهم اړخ مشر په توګه پاتې شوی دی، اوس به څنګه وکولای شي چې له خپلو پخوانیو مخالفینو سره چې د بهرنیو عسکرو پر مټ تر
ډېره ځپل شوي هم دي، رښتینې روغې جوړې ته زړه ښه کړي.
اوس د تېرې سه شنبې په ورځ د برهان الدین رباني په مشرۍ ددغه شورا یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته یې د پاکستان له ولسمشر، آصف علي زرداري او د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په شمول ددغه هېواد له چارواکوسره خبرې اترې وکړې.
ددغه شورا پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، خو په رسنیو کې پاکستان ته دنوموړې شورا ددغه پلاوي د سفر اصلي موخه له ترهګرۍ سره مبارزه اعلان شوه.
ددغه شورا یوه مرستیال عطاء الله لودين په کابل کې رسنیو ته په یوه خبري ناسته کې وویل چې پاکستان ته د برهان الدین رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا د پلاوي اصلي موخه له ترهګرۍ سره مبارزه ده.
که څه هم چې ښاغلي لودين ددې سفر موخه له طالبانو سره دسولې او روغې جوړې لپاره د پاکستان د دولت ملاتړ تر لاسه کول هم ښودلي دي خو دا خبره چې له ترهګرۍ سره مبارزه یې اصلي موخه ده د غور او جاجونې وړده ځکه دا د جګړې د دوام معنالري.
دا په داسې حال کې ده چې دسولې کلیمه له جګړې سره په تضاد کې ده او د سولې شورا، هغه هم داسې شورا چې د یوه دولت له خوا جوړه شوې وي، نو که هغه د جګړې خبره کوي بیا نو ددولت د امنیتي ارګانونو او دغې شورا توپیر په څه کې شو؟ او که چېرې د سولې د شورا او امنیتي یا پوځي ارګان توپير نه
وي نو دغه شورا هیڅ معنا نه لري او ښه به داوي چې افغان دولت دې شورا ته هم د خپلو نورو امنیتي ارګانونو په شان یو داسې نوم غوره کړي چې له کړچار سره یې وښايي.
نو اوس ددې شورا په اړه هغه شک لا زیاتېږي چې ویل کېږي دغه شورا د سولې په موخه نه بلکې د عامه افکارو د غولولو په موخه جوړه شوې ده چې د کرزي په مشرۍ د کابل ددولت هغه نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې پټې کړي چې د بهرنیو عسکرو په ځانګړې توګه امریکايانو له اجازې پرته هیڅ نه شي کولای.
نو که چېرې افغان دولت په رښتیا هم له طالبانو او یا خپلو نورو مخالفینولکه حزب اسلامی سره د زړه له کومې سوله او روغه جوړه غواړي نو لومړی دې د خپل ځان توان وجاجوي چې آیا دوی ددې وس او واک لري چې د امریکایانو له اجازې پرته له چاسره سوله وکړي، او له دې پرته به دداډول شورا یا شوراګانو جوړیدل نه
یوازې عمومي افکار دوکه نه شي کړای، بلکې پر اوسني دولت به یې لا نور هم بې باوره کړي.