کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا د سولي عالي شورا پلاوی به له پاکستانه ډک لاس راستنه سي ؟

ايا د سولي عالي شورا پلاوی به له پاکستانه ډک لاس راستنه سي ؟

دا چې تيرو غميزو زمونږ هيواد له ډيرو سختو كړكيچونو او ستونزو سره مخامخ كړى، يو لوى او ستر لامل يې زمونږ په هيواد كې د ځينو بهرنيو په تيره  د ګاونديو هيوادونو لخوا په ښكاره توګه نا امنيو ته لمن وهل وو ، او د جګړو په دوام سره يې زمونږ د خلكو سولې او سوله ييز ژوند ته نه هيريدونكي زيانونه ورسول . جګړه او تاوتريخوالى د هر چا د كور ميلمه شو په ټولنه كې يې لويه بې باوري او ګډوډي راپيدا كړه ، هر چا هر چا ته د شك په سترګو ګتل او د سولې پاكه او ښايسته لمن ورځ په ورځ له ټوليدو سره مخ شوه . دا چې زمونږ د هيواد با شهامته ولس تل د سولې د ټنګښت لپاره نه ستړكيدونكي هلي ځلي تر سره كړيدي او تل يې له سولې سره مينه ښودلي ده ، په سيمه او په خپل هيواد كې د يوې تل پاتي سولې هيله مند دي . خو زمونږ د هيواد دښمنان په دې لټه كې دي تر څو څه ډول زمونږ په هيواد كې د جګړي اور تازه وساتي . همدا دښمنان دي چې د افغانانو د مرګ او ژوبلي ننداره كوي او د يوې ورځى نه بلې ورځى ته د جګړي د لا پراختيا لپاره خپلو شومو  موخو ته پراختيا وركوي، د دي لپاره چې د دښمنانو دغه شوم ارمان پاي ته رسيدلى نه وي  او په خپلو ناوړو موخو كې بريالي نشي، افغانانو وپتيله چې په خپلو كې سره ستونزمني غوټي راوسپړي او د زړونو درد سره  شريك كړي . او په هيواد كې د سراسري سولي د ټنګښت لپاره هلي ځلي تر سره كړي، څو له هري لارې چې كيږي زمونږ په جګړه ځپلي هيواد كې د سولي لمر په ځليدو پيل وكړي.
چې د دغې الهي پيرزويني په رڼا كې د افغانستان د اسلامي دولت مشرتابه د هيواد د روانو ستونزو او د دولت پر وړاندې د وسلوالو مخالفينو د جګړه ييزو كړنو د پاى ته رسولو لپاره او په هيواد كې د يو تل پاتي امنيت د تنګښت په موخه د افغان وياړلي ملت له غوښتنو سره سم په وار وار سره پر وسله والو مخالفينو غږ كړى او دوي ته يې د سولې او ملى روغي جوړي بلنه وركړي. او په دغه لاره كې يې خپل سولييز دريځ روښانه كړى چې، ښې او روښانه بيلګې د يادولو لپاره هم لري، لومړى دا چې د افغانستان دولت له لورى د ملي پخلايني يو با صلاحيت كميسيون د جهادي او ملي شخصيت  ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړ تر څو د دولت مخالفين د ياد شوي كميسيون په رڼا كې له مخالفت څخه لاس واخلي او د افغانستان له اسلامي دولت سره يو ځاي شي، بل دا چې د روان كال په بهير كې  د هيواد له ميشته ټولو قومونو او پرګنو څخه د سولې ملي مشورتي جرګه جوړه، او  وروسته د نوموړى شورا په رڼا كې د سولې عالي شورا د هيواد له مخورو، ملي اوجهادي شخصيتونو، علماو او د مدني ټولني استازو په ګدون جوړه او موخه يې د ملي پخلايني د بهير پرمخ وړل او ګړندى كول دي. چې له نيكه مرغه نوموړى شورا د هيواد له ميشتو قومونو او مشرانو سره د خبرو اترو لپاره  د خپلو  ولايتي سفرونه تر څنګ دا دى د پروفسيور برهان الدين رباني په مشرۍ يو پنځلس كسيز هئيت د سه شنبه په ورځ  د پاكستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني په بلنه  نوموړى هيواد  ته روان شول، ترڅو د پاكستان له دولت سره په ګډه د دواړو هيوادونو په مرسته اوزيار سره په سيمه كې د شته ستونزو او د دواړو هيوادونو له مخالفينو سره د مذاكري  لپاره د حل لارې  چاري ولټوي دا ځكه چې نن ورځ د پاكستان او افغانستان مظلوم ولس د تروريزم په اور كې سوځيږي او دواړه هيوادونه يې د ترهګريز كړنو په پايله كې له بې ثباتې  سره مخ كړي دي.
دا چې د سولې عالي شورا د مشرتابه هئيت دغه سفر او د پاكستان له چارواكو سره خبري اتري او په سيمه كې د سولې او ثبات د تنګښت لپاره به څه پايلي له ځانه سره ولري دا به  وروسته جوته شي، دا ځكه چې تر اوسه پورې په دغه اړه د پاكستان او افغانستان حكومتونو تر څنګ د نړۍ اكثرو هيوادونو د پاكستان له حكومت سره ليدلي دي، خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې په دغه لاره كې په ريښتيني توګه د پاكستان حكومت عمل ندى كړى. چې له دې كبله د افغانستان سر بيره د نړۍ زياتره هيوادونه د پاكستان پر وړاندې په سيمه كې د سولې او ثبات په ټنګښت كې بې باوره دي او په وار وار سره يې د سيمي او نړۍ پر وړاندې دوه مخى سياست لوبولى. خو سره له دې هم پكار ده چې د پاكستان چارواكي په دواړو هيوادونو كې د لا ښي سولې او ثبات د تنګښت لپاره له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونكړي او په دغه لاره كې غښتلي ګامونه پورته او نور د دواړو هيوادونو مظلوم ولس د تروريزم له شر او تهديد څخه وژغوري.
كه چيرته په افغانستان او سيمه كې روان بهير ته وكتل شي نو دا به څرګنده شي چې جګړه هغه بې مفهومه او بې معنا څيز دى، چې د ټولو ناخوالو او نا امنيو لامل په سيمه او په تيره بيا په افغانستان او پاكستان كې د همدغو ترهګرو ډلو شتون ده چې نن يې زمونږ هيوادونه او ولسونه له ډيرو سختو ستونزو سره لاس او ګريوان كړي دي، نو دغو ناخوالو او ستونزو ته په ګتو سره هيله مند يو چې دا ځل د پاكستان حكومت چارواكي د زړه له اخلاصه او په صداقت سره  د افغانستان د سولې له عالې شورا سره شته ستونزو لپاره هر اړخيزې لاري چاري ولټوي، ترڅو نور د تروريزم لمن له سيمي څخه په ټوليدو شي. دا ځكه چې نړۍ او بيا په تيره د دغو دواړو هيوادونو ولسونه هم سترګي په لاره دي چې د افغانستان او پاكستان تر منځ به دغه د سولې خبري اتري د سيمي او نړۍ لپاره څومره اخيزمني او ښي پايلي له ځانه سره ولري.
اوس په كار ده چې په سيمه كې شته ستونزو ته په ګتني سره د پاكستان حكومت د دواړو هيوادونو د ولسونو پر وړاندې په ريښتيني توګه دا ځل خپل مسووليت او د دغو دواړو هيوادونو د ولسونو هيله او آرمان  چې په سيمه كې يو تل پاتي سوله او ثبات دى تر سره كړي او نور دغو ناخوالو، بدبختيو او برباديو ته د پاي ټكي كيښودل شي او د دواړو هيوادونو ولسونه په يوه سوليزه فضا كې ژوند وكړي.