په کندهار ولايت کې دماين په يوه چاودنه کې څلوروسلوال طالبان ووژل شول.
دکندهار ولايت دوالي وياند دپېښې دپخلي ترڅنګ وايي چې دغه پېښه دنوموړي ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه،چې ددولت وسلوالو مخالفينو په ياده ولسوالۍ کې ديوه ماين دځاى پرځاى کولو په حال کې وو.
نوموړى زياتوي په دغه چاودنه کې يوازې خپله ماين ايښودونکې وژل شوي او بل چاته په کې کوم زيان ندى اوښتى .