کور / تازه خبرونه / د سولې شورا د دولت مخالفينو ته ليکونه لېږلي

د سولې شورا د دولت مخالفينو ته ليکونه لېږلي

پاکستان ته دسولې دعالي شورادسفر څخه دمخه ددغې شورا له خوا د دولت وسلوالو مخالفينو دمشرانوپه نامه ليکونه استول شوي دي.
ددغې شورا چارواکي وايي که چېرې دپاکستان دولت دوسلوالو طالبانوله مشر ملامحمدعمر اودحزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار سره ددوى دلېدوزمينه برابره کړي نوله هغوى سره به له نږدي هم وګوري.
داپه داسې حال کې ده چې دبرهان الدين رباني په مشرۍ دسولې دعالي شوراپنځلس کسيزه ډله دسې شنبې په ورځ داسلام اباد پر لور روانه شوه.