په کندزو ولايت کې څلورو وسلوالوطالبانوله جنګ جګړو څخه لاس واخېست اودسولې له روان بهير سره يوځاى شول.
په شمال کې دپاميرد درې سوه دريم زون قومندان وياندلعل محمداحمدزى وايي چې يادشوي کسان دنوموړي ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې له خپلو وسلو سره يوځاى دسولې له روان بهير سره يوځاى شول.
ديوبل خبرله مخې دپامير د درې سوه دريم زون قومندانۍ ويانددکندوزولايت له بېلابېلو سيمو څخه دافغان امنيتي ځواکونودعملياتوپه پايله کې ديوشمېر وسلوالوطالبانودله منځه وړلوخبرورکوي.