دکندهار په ولايت کې دخصوصي شرکتونوڅخه دوه اوياسپکه اودرنه وسله راټوله اود ډاياک پروګرام ته وسپارل شوه .
دکندهار ولايت دامنيي قومندان وايي ډير ژر به نوره وسله هم راټوله او په دي ولايت کې به يې د ډياک پروګرام ته وسپارل شي .
په ورته وخت کې په نوموړي ولايت کې د ډياک پروسې مشر وايي تراوسه پوري په کندهار ولايت کې دخصوصي امنيتي شرکتونو څخه شپږ سوه پنځلس ميله سپکه او درنه وسله راټوله شوي او دنوموړي ولايت دامنيي قومندانۍ له لوري دوي ته ورکړل شوي .
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولايت کې دمګړۍ اوس هم دوه ويشت امنيتي شرکتونه د ډياک له پروسې څخه پاتي دي چې امنيي قومندان وايي ډير ژر به له هغوي هم وسلي راټولي او د ډياک پروګرام ته به يې وسپاري .