دبرهان الدين رباني په مشرۍ دسولي دعالي شورا پلاوى تيره ورځ دپاکستان مرکز اسلام اباد ته ورسيده .
دغه پلاوي دچهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې په اسلام اباد کې ديوشميرافغان کډوالو اومحصلينو سره ليده کاته کړي .
کډوالو اومحصلينو دسولي عالي شورا ته دخپلو ستونزو دوړاندي کولو ترڅنګ غوښتنه کړي چې د دوي استازو ته هم دسولي په عالي شورا کې برخه ورکړل شي .
دسولي عالي شورا پلاوي هم له دغه کسانو سره ژمنه وکړه چې د دوي ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شريکي کړي .
په ورته وخت کې دغه پلاوي دچهارشنبې په ورځ وروسته له غرمې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره دتړلو دروازو ترشا خبري اتري وکړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه