د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ کې د يوه چاودنې په پايله کې يو تن مړ او يوولس نور ټپيان شويدي .
د يعقوبيو ولسوال لطف الله بابکرخيل وويل چي چاودنه د زمبر په سيمه کې رامنځته شويده او ټپي شوي کسان ټول ملکي وګړي دي ده زياته کړه چاودنه د ريموټ کنترول په واسطه رامنځ ته شويده او د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ده
د ده په وينا چاودنه دخلکو او وطن دښمانانولخوا رامنځ ته شويده
خو تر اوسه ددې پيښې پړا چا پر غاړه نده اخستي .