کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مخدره توكي د ټولنې په وړاندې ګواښ

مخدره توكي د ټولنې په وړاندې ګواښ

مخدره توكي هغه ستره او دردوونكې غميزه ده ، چې په دې وروستيو كلونو كې يې زموږ د هيوادوالو په تيره بيا ځوانانو لمن نيولې .
دغې ستونزې د هيواد بيلابيلې سيمې تر خپل اغيز لاندې نيولې او په ډيرى ولايتونو كې يې كر او كښت په يوه دود بدل شوى ، چې د نورو زراعتي توكو پر ځاى د ښې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه يې بزګران كرلوته زړه ښه كوي ، چې بيا له دې كبله چې دهغو سيمو استوګن يې په روزلو او ټولولو كې لګياوي ، نو له همدې كبله ډيرى دغه وګړي پرې روږدي كيږي . دوه كاله مخكې كومه سروې يا څيړنه ، چې سرته رسيدلې وه په كې په ټول هيواد كې د روږدو كسانو شمير د يو ، يو نيم مليون كسانو په شاوخواكې ښودل شوى و ،خو په دې وروستيو كې ويل كيږي ، چې دغه شمير د دوو مليونو په شاوخواكې زيات شوى ، چې واقعا د انديښنې وړ خبره ده او كه دغه پراخوالى همداسې دوام ومومي ، نو لرې به نه وي چې دغه در به دره ملت به په يوه مريض ملت بدل شي ، چې د نورو بدمرغيو تر څنګ به يې دا پيټى هم په اوږو وي. مخدره مواد چې نن سبا يې معتادان مخ پر زياتېدو دي او په پراخه پيمانه يې كرنه او استعمال دوام لري، زموږ دټولنې ډېرى تنكي ځوانان ياخو دهېواد په داخل كې اويا هم د مهاجرت او مسافرت په دوران كې په ايران او پاكستان كې پرې معتاد شوي، چې نه يوازې خپل ژوند او راتلونكى يې پرې خراب كړى بلكې ټولنه او ولس يې هم متضرر كړى دى. د مخدره موادو په ډله كې ترياك او دهغه څخه جوړ شوي نور مواد لكه كوكايين، هيرويين اوهمداراز چرس، الكولي مشروبات او نور هم شامل دي.
. د مخدره توكو كر ، كيله او په هغو باندې زموږ د هيواد والو اخته كيدل اوس په يوه هميشنۍ او نه حليدونكې ستونزې اوښتې . په دغه وژونكي ښامار د اخته كيدو بيلابيل عوامل شته ، چې تر ټولو مهم او اساسي يې له څه د پاسه دريو لسيزو را پديخوا په هيواد كې روانه تپل شوې جګړه ده ، چې د ټولو بد مرغيو زيږنده ده له بلې خوا اقتصادي ستونزې ، كورنۍ او ټولنيزې ناخوالې هغه څه دي ، چې زموږ هيوادوال خويندې او وروڼه اوپه تيره بيا ځوانان يې دې ته اړكړي ، چې دغه وژونكې بلا ته پناه وروړي .
په هيواد كې د مخدره توكو د كركيلي، قاچاق او خپريدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده ،ان تر دې ،چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي هم د مخدره توكو په قاچاق كې د لاس په لرلو تورن دي.
د دغه كور وراني ښامار په وړاندې د مبارزې په خاطر بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپريدو په مخنيوي كې ډيره هڅه او هاند وشي.
خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم، چې غواړي زموږ بې وزلي او مظلوم هيواد وال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.
د روږدي كسانو د تداوي په خاطر دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.
كه څه هم د اړوندو مسوولينو په وينا ، چې د هيواد شل ولايتونه د دغو توكو له كر څخه پاك اعلان شوي او يو شمير د علاج مركزونه هم شته، خو د معتادينو د شمير په پرتله ډير لږ دي. دغه ستونزه نه يوازې په هيواد، بلكې په نړيواله كچه لمن پراخوي او د افغانانو لپاره يو زړه بوږنوونكى مصيبت ګڼل كيږي.
نو بالاخره د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو،چې نن سبا د دغه ناوړه بوټي د كر او قاچاق له كبله زموږ هيواد په نړۍ كې د دغه شرموونكي بوټي د لومړۍ درجې توليدوونكي په حيث پيژندل شوى او هيوادوال مو هم په بهر نړۍ كې د قاچاقبرو په هويت پيژندل كيږي ، افغان دولت ته اړينه ده ، چې د دغې ناوړه پديدې په وړاندې جدي مبارزه وكړي او داسې يوه كړنلاره ورته خپله كړي ، چې له بيخه او بوټيه يې ريښې وچې او له منځه يوسي.