کور / شعر / غزل

غزل

تېريږي مې په هوش کې د خيلاتو زنده ګي
په عشق کې ښکلوم د مخلوقاتو زنده ګي

خپله ارده مې پرې مضبوده کړه خاونده
له زهرو سره څښلي مې د شاتو زنده ګي

ښار کې د رنګونو منارې راغورځيدلي
په خاورو کې شلېدلي د جذباتو زنده ګي

سا په هديره کې به له لاسه سره نيسو
که لاړه د وجود لـــه امکاناتو زنده ګي

طالبه انسانيت تر دغه حده پورې راغى
راټوله ده په اوښکو کې د زياتو زنده ګي

×××
طالب منګل