د علمی ، سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو ا صطلاحاتو مفاهیم تل د بدلون په حال کې دي او د ځینو اصطلاحاتو لغوی معنی د هغه بشپړه مفهوم افاده کولای نشي.
د یوې علمی اصطلاح د تعریف په هکله هغه وخت ستونزه رامنځ ته کیږي چې هغه سره له یوې خوا ایدیالوژیکه برخورد وشي او د بلې خوا په انسکلوپيدیا ( دائرتالمعارف) او تکست بوک ( تعلیمی کتاب) کې هم یو شان استندرد تعریف ونه لري او یا دهغه تعریف مذهبی بڼه غوره کړي. زموږ په ټولنیز ادبیاتو کې د ملت عربی کلمه ژور او اوږد تاریخی مذهبی معنی لری. د ملت سیاسی کلمه زموږ په معاصرسیاسی ادبیاتو کې د نیشڼ د لاتینې کلمې سره نژدې اړخ لګوي او مفهوم ترې اخستل کیږی.
د افغانستان په سیاسی ، ادبی او مذهبی ادبیاتو کې د ملت کلمه یو شان استعمالیږی بې له دې چې مذهبی مفهوم او سیاسی مفهوم یی سره بیل شي. د مثال په توګه د افغانستان اهل هنود اتباع دملت په مذهبی مفهوم کې شامل نه دی خو د ملت په سیاسی مفهوم کې شامل دی.
ملت یا نیشن هم د هغو ستونزمنو اصطلاحاتو له جملې څخه ده چې دهغه بشپړ او جامع تعریف یی چې د نړۍ د ټولو هیوادونو په ولسونو کې پوره فابل د تطبیق وي په سیاسی ا دبیاتو کې نشته خو د ملت تیوریک تعریف يواځې په یو شمیر اروپایی هیوادونوکې قابل د پلې کیدو دی او په یو شمیر نورو هیوادونوکې تریوه اندازې پورې پلې کیږی ځو په هغو هیوادونو کې چې قومی جوړښتونه یی په منظمه توګه موجود وي د ملت تیوریک تعریف قابل د تطبیق نه ده ځکه چې د ملت جوړونې بهیر د نړی په ټولو هیوادونو کې یوشان وده او تکامل نه کوي. که څه هم د ملت جوړونې پړاونه په ټولو هیوادونو کې لاتر اوسه پورې خپلې بشپړه تاریخی مراحل نه دې بشپړ کړی سره له دې هم د ملت کلمې په ټولو هیوادونو په سیاسی ادبیاتو کې استعمالیږي خو د ملت د تعریف څخه د ټولو هیوادونو د ولسونو اخستنه یو شان نه ده ځکه چې د ملت جوړیدو په یوه هیواد کې یوه اوږد پرګما تیک يا عملی تاریخی پروسه ده چې د هیواد میشتو اقوامو او د ولس بیلابیلو اقشارو،مذاهبو او طبقو په تدریجی توګه سره انتیګریت یا ګډ کیږي چې دا پروسه د هیواد هر اړخیرې سیاسی . اقتصادی او ټولنیزې ودې ته اړتیا لری چې دغه شرایط په ټولو هیوادونوکې یو شان نه برابریږي.
د ملت عربی کلمه په مذهبی لحاظ د امت، پیرو ، شعب اوقوم سره نژدی معنی افاده کوی خو د ملت ابراهیم مفهوم د حضرت ابراهیم علیه سلام د سنت او طریقې پیراوی کول دی. حضرت محمد(ص) د اسلام د مقدس دین څخه د مخه د خپل جد حضرت ابراهیم علیه اسلام پیرو ؤ او نو په سنتی توګه ټول اهل سنت او جماعت د حضرت ابراهیم خلیل الله په ملت کې شامل دی. نو ځکه د ملت یا نیشن سیاسی مفهوم د هغه د مذهبی مفهوم سره توپیر لری او سمون نه خوری. ننۍ نړۍ تقریبآ په یوسلو نوی هیوادونو کې سره ویشل شوی دي او د هر اسلامی یا غیر اسلامی هیواد په وګړو کې د نیشن یا ملت کلمه استعمالیږی که څه هم د ملت جوړونې په مختلفو مراحلو کې ځای لري او په ورځنی مطبوعاتو کې د ملت ، هیواد ، دولت او ولس – ستیت، کلمو په مترادفه توګه اسعمالیږی.
لازمه ده چې د ملت سیاسی کلمه د سیاسی مفهموم په لحاظ د ولس ، وګړي ، پرګڼو ، خلک ، قوم او قبیلې سره هم توپیر او تفکیک شی.
همدا راز لازمه ده چې د ملت جوړونې پروسې د هیواد جوړونې سره تفکیک او توپیر شی ځکه چې هیواد جوړونې درې زره کاله دمخه د سیاسی واکمنۍ د ټینګښت سره سم د فیودالی مرحلې په اوایلو کې منځ ته راغلی او ملت جوړونې د فرانسې د بورژواری انقلاب (1789-1799) لاسته راوړنه ده. هیواد په یوه محدوده جغرافیایی سیمه کې د یوه قوم يا ډله یی د سیاسی او نظامی زوریعنې د سیاسی حاکمیت په اساس منځ ته راځي خو ملت جوړونې یوه منطقی تاریخی پروسه په یو هیواد وي چې سوله ییز سیاسی ، اقتصادی او ټولیزې ودې ته اړتیا لری ترڅو چې د نیشن- ستیت حالت په( نیشن هود) کې بدل شي. ملت جوړونې د اتلسمې پیړۍ په وروستيو لسيزو کې دانګلستان او فرانسې له انقلابونو څخه وروسته په اروپایی هیوادونو کې د سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز ودې سره سم دمــــــلي هويت پر بنسټ د معاصرو دولتونو له انکشاف سر سم ملتونه وزېږېدل. ملی هویت(نشنلیتی- ملی تعلقیت) د نیشنل-ستیت بڼست دی چې سیاسی ، حقوقی ، او کلتوری اړخونه لری چې ملی هویت د امتیاز څخه د هیواد ټول یو اتباع یو شان ځینې مستفید کیږی.
د انتروپولوژی او سوسیالوژی د علم له مخې قوم ، قبیله ، اتنیک ګروپ او اتنیسیتی یوه بشری طبعی ټولنیز جوړښت دی چې ګډ جنیتیک یا بیولوژیک ریښې او کلتور لري خو ملتونه جوړیږی او د ملت جوړونې په وړاندې قومی، نژادی ، مذهبی او کلتوری توبیرونه خڼډ ګرځیدلی نشي په دې شراط چې ولس په یوه هیواد کې تر واحد سیاسی واکمنۍ او قانون لاندې ژوند وکړي. قوم او قبیله چې د فیودالې ټولنې یوه ټولنیز جوړښت دی خو تل پاتې نه دی او هرڅومره چې تولنه د بورژوازي اړیکو په لور وده وکړي او ښا ري کلتور منځ ته راشي قومی جوړښتونه خپل سیاسی اهمیت بایلي او د ملت جوړونې په پروسه کې مدغم کیږی او ملی هویت د قومی هویت ځای نیسی. کله چې ملت جوړ شي قومی هویت یواځې د هیواد د تولنیز جوړښت څرنګوالې څرګندوی او د ملی کلتور د قدامت او غنا ریښې او بڼست جوړوی ، د بلې خوا خدای (ج) بنې آدم د اقوامو او قبایلو په ډول خلق کړي دي چې یو د بل سره ښه تعارف او پیژنګلوی پیداکړي چې دهغه عالی مرحله په هیواونو کې ملتونه دی چې په هیوادونو کې د ملی هویت په اساس ملتونه سره معرفت او پیژنګلوی پیداکوی.
په یوه هیواد کې د ملت جوړونې د بهیر چتکتیا د مدنې ټولنې د جوړویدو په لور د پرمخ تګ نښه او د ټولنیز او سیاسی ودې د پوخوالې څرګندوی ګڼل کیږی. په هیوادونوکې د ملتونو جوړیدل بهیر د شلمې پیړی د رینسانس ( نوالې یا بیا زیږیدنه) په توګه منل شوې ده او د ملت سمبولیک ښیرازه ملی هویت د ې.
نیشن د نیتس (۱) او نتیو(۲) د لاتننې کلمې څخه اخیستل شوی ده چې د تولد یا زیږیدنه معنی لری او دفرانسې د لوی انقلاب څخه وروسته د خپل لغوی معنا څخه اوښتی او ننی سیاسی معنی او مفهوم غوره کړی دی. نیتف (۳) د سیمې هغه لومړنی میشت ډله د ولس ته وایی چې ګډ پلارنی او نژادی ریښې لری چې نن کوم ځانګړی سیاسی معنی نه لری.
د نیشن کلمه د لومړی ځل د پاره په 1349 میلادی کال په مطبوعات کې د پاریس د پراګ(۴) دپوهنتون په هغو محصلینو باندې استعمال شوې چې فرانسوی ریښې نه درلوده لکه پولش نیشن او ساکسن نیشن او په هم دې توکه محصلین په هیواد پورې تړل کیدلو . ملت په انګلیسی کې نیشن ، په فرانسوی کې نسیون ، په ختیز اروپای ژبو کې ناتسې ویل کیږی.
د ملت اکادیمیک او جامع تعریف ډیره ستونزمنه ده ځکه چې له یوې خوا د ملت جوړونې پروسه د نړی په ټولو هیواونو کې یو شان بشپړ شوې نه ده او د بلې خوا د ملت تعریف ایدیالوژیکه بڼه غوره کړی ده. کمونستان په هیواد کې د ملت په جوړیدو باور نه لري او د ملت پر ځای د ولس ، خلک او پرګنو اصلاحات په سیاسی توګه په مطبوعات کې استعمالوی. د دریم نړی په هیوادونوکې چې هلته د ملت جوړونې پروسه بشپړه شوې نه ده د ولس په ذهن کې د ملت د جوړیدو څخه کوم سیاسی ، عملی او فزیکې انځور نشته او خلک د ولس ، قوم ، قبیلې او ملت تر منځ سیاسی توپیر کولای نشي. د ملت اکادیمیک تعریف یواځې په ځینو په اروپایی هیوادونو کې د پلې کیدو وړ ده. د ملت د سیاسی اصطلاح کلاسیکه بڼه په یوه هیواد کې په هغه ولس باندې استعمالیږي چي د هیواد ولس په یوه درې مرحله ییز تاریخی تدریجی پروسه شامل شوي وي چې د هیواد بیلابیلو اقوامو ، مذاهبو ، دودونو او کلتورونو سره لومړی په تدریجی توګه د نشنل انتیګریشن د پروسې په اساس په طبعی توګه سره ګډ شوی وي او بیا به په سیاسی ، کلتوری او اقتصادی سره انتیګریت (4 )( مدغم ، امتزاج او ګډ) شوی وی او هلته هر ډول قومی سیاسی جوړښتونه مات شوي وي ملی ګټې بڼستیزه او ملی هویت په سمبولیکه توګه منځ ته راغلې وی او د هیواد بیلابیلو میشتو ولسونو یو دبل په مقابل کې د زغم او تحمل فرهنګ غوره ګړي. د متمدنې ملت جوړونې دپاره په اروپایی هیوادونو کې لومړی د مهاجرینو د انتیګریشن دپاره د پیژنګلوی دولتی حقوقی اسناد ورکول کیږی او د مهاجر ولس یا افرادو دپاره د اسیملیشن مرحله پیلیږی تر څو چې ټول مهاجر افراد په ټولنه کې هظم او جذب او د قانون په وړاندې یو شان شي او دریمه مرحله نچرلایزشن یا په طبعی توګه مهاجرافرا د هیواد اتباع او د ملت ا فردو په توګه د ټول سیاسی ، حقوق او مدنی حقوقو څخه برخمن کیږی چې فرد په هیواد کې هیڅ دول سیمه يیز یا قومی هویت نه لری چې سیاسی اغیزه ولری او یواځې ملی هویت په اساس پیژندل کیږی. د اتنو کلچر په اساس د ملت جوړونې په اروپاکې د اقوامو انتیګریشن په اساس په څلورم میلادی پیړی کې پیل شو د مثال په توګه د انګلو او ساکسن د اقوامو د ادغام څخه د ننی انګلیس ملت منځ ته راغلی دي. په اروپایی هیوادونو کې د اقوامو د انتیګریشن ډیر مثالونه شته او اقوام سره پوره ګډ شوی دي تر دې حده پورې چې نن په اروپا کې د وګړو په ذهن کې د قوم او قبله تصور یا انځور نشته او د اروپایی هیوادونو ولس یواځې د ملی هویت په اساس یو د بل سره پیژني. د ملت افراد ډیر ګډ اړخونه ، صفتونه ، ملی مسؤلیتونه او تاریخی رسالتونه لری چې د ملی ، سیاسی ، کلتوری او اقتصادی ګټو پر بڼست باندې ولاړ دي. ملی مسؤلیتونه په حقوقی توګه او ځینو په سمبولیکه توګه د هیوادونو په اساسی قوانینونو بیان کیږي.
نن د دریم نړی په هیوادونو کې د ملت جوړونې د کلاسیکې پروسې په وړاندې ډیرې ستونزې شته چې د ملت جوړونې کلاسیکه پروسته یعنې د اقوامو د تدریجی ادغام په ټولنه کې د ځڼد او خڼډ سر مخامخ کړی دی چې د هغه له جملې څخه یوه ستره خڼډ د شلیمې پیړی د استعمار ځواکونو له خوا هیواد جوړونې مسله وه. اروپایی استعماری هیوادونه په اسیا او افریقا د خپل سیاسی ګټې او اړتیا په اساس په هیواد جوړونې لاس پورې ګړې او یو قوم په یوه هیواد کې اقلیت جوړې کړې او په په بل کې اکثریت. چې نن د دغو هیوادونو د اتنیک او د جغرافیایی لانجو په اساس یو دبل په چارو کې مداخله کوي او قومی ګوندونه جوړوي او د قومی هویت بحران او لانجې جوړوی. د بشری حقوقی قوانینو په اساس هر قوم او قبیله خپل قومی هویت او کلتوری جوړښټ ساتی او هرقوم کوښښ کوي چې د خپل قومی هویت څخه سیاسی ګټه واخلی . نو په دې توګه د ستعماری هیوادونو له خوا هیواد جوړونې په اسیا او افریقا کې په شلمه پیړی په هیواد کې د ملت جوړونې لومړی مرحله یعنی انتګریشن یا د اقوامو امتزاج یا ادغام کیدو د ټکري او ستونزمن کړي او په دغو هیواونو کې د ملی هویت د منلو ستونزه منځ ته راوړي دي. په دریمه نړي کې د ملت جوړړونې په وړاندې دوهمه ستونزه استبدادی او دکتاتوری دولتونه دي چې په سیاسی دلایلو قومی تضادونه تشدیدوی تر څو چې خپلې سیاسی واک ټینګ کړي او د دولتونو دا ناوړه پالیسي د اقوامو د انتیګریشن مخه ډب کړي دي. دریمه ستونزه د ملت جوړونې په وړاندې په دریمه نړۍ کې د دولتونو د سیاسی ، اقتصادی او کلتوري کمزورتیا دي چې دولت نشی کولای په لویه پیمانه ولسونه په دولتی ادارو ، صنعتی فابریکو ،علمی ،ادبی ، هنری او سپورتی جوړښتونو او کې سره انتګریت یا مدغم کړي. په یو شمیر هیوادونو کې غرنی جغرافیایی جوړښت او صعب البور لارې د یوه طبعی دیوال په توګه د هیواد ولسونه سره بیل بیل ساتی او هیواد کې ګڼ شمیر سیمه اییزې دودونهاو کلتورونه منځته راوړي او اقوام یو دبل څخه سره لری پاته کیږی. په دریمه نړۍ کې که چیرې د دولت له خوا د ملت جوړونې دپاره د امنیتی شرایطو سر بیره اقتصادی، سیاسی او کلتوری او ولسی پلوې(دیموکراتیک) قوانین د نشنل انیګریشن دپاره پلې شي په تدریجی توګه قومی جوړښتونه ماتیږی او ګډ ملی ګټې ، کلتور او ملی ارزښتونه منځته راځي. د اقوامو کلتوري ارزښتونه څخه د ملی کلتوربڼست اوغنا جوړولی شي چې نباید د هیڅ قوم کلتوري ارزښتونه نه یواځې ونه ځپل شي بلکې د ملی کلتور د یوې برخې په توګه باید وروزل شي.
په شاته پاتې یا دریمه نړۍ هیوادونو کې بله ستونزه په ملت جوړونې د دولت له خوا د حاکمیت ، مصؤنیت او امنیت کمزورتیا ده چې دغو حقوقی او قضایی قوانینو نیمګړتیاوې په ټولنې کې سبب کیږی چې په کلیو او بانډو کې ولس د خپل امنیت، مصؤنیت او دفاع په خاطر او د خپلې خپل منځی ټولنیږې سیاسی ، اقتصادی او قضایی ستونزو د حل د پاره قومی جرګې او قومی شوراګانې جوړې ګړي او خپلې قومی حدود مشخصې کړی او دبل قوم سره داقتصادی، سیاسی اوټولنیزې چارې پربنا په رقابت او خشونت لاس پورې کړی چې دا مساله د اقوامو د انتیګریشن او ادغام کیدلو مخه نیسی او سیاسی او اتنیک ستونزه رامځنته کوی. له هغه ځایه چې په ښارونوکې د دولت حاکمیت غښتلی دی او د ولس د حقوقی ، قضایی او امنیتی چارې له دولتي اداراتو له خوا حلیږی وګړی یو د بل قومی سوابقو ته نه ګوری او شخړی د دولت د مدنی قوانینو په اساس په عادلانه توګه حلیږی. په ښارونو کې د ښارې کلتور ، مسلکی او اقتصادی وجهې په اساس ولسونه سره ادغام کیږی او د ملت جوړونې اساسات غښتلی کیږی. که په ښارونو کې هم دولت امنیت تآمین نه کړی د ښار هستوګڼې سیمې په اقوامو باندې ویشل کیږی او ټولنه د سکتاریستی(فرقه یی) فعالیتونو مرکز ګرځي او قومی اونژادی جلاوالې یا (سګریګیشن) منځته راځي. خو په پر مختللو ټولنو کې ښارونه په اقتصادی طبقات سره ویشل کیږي د لوړ کلاس یا طبقه خلک چې ډیرې بډای او مادی امکانت لری ، د متوسطې طبقې خلک د ښار اکثریت برخه جوړوی او دریمه طبقه د ښار بې وزلې خلک سیمې چې اقتصادی امکانان نه لری. په پرمختللې ټولنو کې دا اقتصادی امکانات دی چې ولس سره بیلوی سره جلا جلاژوند کوي نه قومی سوابق او په دې توګه په ښارونوګې دا فرادو اقتصادی امکاناتو ته لوړتیا ورکول کیږی نه قومی ریښې ته. په هره ټولنه کې د قومی جوړښتونو د ماتیدوسره سم وګړي په دولتی او غیردولتی اداراتو کې او با په سپورتی ، هنری او ادب ، علمی او مسلکی ټولنو سره ادغام کیږی.
په دریمه نړۍ کې د دې دپاره چې د ملت جوړونې بهیر ګړنډی شي دولتونه باید د نشنل انتیګریشن د پاره یو ملی پلان او پروګرام طرحه او د ولس او دولت د شرایطو او امکاناتو سره سم د نشتل انتیګریشن پروسه په تدریجی ټوګه په ټولنه کې د اقوامو د انتیګریشن دپاره پلې کړي تر څو چې سیاسی قومی جوړښتونه مات شي. ملت جوړونه یوه آګاهانه سیاسی ، حقوقی او ټولنیز راکړه ورکړه معامله ده یعنی غوښتنه او منل ( ایجاب او قبول) ده چې د تولنې افراد د خپل قومی هویت څخه تیږي او د هغه پرځای ملی هویت ترلاسه کول چې دا پروسه د ملت جوړونه بڼست ده. د مثال په توګه د آزربایجان قومی هویت ترک دی خو نن د دوی د ترکی قومی هویت څخه تیر شوی او د( آزربایجانی يا آزري) هویت د ملی هویت په توګه منلی دي. یو شمیرافراد د خپل هیواد څخه د مهاجرت په صورت د خپل ملی هویت نه هم تیریږي او د یو بل هیواد ملی هویت ترلاسه کوي چې نن دا پروسه د نړی په ګوټ ګوټ کې په عادی ډول د قاضی په وړاندې په ټولوهیوادونو کې عملی کیږی. له هغه ځایه چې د هر یوه هیواد قومی ، کلتوری ، سیاسی او اقتصادی جوړښتونه سره توپیر لری او هر یوه هیواد د ملت جوړونې د ودې په مختلفو مرحلو کې ځای لري نو د ملت جوړونې دپاره یوه عامه فورمولانشته چې په ټولو هیوادونو یو شان تطبیق شي خو بې له شکه ملت جوړونه یوه تاریخی تدریجی مساله ده چې نن په دریمه نړۍ کې ځانګړې نشنل انتیګریشن او سوسیالوژیک پلان ته اړتیا لری چې ولس پلوې یا دموکراتیکه مدنی قوانین او د ټولنیز عدالت ټینګښت په دغه پروسه کې ډیر رغنده او بڼستیز رول لوبوی. په یوه هیواد کې د ټولنیز عدالت نشتوالې د مذهبی ، سیاسی او اقتصادی ستونزو تر څنګ ډیره بڼستیزه اغیزه لري نن ګټ شمیر افراد خپل آبایی ټاتوبې خوشې کوی د خپل ملی هویت څخه تیریږی او د بل هیواد ملی هویت مني چې دا مساله څرګندوی چې عادلانه ژوند او د ټولنیز عدالت ټینګښت په ټولنه کې انسانانوته ترټولو لویه ارزشت دي.
له هغه ځایه چې د هیوادونو ولسی او ټولنیز جوړښت سره توپیر لری د یوه هیواد د ملت جوړونې پروسې په بل هیواد کې قابل د پلې کیدونه ده نو په کار ده چې د هر یوه هیواد د ټولنیز ، قومی ، مذهبی ، طبقاطی او ولسی جوړښت په اساس ټولنه په ځانګړې توګه وڅیړل شی او د هغه مطابق د ملت جوړونې پلان جوړونې د پاره د نشنل انیګریشن پلان طرحه او د عمل په ډګر پلې شي. که په یوه هیواد کې د نشنل انتیګریشن دپاره پلانونه طرحه نشي او د هرقوم قومی هویت په جلا توکه وده ورکړل شي هغه هیواد به د چکسلواکیا په شان تجزیه کیږی او د چک او سلواک هیوادونه ځینې جوریږی او که هر قوم په جلا جلا توګه وروزل شي په نړۍ کې په سل هاو نور کمزوري هیواونه جوړیږی او یوه نړیواله بحران منځ ته راځي.
د ملت جوړونې په پروسه کې ستره مساله د هیواد د منځ ته راتګ څرنګوالې دی چې هیواد څنګه منڅ ته راغلې دی او دهیواد نوم اوملی هویت څنګه تثبیت شوی دی؟ آیا د هیواد منځ ته راتګ د استعمار ثمره ده او يا د اتنو ګلچر د طبعی ودې او تکامل په اساس؟
د ځنیو هیوادونو جوړیدل لرغونی تاریخی قدامت لری او ځینې هیوادونه د استعمار او تیری لاسته راو ړنه ده. دځینو هیوادونو قومی جوړښت د هغه هیواد د سیاسی جغرافیا سره مطابقت کوی او د ځینو هیوادونو قومی جوړښت د هغه هیواد د سیاسی جغرافیا سره سمونوالې نه لري د یو قوم نیمایی په یو هیواد کې او نیمایی یی په بل هیواد کې او سیږی ځکه چې مورنی هیواد د استعمار ګر هیواد د تیری له امله تجزیه شویده او د اقومو تر منځ د یوالې احساس ژوندی پاته ده او د ملی هویت بحران منځته راوړی دی. چې یوشمیر اقوم د خپل هیواد ملی هویت نه منی او د ګاوند هیواد اتنیکی هویت سره مینه ښیی چې اروپایی استعمار ګران دا ستونزې په دریمه نړی کې د هیواد جوړنې له امله منځ ته راوړي دی. خو په عملی توګه دا ممکنه نه ده چې د هر یو قوم قومی هویت په مستقیمه توګه د ملی هویت څخه اتنیک یا کلتوري ریښې ولري چې د ملی هویت سره مطابقت وګړي. ملی هویت په حقیقت یوه نوی سیاسی ترمنالوژی او مدرنه سمبولیکه پدیده ده او د دوسوکلو را په دې خوا د ملت جوړونې د پروسې سم لومړی په اروپایی هیوادونو کې منځ ته راغلی دی کې. د هیوادونو د ولسونو دا سیاسی هویت چې د دولت او افرادو تر منځ حقوقی حدود ټاکې دی ممکنه او ضروره نه ده چې د ټولو اقوامو د قومی هویت سره مطابق ولري ځکه چې عملآ ممکن نه ده.
د دین او مذهب هم برخه د ولسونو په انتیګریت کیدو کې ډیر اهمیت لری او د ادغام کیدو پروسه تشدید یا تضعیف کولای شي خو په ملت جوړونې کې خڼډ ګرځیدی نشي. په یوه هیواد کې هغه ولسونه چې یو شان مذهب یا دین لری خو که په متفاوتو اقوامو پورې هم اړه ولری سره ژر ادغام کیږی نسبت په هغو اقوامو کې چې هم په مذهب یا دین او هم قومی ریښې سره توپیر ولري. خو ملت جوړونه د یو شمیردولتی سیاسی ، حقوقی او ټولنیز ارزښتونه په اګاهانه توګه منل دی لکه اساسی قانون، ملی هویت او ملی بیرغ او د قانون په وړاندې برابره حقوقی امتیازات لرل . ددوهمي برخي لپاره دا ځای کليک کړئ