لغمان، چې د ښكلې جغرافيې او هنرمندو او هنرپالو اوسېدونكيو په ورپه برخه كولو سره پرې څښتن تعالى جل جلاله خپل رحم كړى دى.
څښتن تعالى جل جلاله ورته ښكلې درې، سيندونه او غرونه وركړي دي. ښايي همدا لامل وي چې نږدې ټول وګړي يې شاعرانه، مسته، خندانه او ښكلې طبعه لري. ويل كېږې چې تر انقلاب دمخه د هېواد په ښوونيز سيستم كې ستره برخه د لغمانيانو وه يانې لغماني ښوونكي ول چې د هېواد په شمال او سويل او لوېديځ كې يې د نورو قامونو بچي روزل او ښوونه يې ورته كوله. لغمان په تېر او اوس كې د سترو سترو ادبي، علمي او سياسي سټو زېږنځاى پاتې شوى او دى. په ادبي برخه كې يې استاد ګل پاچا الفت، استاد زلمى هېوادمل، ښاغلى اسحاق ننګيال، د ټولو پښتنو ليكوالو، شاعرانو او فرهنګپالو لالا ښاغلى اسدالله دانش ساپى، استاد محمد اسماعيل يون او …. نور يادولاى شو.
خو يو واقعيت او حقيقت بايد ومنو، چې په دې نږدې تېر مهال كې په لغمان كې ادبي او فرهنګي هلې ځلې هغومره ګرمې نه وې، څومره چې د هېواد په نورو سيمو او ولايتونو كې دي او وې. دا هم ښايي تر شا مقنع لاملونه ولري؛ خو زما په فكر يو لامل دا هم دى چې هر لغمانى چې كله هم رسېدلاى او كله يې هم ځان ته يو څوك ويلاى دى هغه لغمان ته شا كړې ده او بېرته په لغمان كې پاتې فرهنګيانو، اديبانو او … ته نه دي كتلي. دا به هم خپل لاملونه لري خو فكر نه كوم چې په هغو دې څوك قانع شي.
د بېلګې په توګه كه ووايو چې رسېدلي لغمانيان ځكه لغمان ته شا كوي او له لغمانه وځي، چې په لغمان كې ورته د كار و روزګار شونتيا نشته يا دا چې دوى په لغمان كې د ژوندانه هغسې اسانتياوې نه لري، يا دا چې اولادونو ته يې هغسې پرمختللي شخصي ښوونځي نشته چې په كې زده كړې وكړي؛ نو دلته پوښتنه دا پيدا كېږي چې تر څو پورې به دا لړۍ روانه وي. زما خپل شخصي دليل دا دى چې كه يو څو رسېدليو لغمانيانو دغه قرباني وركړه او ځانونه يې په لغمان كې ټينګ كړل نو شونې ده چې په دوى پسې هم دغه د پرمختللي ژوندانه اسانتياوې لغمان ته راشي.
له لغمانه د رسېدليو لغمانيانو او په ځانګړې توګه په نوم رسېدليو فرهنګيانو وتلو له لامله ده چې په لغمان كې ادبي منډې ترړلې په نږدې تېر مهال كې يا خو بيخي نه وي او كه وې هم نو په برېښنايي، غږيزو او تصويري رسينو كې يې دومره انعكاس نه و موجود او لامل يې هم بېرته دا كېداى شي چې ځايي لغماني فرهنګيان له دې ټولو څخه لرې دي. ځكه تر اوسه پورې په لغمان كې يو نيټ كلب نشته چې څوك ترې خپل د انترنيټ اړتيا پوره كړي.
مانه خبرې هسې اوږدېږي، اصلي خبره دا ده چې د روان لمريز كال له پيل سره سم كله چې لغمان ته نوى ځوان والي محمد اقبال عزيزي راغلى؛ نو ورسره د دانش خپرندويې ټولنې او خپله لغمان فرهنګي بهير په همكارۍ دلته ادبي هلې ځلې پيل شوي چې لومړى سيمنار يې د هېواد د نوميالي غازې محمد شاه خان بابكرخېل په ياد كې يو علمي او تاريخي سيمنار و.
په دې سيمنار كې هم د دانش خپرندويې ټولنې د مشر ښاغلي اسدالله دانش او لغمان فرهنګي بهير د ملګرو په هڅو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه او له هېواده بهر څخه په سلګونو ليكوال، شاعران، فرهنګيان او فرهنګپالان راغلل، په لغمان كې يې شپه وكړه، د شپې يې مشاعره وكړه او د ورځې يې په سمينار كې ګډون وكړ او بېرته د خداى په فضل ښه خوشحاله ولاړل. هغه مهال هم ټولو راغليو ملګرو او ميلمنو د لغمانيانو ميلمه پالنه وستايله او دانش خپرندويه ټولنه او لغمان فرهنګي بهير يې د قدردرانۍ وړ وګڼل چې دغسې هڅې يې پيل كړي دي.
د تېرې شنبې په ورځ يانې د جمعې په مازيګر هم دانش خپرندويې ټولنې او لغمان فرهنګي بهير د پښتو ژبې له ملنګ، خواخوږي، ژبپوه، استاد محمد آصف صميم سره د يو ادبي ماښام تابيا كړې وه، دغه ادبي ماښام ته هم د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه نږدې څلور څلورنيم سوه ليكوال، شاعران، فرهنګيان او فرهنګپالان راغلي ول، چې دې په زړه پورې او خوندور ماښام كې لومړى د استاد محمد آصف صميم پر ژوند، شخصيت او ادبي هلو ځلو د مشرانو استادانو او ليكوالو له خوا مقالې او ويناوې واورول شوې. په دې ويناوو كې استاد په پښتنو كې يوازينى ټولمنلى او د زهد و تقوا څښتن ادبي شخصيت وګڼل شو. په دويمه برخه كې يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځاى وركړى و، چې له استاد څخه هر ډول ادبي او نورې پوښتنې وشي، استاد صميم هم د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته په خورا ورين تندي ځوابونه وركړل ، خداى شته چې د پروګرام په دې برخې ګډونوال ډېر زيات خوښ ول او دايې د لغمانيو فرهنګيانو يو نوښت وګاڼه. دا چې دغه پروګرام د شپې له خوا نو زياترو ګډونوالو او ويناوالو د خپلو خبرو پر مهال داهم د لغمانيانو نوښت وګاڼه او لغمانيان په ځانګړې توګه دانش خپرندويه ټولنه او لغمان فرهنګي بهير يې په دې برخه كې وستايه.
د پروګرام درېيمه برخه ازاده مشاعره وه، چې په دې كې هم ډېر خوندور شعرونه واورول شول او تر پايه پورې ګډونوالو په پوره خوند سره په كې برخه واخيسته.
د پروګرام په وروستۍ برخه كې يې موسيقۍ ته ځاى وركړل شوى چې په كې د هېواد تكړه موسيقار امين الفت په زړه پورې سندرې وويلې.
د يادونې وړ ده چې دغه پروګرام د شپې پر دوو بجو پاى ته ورسېده، خو د ټول پروګرام په ترڅ كې تالار په بخاريو دومره ګرم شوى و، چې د ګډونوالو خولې روانې وي.
دا هم د يادونې وړ ده چې په دې پروګرام د ډوډۍ او ميلمه پالنې په هكله د لغمان د ځوان والي محمد اقبال عزيزي او د لغمان د ښاروال عبدالله مقيم نيازى هڅې او منډې د ستاينې وړ دي او لاسونه لپه كوو، چې خداى دې نور هم دوى ته د داسې كارونو د ترسره كولو توفيق او برى په نصيب كړي.