: هرکله چی دجمعی رسنیوڅخه واوریدل شی چی دګران افغانستان په یوه ګوټ کی دنوی پوهنتون دبنسټ ډبره کښیښوده شوه، هرافغان ته دخوښی احساس ورپیدا کوی اودانسان په وجودکی ځانګړی خوښی اودویاړولولی پارول کیږی چی ښه دی زموږهیوادهم دنړی دنوروهیوادونوپه څیردلوړوتعلیماتودزده کړوډیرمرکزونه دافغانی بچیانودروزنی لپاره لری.
زه هم دیوافغان په څیرډیره خوښ یم چی افغان ولس دجګړی اوتوپک داستعمال په بدل کی خپل بچیان دلوړوزده کړولوری ته وهڅوی ترڅوافغانی زلمیان او پیغلانی دنوی عصردپرمختللی تکنالوجی څخه څه زده اودویجاړشوی افغانستان دابادی لپاره ګټه ورنه واخلی. ولی سره ددغوخوښیوډیروخت کیږی چی لږڅه اندیښنه راته پیداشویده. غواړم دغه اندیښنه دهیوادوالواوپه ځانګړی ډول دعالمانو اواستادانوسره دخپل پوهاوی اواقناع لپاره شریکه کړمه.
زموږپه هیوادکی دسیالی دودډیرغښتلی دی اوډیروخت دسیالی دغه دودناوړه پایلی لری ځکه پرمنفی اوناسالموکړونوباندی هم سیالی شدت مومی. ولی پرمثبتو اوګټوروکړونوکی سالمه سیالی دپرمختګ لپاره ښه وسیله ګڼل کیدای شی. ددی ګټوروکړونوڅخه یوهم دعلم اوتحصیل په لاس راوړل دی. داډیره ښه ده چی د هیواد دهری سیمی عام ولس دزده کړوښه مرکزونه جوړکړی، ولس ددی مرکزو په ساتنه اوپرمختګ کی په فعال ډول مرسته وکړی اودګاونډی سیمی خلکوته وښیی چی هغه هم ددغه ښه بیلګی څخه زده کړه وکړی اوپه یوه ګټوره سیالی لاس پوری کړی اوپه خپله سیمه کی ترګاونډی سیمی په دی لاره کی نورچټک ګامونه اوچت کړی. په دغه ډول دورورګلوی په چاپیریال کی تجربی اولاسته راوړنی سره شریکی کړی ترڅوپه ګران هیوادکی مثبت اوګټوربدلونونه راشی.
زمااندیښنه داده چی دلوړوتعلیمی مرکزوپه جوړولوکی دومره بیړه کیږی چی د پوهیدونکو(محصلینو) دزده کړوکیفیت بیخی دپامه غورځول شوی دی. ډیری وخت لکه نورمسایل سیالی توکمیزه، ژبنی، سیمه ایزه اوسیاسی بڼه خپله کړی ده.
که پوره ځیرشوتقریبأ په هرولایت کی یوپوهنتون جوړشوی دی اویاهم د جوړیدو په حال کی دی. زموږهیوادپه اوسنی حالت کی دډیروناخوالوسره مخامخ دی. ډیری ستونزی لری. سره ددی چی نړیوال پراخی اقتصادی مرستی کوی ولی دمختلفوعواملوپه وجه ددغومرستوپه پرتله دبیارغونی اوجوړیدنی کارډیر محسوس نه دی. ماته ځکه داندیښنه پیداشوه چی ډیرځلی می دجمعی رسنیوڅخه ارویدلی چی حتی دماشومانودښوونځیوولپاره ودانی شتون نه لری اوپه ازاده هوا کی لوست ته ادامه ورکوی، نوڅنګه کیدای شی چی په هرولایت کی دیو پوهنتون ټولی اړتیاوچی په رښتیاپه نړیوال ستندرددپوهنتون نوم ورباندی کښیږدو، پوره وی .
په اویایموکلنوکی دکابل پوهنتون اوهم دننګرهارپوهنتون موجودوه. سره ددی چی په هیوادکی بشپړامنیت وه، هرڅه په عادی توګه پرمخ تلله ولی داستادانو، لابراتوارونواونورواړتیاوله کبله دکابل اوننګرهاردپوهنتون ترمنځ زیات توپیروه. ځکه دځنیواړتیاوی پوره کول وخت اوپیسی غواړی. داستادانوتربیه په فرمان او فوځ نه کیږی. ددرسی موادوتألیف اوژباړنه ډیروخت ته اړتیالری. لابراتوارونه، کمپیوترونه، ودانی اوپه نورپه سلهاواړتیاوی یوسالم اقتصاد، سالم چاپیریال اوزړه سواندی داداری فسادنه فارغ حکومت اومشرانوته اړتیالری.
تیره شپه(۱ / ۱ / ۲۰۱۱ زکال) داریاناتلویزیونی شبکی خبرتیرکړچی: « په هیوادکی (۵) میلیونه ماشومان دښوونځی تللوڅخه بی برخی دی. بله لویه ستونره داده چی ډیری ښوونځی ودانی نلری، ښځینه ښوونکی په کافی کچه شتون نلری اویوه شپه مخکی یی بیان کړه چی دپوهنتونوڅخه فارغ شوی دکارپیداکولو زمینی نلری. په راتلونکی کی په نظرکی ده چی دپوهنتونوڅخه فارغ شوی کسان بایددکارلپاره یوه عمومی ازموینه تیره کړی.»
ددغه خبروارویدومی نورهم اندیښنه زیاته کړه چی ګواکی دپوهنتون څخه فارغ کیدل دچاری موندلولپاره بس نه دی، دوباره بایدازموینه تیره کړی. ددی ماناداده چی دهیوادپوهنتونونه دلوړوتعلیمی موسسودستنډردسره برابری نه دی.
زه نه پوهیږم چی په دی ویجاړه اوجګړه ایزحالت کی دومره استادان له کومه شوه چی په نوموړوپوهنتونوکی تدریس کوی، درسی خونی دکومی خواسمبالی شوی چی دهیوادښوونځی ودانی نلری. درسی مواداواړوندی اړتیاوی څنګه په نړیوال معیاربرابری شوی. زه پوره باورلرم چی دپوهنتونوجوړونه هم په هیواد کی دګوندونوجوړونوته ورته والی لری. دافغانستان دپوهنتونوشمیره دډیرو پرمختللی هیوادونود شمیری سره پرتله کیدای شی.
زمارایادیږی چی د(۱۹۷۳ – ۱۹۷۸زکال) پوری په هیوادکی ډیری لیسی جوړی شوی. لابراتوارنه وه، ښوونکی نه وه، ودانی نه وه ولی نوم یی لیسی وه. بیا هغه ډول کانه راباندی شوی ده.
زه دهیواداستادانواواړوندولوړپړوچارواکوته لاندنی وړاندیزونه کوم:
۱ – په هیوادکی دپوهنتونواولوړوزده کړودموسساتوجوړولولپاره ځانګړی مقرره جوړه شی اویوباصلاحیته کمیسون (دسیاسی غرضو نه خلاص) جوړشی چی په زیاته کچه منلی استادان اوعالمان یی غړی وی ترڅودپوهنتون دپرانیستلومسلکی برخه وارزوی.
۲ – یوکمیسون چی دپوهنتون مالی منابع، په راتلونکی کی دچاروپیداکول، د محصلینو(پوهیدونکو) دپراکتیک مرکزونه په نښه اوپه هیوادکی اړتیاوی کټګوری شی، ددغه ارزونی بشپړرپورټ برابرشی.
۳ – دپورته دواړوکمیسونودارزونی اوپریکړی څخه وروسته دلوړوزده کړود مرکزونود پرانیستلواجازه ورکړه شی.
۴ – جوړشوی پوهنتونونه دهمدغه دواړوکمیسونوله خواپه بشپړدقت ارزیابی شی د کیفیت، اړتیااونوروعملی اساساتوپربنسټ غیری اړین پوهنتونونه په نوروکی مدغم شی.
۵ – همدغه دوه کمیسونه دپوهنتونودکیفیت دلوړولولپاره پنځه کلن پلان برابر کړی، اړتیاوی هردوه کاله وڅیړل شی، داړتیاودپوره کولومنابع ولټول شی تر څوپه راتلونکی کی دهیوادپوهنتونونه په نړیواله کچه داعتباروړوګرځی. اودغه چاری اوارزیابی ته ترډیروکلونوادمه ورکړه شی.
۶ – همدغه کمیسونونه دهیوادداړتیاپربنسټ لارښونه وکړی چی دغیری اړینو پوهنتونوپه بدل کی مسلکی ښوونځی جوړی کړی ترڅودهیوادپه ابادی کی رغنده رول ولوبوی. د مسلکی ښوونځیوڅخه می موخه لنډمهاله اویادپوهنتون ترکچی نه کښته تحصیلات لکه میخانیک، نجاری، برقی، دوادانیودانجنیرانومرسته کوونکی اونور. همدااوس دپاکستان اونوروهیوادوپه لوړه شمیره فنی کارګران په افغانستان کی په دندولګیاه دی ولی افغانی زلمیان چی داډول زده کړی نلری بیکاره ګرځی.
باورلرم چی دهیوادپوهان اوعالمان ددغی جدی ستونزی دلیری کولولپاره تردی ښی اوګټوری لاری رامنځته کولای شی. زمادلږی تجربی اوپوهی داوړاندیزددی لپاره دی چی دهیواداړوندچارواکی ستونزه دکارپه اجندأ کی ځای کړی اوبحث ورباندی وکړی. ځینی دوستان وایی چی کیفیت به وروسته سموو. ولی زه وایم چی دودانی خښته دبنسټ څخه بایدکږنه وی که نه ورورسته یی چاره ناشونی کیږی پای . په درناوی