په ټولنه کې ځوان نسل دټولنې د ملا د تير حيثيت لري، نو ځکه خو که د ملا تير خراب شي نو د نور بدن څخه هېڅکله هم د خير تمه نه شي کېداى، ټول غړي فعاليت پريږدي او ډير نور غړي ورسره فلج کيږي او نه شي کولى، چې هر غړى خپله خپله دنده ترسره کړي.
نن سبا ګورو چې زمونږ ډېرى ځوانان د بې کارۍ له ستونزې سره مخ دي چې زموږ په هيواد کې دا ستونزه ورځ تر بلې مخ په زياتيدو ده ، نو ايا زموږ حکومت به په دې وتوانيږې، چې ددغو غميزې مخنيوى وکړي که به د تل په څېر همداسې پټه خوله پاتې شې
داچې زموږ هيواد د ډير وروسته پاتې هيوادونو په ليکه کې راځي همدغه علت دى چې هيواد مو د ډول ډول ستونزو سره لاس اوګريوان دى او له بلې خوانه زموږ مشرانو او چارواکو هيڅ وخت ځوانانو ته دا سې څه ندي کړي چې په راتلونکې کې زموږ ځوان نسل د يوه ښه ځيرک او بااحساسه ځوان په صفت په ټولنه کې مطرح شې .
داټول هغه لاملونه دې چې زموږپه ټولنه کې يې ځوانان تر روحې فشار لاندې راوستي دي .
لومړى زموږ په کورنيو کې يو ځوان نشي کولى چې د خپل پلار په مخ کې خبرې وکړي ياپه کومه موضوع خپل نظر ورکړي که يې دا کار وکړي هغه په هغې سيمه کې د يوه بې ادبه ځوان په نامه ياديږې او هيڅ کله د يو ځوان نظرپه يوه مو ضوع کې نه اوري او که په کوم ځاى کې يو ځوان خپل نظر ووايى نو هغه د هر لوري نه د مشرانو او سپين ږيرو د کلک غبرګون سره مخ کيږى .او نوموړى کس په همدې توګه عادت اخلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې ځان د ټولنې يو ناکام او ناهيلى وګړى بولي او نشي کولى چې په راتلونکې کې د خپل ځان ، کورنۍ، ټولنې او هېواد د درد دارو شي او د خدمت مصدر وګرځي .
له بل اړخه زموږ حکومت زموږ د ځوانانو لپاره په دې تيرو نهو کلونو کى هيڅ داسى لاس ته راوړنه نه لري چې زموږ ځوانان دراتلونکي لپاره دخپل هيواد او خاورې لپاره د يوه پياوړي ځوان په صفت د هيواد په هره برخه کې ښې لاس ته راوړنې ولري همدا اوس په زرګونو ځوانان چې خپلې زده کړې يې پاى ته رسولې په دولتي ادارو کې نه جذبيږې دا ټول هغه لاملونه دي، چې زموږ ځوانان نشي کولى ،چې خپلې زده کړې پر مخ بوزي .او له بل پلوه ،چې ورته ځير شو اقتصادي ستونزې دي ،چې زموږځوانان ورسره لاس او ګريوان دي .او دوى د اقتصادي ستونزو له امله دې ته اړ شي چې دهيواد نه بهر هېوادونو ته د کار لپاره لاړ شي او په لارو کې د قاچاقبرانو لخوا يو پر بل د څارويو په ډول پلورل کيږي . او وروسته په نورو هيوادونو کې په بې ساري توګه ورسره ناوړه چلند کيږي او د ترهګرو او القاعده په نومونو په زندانونو کې په کلونو کلونو بند تيروي دا ټولې هغه ستونزې دي چې افغان ځوانان ورسره لاس او ګريوان دي.
په پاى کې له دولتي چارواکو هيله کوم، چې زموږ د ځوانانو لپاره داسې شرايط برابر کړي، تر څو دوى دې ته اړ نشې چې ليک او لوست ته شاکړي او د نورو د اهدافو ښکار شي، او دخپلو شومو اهدافو لپاره ورنه ګټه واخلي. نو حکومت بايد ځوانانو ته په دولتي ادارو کې دکارکولو زمينه برابره کړي تر څو زموږ ځوانان تشويق شي او هغه کسان چې زده کړې نه لري دوى ته بايد دهيواد په ګوټ ګوټ کې د حرفوي زده کړو زمينه برابره شي، تر څو په راتلونکې که د خپل کور لپاره يو مړۍ حلاله ډوډۍ د حلال کار په بدل کې لاس ته راوړي . او په يوه هيواد کې هغه وخت امنيت راتلى شي تر څو هلته د خلکو لپاره کار پيدا شي او هر څوک په خپل کار مصروف شي نو زموږهيواد له هره پلوه يو بډاى هيواد دى چې په درسته توګه بايد ورنه استفاده وشي بايد فابريکي جوړې شي سړکونه جوړ او قير شي برېښنا چې د ژوند له لومړنيو اړتياوو بلل کېږي بايد د هېواد بېلابېلو برخو ته ورسول شي مونږ او زموږ هيواد په زياته کچه اوبه لرې خو زموږ چارواکو دګاونډيو هيوادونو نه برېښنا د پيسو په بدل کې تر لاسه کوي .زه باور لرم که چېرې د ګاونډيو هيوادونو سره زموږ د حکومت په اړيکو کې يو وړوکى درځ هم پيدا شي نو دابه هم ودروي او زموږ د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو دغه نهه کلن خدمت به هم په اوبو لاهو شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه