دوه مياشتې وړاندې مې په ټول افغان ويپاڼه کې ېوه خبرتيا ولوسته چې دانش خپرندويه ټولنه او لغمان فرهنګي بهير د نوميالي غازي محمد شاه خان بابکرخيل په ياد علمي غونډه او سيمنار جوړوي د لغمان د نوم په ليدو مې د سترګو پر وړاندې د لوى استاد ګل پاچا الفت مزار د هغه شعري اونثري کليات راوګرځيدل.په زړه کې مې راتيره شوه شکر دى چې د الفتونو لغمان يو ځل بيا د ادبى هلوځلو په مرکز بدليږي. ډيره تلوسه مې وه چې دغې ياد غونډې او سيمنار ته ولاړ شم،له ځانه سره مې کړه که په سيمنار کې دانش لالا او استاد محمد اسماعيل يون ګورم ورته به وايم چې تر څراغ لاندې تياره وي ستاسو له فيوضاتو ټوله پښتونخوا روښانه ده،ولې لغمان ته مو شا کړيده د خداي(ج) کړه وه چې مور مې سخته ناروغه شوه او د غونډې پرمهال مې له مور سره د هندوستان په يوه روغتون کې وم. کله چې کابل ته راستون شوم ملګرو راته دغونډې کيسې وکړې کور يې ودان حيات الله وړ راته د نوميالي غازي د ياد غونډي او سيمنار په وياړ د دانش خپرندويې ټولنې له لوري د چاپ شوو کتابونو بکسه راکړه،چې د لغمان والي محمد اقبال عزيزي په مرسته چاپ شوي وو. ښاغلي عزيزي چې تر ولايت وړاندې د ننګرهار پوهني رئيس وو، لغمان ته دوالي په توګه له راتلو وروسته يې د خلکو زړونه راخپل کړيدي،چې په ځانګړي توګه له دغه ډول علمي غونډو سره مرسته،د لغمانيو سوداګرو په مټ د مهترلام ښار سړک پخول،لغمان ته د پوهنتون منظورول او د ښار پاکونې په موخه د دولتي مامورينو دري شپينى حشر يې ښي بيلګې دي. څو ورځي وړاندې مې په ټول افغان کې يوه بله خبرتيا ولوسته چې دانش خپرندويه ټولنه او لغمان فرهنګي بهير له نوموتي استاد محمد اصف صميم سره يو ادبي ماښام لري،دا ځل مې پوخ هوډ وکړ چې ارو مرو به لغمان ته ځم،په سبا تلويزون کې مې له ملګرى زين الله شهيد زوى سره اړيکه ټينګه کړه،هغه راته وويل موږ له دفتره په خپل موټر کې ځو،د غرمې لس بجې به سره په پل محمود خان کې يو ځاي کېږو،ماهم له ډيرې خوښۍ جامې بدلې نکړې او له کمپنۍ څخه د پل محمود خان په لور راوخوځيدم له ملګرو سره يو ځاى په سراچه موټر کې سپور او د ماسپښين ٢ بجو مو د سروبي په کبانو ټټر يخ کړ. لمونځ مو وکړ او مخ پر لغمان روان شو،نږدي ماښام مو د مهترلام ښار په روغتيا واټ کې سترګې په دانش لالا ولګيدې چې د لغمان فرهنګي بهير مشر عبدالمعيد هاشمي هم ورسره ولاړ وو، ښه روغبړ مو سره وکړ،ريښتيا اسدالله دانش هغه هستي ده چې ډير يې د ارګ او دربار تر دروازو ورسول،خو خپله ملنګي پاچاهي بولي. پښتو ژبه،ادب،فرهنګيان او پښتون ولس به تل د دانش د خدمتونو پوروړې وي”په مينه ناکه لهجه يې عبدالمعيد هاشمي ته ورغږ کړ”پاچا پيره ميلمانه درنه خپه نشي ځاى ته يې ورسوه)) دلالا په دغو خبرو کې هم بلا خبرې دي،لالا څو نورو ملګرو سره چې له خوسته راغلي وو ودريد او موږ له هاشمي صيب سره روان شو،د ولايت د ميلمستون په مخه کې يوه درانه سپين ږيرى حاجي عبدالله نيازي ،هجرت الله اختيار،سعدالله فطرت او څو نورو ملګرو ښه ګرم استقبال او د ګلونو په شيندلو ونمانځلو،وروسته بيا خبر شوم چې عبدالله مقيم نيازي د مهترلام ښاروال دي،زه به يې د ژوند تر پايه پښتونولى او درنښت ته سلام کووم چې له لغمان والي سره يوځاى به يې ميلمنو ته په دسترخوان غوري کيښودل.تردې چې درانه والي او ښاروال د خوب کمپلې هم په ميلمنو اوارولې د هيڅ شي کمبود نه وو.تر دې چې د درمل صيب په نوم يو ځوان ډاکټر له يوه بل ملګرى سره دنده درلوده چې روغتيايې خدمتونه وکړي. تر ماښامنۍ وروسته د بېنوا فرهنګې ټولنې مشر محمد يار صيب د مور بي بي د مړيني فاتحه ولوستل شوه،او بيا غونډه دانش لالا پرانستونې وينا ته د هاشمي صيب په رابللو پيل کړه. د مقالو په برخه کې استاد لال پاچا ازمون،استاد ببرک مياخيل،استاد محمد الياس وحدت او دسيمه ايزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور ليوال په ګډون تکړه ليکوالو په درانه استاد محمد اصف صميم خپلې ليکنې وا ورولې،چې د ګډونوالو په چکچکو بدرګه شوې.د پښتو ژبي نوميالي شاعر رحمت شاه سائل ښاغلى استاد صميم د لرو اوبر ليکوالو شريک ايډيال وباله،او وحدت صيب له فرهنګې کړيو وغوښتل چې قدرمن استاد چې د يوې ژوندۍ اکاډمى او ډکشنري حيثت لري لپاره دي منظم سفرونه برابر کړي،څو ټول فرهنګيان يې له فيضه برخمن شي تر ټولو جالب نوښت دا وو چې استاد صميم دريځ ته ولاړ،د پوهنتون محصلينو او فرهنګيانو ترينه ادبي او علمي پوښتنې کولې،د مشاعرې برخه هم په زړه پورې وه چې زما د استاد شيرحسن کمالزي استاد صميم ته د عقيدت منظومې پيرزونې او د اکمل ليوني شعرونه ډير خوښ شول. زما په اند د لغمان غونډه په هر لحاظ پوره وه لغمانيو فرهنګيانو،چارواکو او ځوانانو مينه ويشله او دانش لالا به د خوږو ټوکو شکرې! يو شي چې ما احساس کړ په غونډه کې د استاد محمد اسماعيل يون نه ګډون وو،د پروګرام له کوربه عبدالمعيد هاشمي څخه مې وپوښتل هغه راته وويل چې استاد ته يې بلنه ورکړي وه. خو د بوختيا وو له امله يې په دواړو غونډو کې ګډون ونکړ. زه درانه استاد ته وړانديز کووم چې په راتلونکو غونډو کې دى د کوربه په توګه ګډون وکړي،ځکه چې د اسلام مبارک دين هم وايې چې (( الحق للقريب ثم للبعيد)) او بله دا چې په هيواد د فرهنګي يرغل په دغو تاوجنو شېبو کې هم لغمانى ولس په استاد حق لري چې (( وانظر عشيرتک الا قربين)). په درنښت