کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لغمان دنومیاليو کوربه

لغمان دنومیاليو کوربه

هسې خو هره پچشنبه له لرې نه دلغمان دسمسور ولایت څو شېبې دموټر له ښیښو نه ننداره کوم خو دادویم ځل دی چې دلغمان له سمسورو رنګینو ځنې له ډیر نزدې نه خوند اخلم
لومړی ځل هم د ښاغلي اسد دانش برکت واو داځل هم ، دپښتو ژبې دسپیڅلي شخصیت څښتن استاد صمیم سره يوماښام ، دا موقعه په لاس راکړه چې دلغمان له رنګینو خوند واخلو،
په تاریخي لحاظ که هرڅومره لغمان ولایت ډیره مخینه او لرغونتوب لري اودارواښاد الفت غوندې خلکو کور پاتې شوی دی خو په دې ورستیو کې پکې فرهنګي او ادبي هلې ځلې په ټپه ولاړې وې
دلغمان سره نزدې پراته ولایتونه او په ځانګړې توګه په ننګرهار او کونړ کې وخت په وخت ادبي سیمنارونه اوفرهنګي ناستې کېدلې خو له لغمانه مو په دې اړه کله خبر نه و اورېدلی
په دوه زره لسم کال کې دادویم ځل دی چې دانش خپرندویه ټولنه او دهغې ملګري لغمان ته دا ویاړ بخښي چې دکوزې او برې پښتونخوا نومیالي او ښاغلي یې زیارت لره راولي ، ادبي او فرهنګي هلې ځلې په یوه سيمه کې دخلکو دذهني ودې او شعور دکچې په لوړتیا دلالت کوي، دهمداسې غونډو او همداسې سیمنارونو له لارې دژبې او ادب دخدمت له پاره ډیر لعلونه چې په ایرو کې پټ وي را بهر شي، او سبا که الفت نه شي نو دهغه دلارې یو لاروي خو به ضرور ترې جوړ شي او زما په خیال دابه دهغې سيمې له پاره ویاړ وی چې هغه په شمار شميرلي لس کسه هم دالفت لارویان ولري،اودداسې خلکو دپېدا کولو له پاره دهمداسې غونډو اوعلمي سيمنارونو اړتیا ده چې ښاغلي دانش او دهغه ملګرو ورته ملا تړلې ده .
داستاد صمیم خدمتونه له چانه هم پټ نه دي، په لغمان کې جوړه شوې غونډه (استاد صمیم سره ادبي ماښام) کې دګډون له پاره دخپلو څو ملګرو سره یو ځای لاړم ماښام په خپل وخت دغونډې پیل کېدلو داګټه وکړه چې په پام کې نيول شوې ټولې برخې يې په کې راونغاړلې وې ، په لومړۍ برخه کې ددرانه استاد اصف صمیم صیب په اړه دهغه ملګرو دهغه شاګردانو خبرې او لیکنې واورولې، داستاد صمیم په اړه خبرې دومره خوږې وې چې ټول خلک ورته غوږ غوږ ول
په دې برخه کې لیکوالو دصمیم صیب دژوند بېلابیل اړخونه ګډونوالو ته روښانه کړل ښاغلي رحمت شاه سایل یې په اړه دمهاجرت دشپو ورځو یادونه راتازه کړل
استاد ببرک میاخیل یې په نثر وغږېده، اصف شينواري یې هم له ادبي هلو ځلو نه پرده پورته کړله ښاغلي عبدالغفور لیوال په صمیم صیب دخبرو ترڅنګ له استاد صمیم څخه دخپل لیډرشيپ په اړه يوه مانا خیزه پوښتنه هم وکړله چې وروسته یې صمیم صیب بشپړڅواب ورکړ
استاد لعل باچا ازمون دصمیم صیب په استادانه رویه او سپیڅلي شخصیت خوږې خبرې وکړلې
دویمه برخه يې له نوښت سره سره ډیره په زړه پورې وه ، په دې برخه کې ګډون والو له استاد صمیم صیب څخه پوښتنې کولې او هغه یې ځوابونه ورکول دالومړی ځل شو چې په یوه ادبي غونډه کې مخ په مخ زه دیو داسې نوښت سره مخ شوم چې که دې کلتور ته وده ورکړونو دنویو زلمو په ذهن اوفکر کې پرتې اندېښنې اوسوالونو ته به دحل لاره پېدا شي
او درېمه برخه یې دمشاعرې وه، که څه هم له لرې لرې نه ګڼ ګډون وال راغلي ول دمشاعرې دمعیاری ساتلو له پاره یې مشاعره خوندوره پای ته ورسوله او په ورستۍ برخه یې کې دګډون والو له پاره دموسيقۍ بندوبست هم کړی و،
داخو دغونډې یو لنډ ګزارش و راځۍ لږه ارزونه یې هم وکړو لومړی خو باید ددې خبرې اعتراف بیا هم وکړم چې په ډیر منظم ډول سره له پیل نه تر پايه په مخ بوتلل شو، دتکړه لیکوال او شاعر هجرت الله اختیارویاندويي ، درنګينو لفظونو کارول اود غږخواږه یې دګډونوالو په غوږونو کې دي د سعدالله جان فطرت دنګه ونه په دریځ دلیدو قابل وه اوترپایه یې ددریځ تقدس پر ځای وساته .
زه دغونډې دتالار په ورسته برخه کې ناست وم او هرڅه مې څارل دعبدالمعید هاشمي صیب منډې ترړې دمیلمنو قدر دستایلو جوګه و
اسد دانش خو دداسې غونډو مالګه وي او چې مالګه نه وي نو دهغې غونډې رنګ او خوند به هم پېکه وي ماچې څومره لیدل نو کار ډیر په منظم ډول پرمخ روان و، البته ځنې لغماني فرهنګیانو ورونو داسې رویه کوله لکه دسره چې دداسې غونډو له کلتور سره بلد نه وي په تیر بیا خداى مه كړه چي خوا يي درنه شي دراډیو امر حاجي محيب الله او ځوان لیکوال او ژورنالیست انقلابی خو داسې وو لکه هغوي هم چې له کوم لرې ولایته مېلمانه راغلي وي
په لومړي سر کې خو یې دمېلمنو ځاى هم دچا خبره چې اشغال کړی و خو خدای خبر چې وروسته ورته څه خیال ورغی چې په شا شول،
کله چې د مېلمنو له پاره چای راوړل شو نو زمونږ په قطار کې سره له دې چې دخوست ، قندهار، زابل، او کابل مېلمانه ناست ول دچای پېالې دهغوي پر ځای ما ددوي او ددوي دملګرو په لاسونو کې ولېدلې، داسې ښکارېدل لکه دوي چې ددې غونډې دخرابېدلو یا ددې غونډې دجوړونکو دنوم بدي کولو له پاره دا کار کوي، زه پوه نه شوم چې دوي ولې داسې کار کوي سره له دې چې داسې غونډې دهمدوي په ګټه دي دهمدوى زلمي به په کې دغونډوله کلتور سره اشنا کیږي، او بیا چې خپله یو کار څوک نه شي کولی ولې دبل چا مخه ډب كړي
دالومړی ځل دی چې زه دیو ولایت والي ګورم چې خپله مېلمنو ته ډوډۍ ږدي ماچې دڅومره خلکو سره دوالي اقبال عزیزي په اړه خبرې وکړلې له دې کاره یې ډیرخوشحاله ښکارېدل، دلغمان سپین ږیري ښاروال هم دخپلې مېلمه پالنې حق ادا کړ
که څه هم مېلمانو له پاره هرڅه زیات ول خو دهمداسې کسانو له امله ځنې مېلمانه له کمبلو پاتې شول، په ورستۍ شېبه کې مایواځې اسد دانش، عبدالمعید هاشمي ، هجرت الله اختیار ولیدل چې مېلمنو له پاره یې د خوب ځایونه جوړول زه پوه نه شوم چې په دې وخت کې دلغمان دا نور فرهنګیان چيرته ول دډوډۍ په وخت کې هم هغوى له هرچا مخکې ناست ول او خلکو ته ډوډۍ والي صیب کېښودله
له دې نه هم ښکارېدل چې ځنې کسان امکان لري ددې غونډې په جوړولو خوښ نه وي او که راغلي هم دي نو په غونډه کې دګدوډۍ پېداکولو کوښښ يې کوه خو له دې نه خبر نه ول چې داسد دانش په پښتو ژبه او پښتنو دومره احسان دی چې دده له پاره خلک په صحرا هم شپې کولی شي، اودهغه په وینا چې په یو چورک یې له هره کونجه خلک خدمت ته له لیمو هرکلی وایي
خو چې ددې هرڅه نه راتير شو دغونډې مجموعي حالت ته وګورو نو دستایلو جوګه په دې هم وه چې په څوکسانویې سوونه ګډونوالو ته په غونډه کې دګډون ضمینه برابره کړې وه
داسد دانش، دهغه دملګرو اودصمیم صیب په مینوالو دایو پور پاتې شو چې باید مونږ ټول فرهنګیان یې ادا کړو