دهلمند د مركزي محبس څخه ددوشنبې په ورځ دولسمشردوروستي فرمان د مخې ۱۱تنه زندانيان چې په سياسي اوجنايي پيښوكې نيول سوي اوزنداني شوي ول آزاد او د۱۱۶تنو دبند په موده كې دپام وړكموالى راغلى .
دهلمند والي محمدگلاب منگل او امنيتي مسؤلينوچې په همدې موخه د مركزي زندان څخه ليدنه وكړه آزاد كړى سووكسانوته وويل چي قانون د هرچا په وړاندې يو ډول عمل كوي اوهغه څوك چې ناقانونه كړني كوي په هغوى به قانون پلى كيږي.
ده د يادوكسانووغوښتل چې بيا ورته كارونه ترسره نه كړي اوهغه كسانو ته چي ناقانونه كړني كوي توصيه وكړي چې د دې ډول كاروڅخه ډه ډه وكړي.
ديادونې وړده چې دامهال دهلمندپه مركزي محبس كې شاوخوااته سوه كسان چې سياسي اوجنايي جرمونه لري بنديان دي چې پكې شپږتنه ښځې دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه