لراوبر ته د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه كي راغلي چي دشنبې په ورځ دسنگين ولسوالۍ په مركز كي د دې ولسوالۍ دساروان كلا د بوستان زو،نسوزواوكوټي زو د سيمو مشرانو او مخورو د خبرپاڼي په حواله چي د وسله والو طالبانواستازيتوب يې كاوه دهلمند د والي محمدگلاب منگل،امنيه قوماندان محمد حكيم انگار،د۲۱۵ميوند قول اردو د مرستيال غلام فاروق پرواني او د هلمند زون د ايساف عمومي قوماندان جنرال ريچارميلزپه يوه گډه جرگه كي تراوږدو خبرو وروسته دواړه لوري په دې سلا سول چي دساروان كلاطالبان به په سيمه كې جگړه نه كوي،بهرنيو وسلوالو ډلوته به په سيمه كي ځاى نه وركوي،هغه ماينونه چي دطالبانو دخواايښودل سوي بېرته خنثى اوكه يې دوى نه سي له منځه وړلاى ايساف اوافغان ځواكونوته به ښوول كيږي ترڅو هغوى يې له منځه يوسي،ددې ترڅنگ به په نوموړې سيمه كې ايساف خپل سري عمليات نه كوي،دخلكوكورونوته به نه ځي اوكه دپلټنواړتياوليدل سي دكورنيو ځواكونو سره به په گډه هلته دنده ترسره كوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي .