کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان د پارلماني کودتا په درشل کې

افغانستان د پارلماني کودتا په درشل کې

افغانستان دا دي ۳۳ کاله کېږي، چې په وينو کې لمبېږي او په هره لسيزه کې نوې ټکه پرې رالوېږي، چې وروستۍ ټکه د امريکايي غوبل سره پيل شوه او د لوېديزې ديموکراسي لسيزه هم له نخرو ډکه ده او نن سبا لس کلنه کېږي، خو د دغو بدمرغيو نه پای ليدل کېږي او نه هم مسؤلين، خو اصلي قرباني یې د افغانستان وګړي دي، چې ميندې بورې، مېرمنې کونډې، ماشومان مو يتيمان کېږي، پلرونه او خويندو مو د وېر په ټغر ناست دي او د بې هيلۍ او بې وسۍ لاسونه يې د پاک الله دربار ته پورته کړي دي.
د سرې او شنې غمېزې په اړوند به څوک وايي، چې د پښتنو ژوند نسکور شو او بل به وايي، چې د لږکيو ټبرونو ژوند په خاورو کې سپېره شو، مګر داسې نه ده، بايد وويل شي، چې د افغانستان ټول متدين او مسلمان خلک د دغه ناورين قرباني شوي دي او هره ورځ د ظلم او زورواکانو مېچن پرې چلېږي.
د افغانستان په جنګ کې پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، تورکمن او نور ټبرونه ټول لکه د اور خاشاک سوځېدلي دي او سوځېږي، چې هم وچ او هم لومد په دغه اور کې لمبه کېږي، خو پوښتنه دا ده، چې د دغو پېښو علتونه څه دي او افغان ولس په څه ډول د تباهي کندې ته اچول شوی او ځپل کېږي، نو آيا له دغو بدمرغيو د ژغورنې کومه لاره شته او که نشته! او يا داچې موږ به تل په خپلمنځيو شخړو کې ښکېل ؤ او د بهرني ښکېلاک قرباني به ؤ!
که غواړو، چې له دغو بدمرغيو خپل خلک او هېواد وژغورو، نو د افغانستان د وروستيو ۴۰ کلونو پېښليک ته بايد پرته له تعصبه او ټبريزو غوښتنو وکتل شي او له دغو پېښو د ټولنې په ګټه سمې پرېکړې وشي، چې په دې برخه کې بايد پرته له ريښتيا بل څه ته لومړيتوب ورنکړل شي او د افغان ځپېدلې ټولنې لپاره د ذهني ښکېلاک سفسټه راونباسو، خو خپل وجدان د پېښو په اړه مسؤل وګڼو او خپل ګرېوان ته وګورو، نو کېدای شي، چې له تاريخي ګرمتيا سره بل نسل ته سمه لارښوونه وکړو.
تاسو ته څرګنده ده، چې د مرحوم سردار محمد داود خان په کودتا کې افغاني کمونيستان لاسبري ول او په تېره بيا د کمونيستانو پرچمي وزر پکې ډېر پياوړی ؤ، نو د دغه کودتا په ترڅ کې د شاهي کورنۍ واکمني ته د پای ټکی کېښودل شو، د مرحوم محمد ظاهر شاه کورنۍ اړه شوه، چې له هېواده بهر مېشته شي او د مهاجرت ژوند خپل کړي، چې له ۱۹۷۳ م کاله شاه خيل په ايتاليا کې مېشت شول.
داسې ويل کېږي، چې مرحوم محمد ظاهر شاه به هر کله له يوې نانوايۍ نه ډوډۍ اخيستله، نو يوه ورځ ډوډۍ پلورونکي ترې پوښتلي ول، چې تاسو جناب څه کار کوی، نواعليحضرت ورغبرګه کړې وه، چې د افغانستان ټولواک ؤ، خو اوس بې واکه دی او په مهاجرت کې شپې ورځې سبا کوي. وروسته له دغه پېښې به مرحوم ظاهر شاه ويل، چې دغه نانوای به نورو خلکو ته دی ورښوده، چې دغه سړی لېونی دی او د پادشاهي دعوا لري! خو مرحوم ظاهر شاه ونشوای کولی، چې د دغه سيمې خلک د خپلې پاچاهۍ په اړه قانع کړي، ځکه چې ډېر د ربړېدا، زليلېدا او غربت ژوند يې درلود، مګر په افغانستان کې له کودتاه وروسته نورې خبرې کېدلې.
په افغانستان کې داسې ويل کېدل، چې ګواکې اعليحضرت په اروپا کې د مرمرو او لاجوردو ماڼۍ لري او خلک يې د ليدو لپاره ټکټونه اخلي او په ورځ کې په لکهاوو ډالرو عايد لري، خو د اروپا او ايتاليا په هېڅ برخه کې هم  ما د اعليحضرت دغه له ډبدبو او ولولو ډک قصر تر ننه پورې هم پيدا نکړ، چې دغه افسانوي قصر به چېرې وي، نو زه هم نه پوهېږم، مګر د اعليحضرت ربړېدلی ژوند ډېرو افغانانو له نيژدې ليدلی ؤ، تر هغه چې د امريکايي تيري سره سم په زور افغانستان ته ستون شو او وروسته له څو کلونو په حق ورسېد، چې جنازه يې تر هديرې هغه چا په اوږو وړه، چې لاس يې د دغه پادشاه د کورنۍ په وينو سره ول!، خوفقيد پادشاه د ملت بابا لقب يې خپل کړ او د افغانستان تاريخي خاورې ته د تل لپاره له ټولو پرهارونو سره ستون شو.
 
په افغانستان کې تل په يو او بل شخص پسې تبليغ شوی دی، چې بل یا سيال خپلو موخو ته ورسېږي، نو په مرحوم ظاهر شاه پسې هم دغه خبرې صرف د خلکو د ذهنيتونو د مشکوکولو لپاره کېدلې، خو له بده مرغه نن سبا هم هماغه زړه ستراتېژي روانه ده، چې د هر چا د بدنامولو لپاره کارول کېږي، په چا د طالب او په بل د القاعده ټاپه وهل کېږي او ځيني نور بيا د کافر ټاپه په جوب کې ګرځوي، چې هر روڼاندی ترې پچې کوي!
په ۱۹۷۸ ميلادي کال د غويانو غوبل هم د کمونستانو لخوا تر سره شو، چې د اهل يحيی کورنۍ يې سټه کړه، چې د سرې کودتاه پايله دا شوه، چې افغانستان ته يې د روسيې د سرو ځواکونو د يرغل شرايط برابر کړل او کمونيستانو هم په يو او بل پسې راواخيسته. د سرې غميزې په پيل کې لومړی خلقيانو هڅه وکړه، چې پرچميان وځپي او له واکه يې وغورځوي، مګر د خلقيانو د واکمني دومره  وخت لا نه ؤ تېر، چې پرچميان په روسي ټانګونو سواره راغلل او د روسانو په مټو يې د واک واګي تر لاسه کړل، یانې له وينلړې د غويي کودتاه پر ځای انترناسيوناليستي خونلړې کودتا تر سره شوه، هماغه خبره، چې کله د پلار او کله د ادې وار وي، نو د خلقيانو وار تېر شو او د پرچميانو وار راورسېد.


 
د انترناسيوناليستي کودتاه په بهير کې او وروسته له کودتاه ډېر برېتوونه وخرېيل شول. د لويو نېکټاييو ځای، نريو نېکتايګانو ونيو، نو زاړه خلقيان د نويو پرچميانو په بڼه راظاهر شول، خو پرچميانو به ملنډې وهلې، چې: بعد از مرحله نوين و تکاملی انقلاب ثور، خلقيها غار موش مېپاليدن و مزد سلمان ها به اوج خود رسيده بود، زيرا که برت کلی تمام شهر را ګرفته بود! نو د بمپري برېتونو واکمني ختمه شوه او د نازکخيالو، لشمکيانو او ټېمکيانو واکمني پيل شوه.
له بده مرغه بايد یاده شي، چې په افغانستان کې که سياسي واکمني ده او که ګوندي ايديالوژي ده، نو دواړه ټبريز رنګ لري، نه ملي دريځ. د رفيق ببرک کارمل د انترناسيوناليستي واکمني په بهير کې د افغانستان په ټولو سيمو کې پښتانه ځپل کېدل، چې د اشرار په نامه يې د پښتني سيمو سټه وايسته او هغه خلقيان به يې چې خوښ نه شول، نو د مرحوم حفيظ الله امين د ډلې ټاپه به يې پرې ولګوله او د بانديست په نامه به يې تری تام کړ، چې داسې يوه ډله د کابل په پولتخنيک کې هم فعاله وه، چې محصلانو ورڅخه نه ښه ورځ درلوده او نه هم کراره شپه!
  په شمالي سيمو کې به يې لږکي ټبرونه دې ته لمسول او هڅول، چې پښتانه وځپي او له سيمو يې وکوچوي، چې تر يوه حده په دې هڅو کې بريالي هم شول. د شمال په ځينو سيمو کې داسې وراشه رامنځ ته شوې وه، چې «اوغان با يک پتو آمده بودند، با يک پتو بس رانده خواهد شدند»، نورو به ويل چې «اين سبزه های خودرو را سر بزنېد!»، چې په سيمه او افغانستان کې يې د پښتنو کرکه د کمونيستي واکمني پر ضد نوره هم پياوړې کړه او ما به هم تل سوچ کاوه، چې له افغانستانه ووځم او تر هغې به بيرته افغانستان ته نه راستنېږم، چې د رفيق ببرک کارمل واکمني نسکوره شوې نه وي، خو بهر ته زما له سفره ليا يو کال نه ؤ پوره شوی، چې  د کارمل واکمني ختمه شوه او کارمل د مسکو په نمجنو کوټو کې خفه شو، د سرطان په ناروغي اخته شو او په حيرتان کې داسې مړ شو، چې قبر يې تر ننه هم نا مالوم دی، خو په افغانستان کې هغه پېښ شول، چې زه هم تر ننه په بهر کې سرګردانه، بې کسه او کوره شوم، خو ګور مې هم نا مالوم دی، چې چېرې به وي، يو خدای پوهېږي!
وروسته له انترناسيوناليستي واکمني څخه د افغانستان وګړو هيلې مرحوم ډاکتر نجيب الله ته وې، خو د مرحوم ډاکتر نجيب الله واکمني هم د چوغليو، د يو او بل د ځپلو ننداره وه، چې بیا هم د ظلم مېچنه په يو او بل نامه پر پښتنو وچلول شوه. د مرحوم ډاکتر نجيب الله په واکمني کې د پښتنو د سر سړي ترور شول، د کابل ښار يې د افغانستان د بېلابېلو سيمو بدماشانو ته ووېشه، چې ګلم جم او داسې نور يې ښه بېلګه ده.
د مرحوم ډاکتر نجيب الله د واکمني په ترڅ کې، په افغانستان کې د ملکلطوايفي پېلامې رامنځ ته شوې، چې پايله يې د لږکيو ټبرونو قومي کودتاه وه. دلږکيو ټبرنو د کودتاه په ترڅ کې د مرحوم ډاکتر نجيب الله واکمني هم نسکوره شوه او د افغانستان ولسواک د ملل متحد په يوه خونګۍ کې د مرګ تر څکې بندي پاتې شو، چې د مرحوم ډاکتر نجيب الله په نسکورولو او په ملل متحد کې د بندې کېدو پړه هم د پرچميانو پر اوږه ده، چې د افغانستان د ولسواک په وژنه کې پرچميان او د برهان الدين رباني تښتېدلې واکمني همدومره ګرمه ده، څومره چې نور دي.
شنه کودتا د مجاهدينو له راتګ سره په افغانستان لکه خپسکه خوره شوه.‎ د مجاهيلينو په واکمني کې افغانستان په ملکولطوايفي واوښت. د مجاهدينو راتګ هم، يو ډول جهادي کودتاه وه، خو د مجاهدينو په واکمني کې هغه څه په دغه غم ځپلي هېواد کې تېر شول، چې بشريت يې ساری نه ؤ ليدلی، يواځې د کابل په ښار کې تر ۹۰۰۰۰ انسانانو ډېر خلک ووژل شول، د خلکو عزت لوټ شو، په واړه، زاړه، پېغلو او مېرمنو تيری وشو او دافغانستان د ادارې چارو ټول بنسټونه له منځه يوړل شول او د هېواد ټول ملي ارزښتونه چور شول او د خلکو حقوق تر پښو لاندې شول.
 
د افغانستان ټولنيزې انارشي، افغانان دې ته اړ کړل، چې ملي قيام وکړي. دغه قيام د طالبانو له ظهور سره د سپينې کودتاه په بڼه رامنځ ته شوه او طالبانو وکولی شوی، چې د ۴ کلونو په بهير کې د افغانستان ۹۵ ٪ خاوره لاندې کړي او خپله واکمنی پرې ټينګه کړي. افغانانو به د جهاديانو له ټولوژنو او ملکولطوايفي سر ټکاوه، خو کله چې د اسلامي مذهبي شريعت، چې له لاس او پښو پرې کولو، په ستديوم کې د خلکو د سنګسارولو، په کوڅو کې د مجرمينو له راځړولو او په ځينو د ديوال راچپه کولو سره مل شريعت وليد، نو له شريعته يې زړه تور شو، ځکه چې د افغانستان په خلکو د اسلامي مذهبي شرېعت فشار هم ډېر شو، خلک تر سږمو ورسېدل او هم به يې دعاوې کولې، چې له دغو جوجو ماجوجو څه ډول خلاص شي او هم به يې ويل زموږ ريښتنی شريعت پکار دی، خو هېڅوک نه پوهېږي، چې ريښتنی شريعت چېرې دی او څه ډول دی!


 
د طالبانو او خلقیانو د واکمنۍ ماته، دومره توپیر لري چې د خلقیانو تر ماتې وروسته په هره خوا کې برت خریېل کېدل، خو د طالبانو د واکمني تر ماتېدو وروسته په هره خوا کې ږیرې خریېل کېدلې.
د ۲۰۰۱ م کال د سپتامبر ۱۱ نېټه د امريکايانو لپاره ښه پلمه شوه، چې په بې وزلو هېوادونو د مستعمرې سيوری واچوي، نو لومړی يې په افغانستان يرغل وکړ او بيا يې په عراق تېری وکړ، خو ښه ويل شوي، چې د اوښيار مرغه دوې پښې په لومه کې بندېږي!، نو امريکا هم اوس د خپل غرور سزا ويني، مګر د افغان او عراق ولس په وينو کې لمبېږي. 
درنو وروڼو!
که دغو پېښو ته سم پام وکړو، نو د افغاني ناورين اصلي عاملين د بېلابېلو قومونو د مخکښو ليډرانو جګړه ده، چې له ولسه، که دا پښتانه دي او که نور، نو له دغو ټبرونو څخه د خپلې سياسي بقا لپاره کار اخيستی او اخلي يې، چې په يو او بل نامه يې سره جنګوي، چا ورته د شوروي له وينو سره د پرولتاريا ډېکتاتوري وښودله، چا بيا د اسلام شنه جنډه د سلفيزم او وهابيزم په نغري ورپوله او اوسمهال ورته د ډيموکراسي ببولالې وايي او په سوټه کراسی کې يې نسکور کړي دي.


 
داسې ويل کېږي، چې د مستعمروو د جوړولو لپاره بايد نور قومونه اېل کړې، خو د اېلولو لپاره يې بايد ټولنيز، ديني او ملي ارزښتونه او انساني غرور له منځه يوسې، نو امريکا هم کوم نوی نوښت نه دی رامنځ ته کړی، لکه له زرهاوو کلونو چې په خلکو يرغلونه شوي او کېږي، نو امريکا هم د خپلې نړيوالې امپراتوري د پياوړتيا او خپرولو لپاره په افغانستان او عراق يرغل وکړ او يو شمېر ملکونو ته يې غاښونه وچيچل او ځينو نورو ته په غپېدا شوه، خو اوس يې د تېښتې لاره ورکه کړې ده.
اوسمهال افغانستان په ډېر بد ټولنيز حالت کې دی. افغانان د يو او بل په خبرو نه پوهېږي. په افغانانو کې که په افغانستان کې دي او که په بهر کې د يووالي، ګډ کار او صداقت جوهر نشته، نودا چې په افغانستان به بيا څه پېښېږي، هېڅوک نه مخکېوينه کولی شي او نه هم د حل د لارې کومه لايحه لري، نو خدای دې پر افغانانو ورحمېږي.
ما د دغه ليکنې سرليک (افغانستان د پارلماني کودتاه په درشل کې) ځکه ټاکلی، چې افغانستان په ريښتيا هم د پارلماني کودتاه په درشل کې دی. تاسو ته به ۲۰۰۱ م کال د حامد کرزي واکمني په ياد وي، چې د افغانستان په اداري او ټولنيز ژوند کې يې هغه پرېکړې وکړې، چې څو نسلونو ته اړتيا ده، چې هغه پرابلمونه بيا حل کړي. د افغانستان ملي سرود کې د ټبرونو نومونه، د ملي سرود په تکست کې د الله اکبر ناره او بيا له هغه سره د موسيقي غږول، د شنو زمريان وراشه، نه پوهېږم، چې افغانانو دا شنه زمريان چېرې ليدلي دی، زموږ هر څه افسانوي دي، نو دا دي يوه لسيزه شوه، چې دا ډول ملي سرود هم زموږ په نصيب شوی. په زړه پورې خو ليا دا ده، چې همدا ملي سرود هم په نړيوالو غونډو او يا سپورتي فعالیتونو کې نه غږول کېږی. د پښتو او فارسي ژبې تر څنګ د افغانستان ټولې ژبې رسمي کول، هماغه خبره، چې ګونګټه په خپل سوروي کې نه ځاييده، خو جارو يې په کونه پورې وتړله! بل نسل ته دا ډول ناقص تاريخ پرېښودل کېږي، چې د هر ټکې لپاره يې د نويو جګړو يوه پيلامه ده.
د افغانستان نننی پارلمان هم د افغانستان په اړه د ايران، روسيې، پاکستان، اوزبکستان او لوېديزې نړۍ له غوښتنو سره سم جوړ شوی، چې ماته هغه وراشه را يادوي، چې بېل يې کړه اېل یې کړه! د دغه پارلمان په مرسته کېدای شي، چې افغانستان د ټوټې کېدو له ګواښ سره مخامخ شي. د کمونيستانو په دوران کې د دې هڅه کېدله، چې افغانستان په څو سيمو ووېشي، نو د دغه پارلمان لخوا که افغانستان په سيمو ووېشل شو، نو د افغانستان بيا ګټل به د بل نسل د وينو په بيه وي. بله ستونزه د ډيورند کرښه ده، چې په افغانستان کې داسې اشخاص شته، چې د ډيورند کرښه هم ومني. له ايران سره د هريرود د اوبو ستونزه او په افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو شيعه ګانو تقويه کول او په لرليد کې ايران د افغانستان د وېشلو د سنارويو لپاره خپله ستراتېژي لري، نو ښه ويل شوي، چې «اول ګوته بيا سوک منډي»، نو ګوته خو يې د ديموکراسی په پيل کې منډلې وه، خو اوس لکه چې د سوک منډولو مهال رارسېدلی دی!
В.Снегирев: Афганистан сегодня не в состоянии прожить без сотрудничества с другими государствами.
в частности, в Афганистане. Когда в конце 1979 года разрабатывалась конституция ДРА, то в качестве консультантов были приглашены три ведущих специалиста по государственному праву из СССР – зам. зав. юридическим отделом Президиума Верховного Совета СССР Седугин П.И., зам. директора ВНИИ советского законодательства Кузнецов И.Н., зам. директора института государства и права Шеремет К.Ф.  И с первых шагов своей работы в Кабуле они столкнулись с тем, что афганское руководство настаивало на государственной структуре Афганистана, состоящей из четырех «социалистических республик» – Афганская Социалистическая республика Пуштунистан, Афганская Социалистичекая республика Таджикистан, Афганская Социалистическая республика Узбекистан и соответственно –  Хазаристан.  С огромным трудом им  удалось уговорить руководство страны отказаться от такой идеи, настоять на том, что есть единый афганский народ и надо всячески сохранять и консолидировать эту общность.
http://www.afghanistan.ru
د سنيګېريوف (B.Snegirev) د ليکنې دغه يوه برخه ډېره په زړه پورې ده، چې زه يې ژباړه تاسو ته وړاندې کوم. په ځانګړي ډول په افغانستان کې، کله چې د ۱۹۷۹ کال په پای کې د افغانستان د ډيموکراتيک جمهوريت اساسي قانون جوړېده، نو د مشاورينو په توګه د شوروي اتحاد درې مخکښه قانونپوهان دعوت شول. د شوروي اتحاد د عالي شورا د دارلانشا د ډيپارتمنت معين (سېدوګين)، د شوروي د (و.ن.ي.ي) قانون جوړولو معين (کوزنېڅوف)، د دولتي حقوقو  د انستيتوت معين (شېرېمېت) د کار په لومړيو ورځو کې په کابل کې له ځينو ناخوالو سره مخامخ شوي ول. د افغانستان دولتي چارواکو غوښتل، چې افغانستان په څلورو سوسياليستي جمهوريتونو ووېشي: د افغانستان د پښتنو سوسياليستي جمهوريت، د افغانستان د تاجکو سوسياليستي جمهوريت، د افغانستان د اوزبکو سوسياليستي جمهوريت او د افغانستان د هزاره و سوسياليستي جمهوريت. د شوروي اتحاد دغو مشاورينو په ډېرو مشکلاتو د افغانستان رهبران پر دې قانع کړل، چې له دغه پلانه لاس واخلي او هغوی ته وويل شول، چې دافغانستان بشپړتيا د ټولو په ګټه ده او د افغانستان تر نامه لاندې ټول قومونه سره راټول کړی.
درنو لوستونکو!
په افغانستان کې د فدراليزم د غوښتنو او د افغانستان د وېشلو کوکريان ډېر دي، چې مخکښ يې د رفيق کارمل شاګرد ښاغلی شيطانعلي ګوسفند دی، ځينې خو بېخي د افغانستان له نامه سره کرکه لري، لکه لطيف پدرام، نو په دغه اساس وخت کې افغانان اړ دي، چې له خپلې هوښياري کار واخلي، د دښمن په تبليغ و نه غولېږي. د افغانستان وېشل په پښتونستان، تاجکستان، اوزبکستان، هزاره جات، ترکمنستان، نورستان او داسې نورو، د هېڅ افغان په ګټه نه دي، که پښتون بېل شي د پاکستان صوبه به شي، تاجک به د تاجکستان مری شي، اوزبکان به د اوزبکستان غلامي ته غاړه کېږدي او هزاره به هسې د ايران په ټولنه کې د دويم سورت غلامان شي، خو له پامه مه اچوی، چې د مسلمان هندو کانه به درباندې وشی، چې ويل به يې «هم دين لاړ هم …!»
 
پايله
د افغانستان په اوسني حالت کې بايد د دغه کاذبي نوي اعلان شوي پارلمان مخنيوی وشي او د نويو ټاکنو امکانات دې جوړ شي، چې د امريکا تر تګه پر افغانانو د ګاونډيانو د غوښتنو د تحمېلېدو مخنيوی وشي. د امريکاينو د کونې ټپولو وخت خو هسې رارسېدلی، که نن وي او که سبا وي، نو پښې به سپکوي، خو افغانانو ته پکار دي، چې يوه قوي اداره جوړه کړي او د دې مخنيوی وکړي، چې افغانستان لکه د نويمو کلونو غوندې بيا په خپلمنځيو شخړو کې ښکېل نشي او هېواد بيا په ملکلطوايفي وا نوړي او د افغانستان خاوره بيا په وينو ونه پرېول شي او خلک يې په وينو کې و نه لمبول شي.