د ناټو ځواكونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي راغلي چي په فراه ولايت كي يې يو طالب قوماندان د يو لړ عمياتو په ترڅ كي چي د بهرنيو او افغان ځواكونو له لوري ترسره سول نيولى . په خپرپاڼه كي راغلي چي د ياد قوماندان سره يې يو بل شكمن كس هم نيولى .
د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي په خاك سفيد ولسوالي كي پر بهرنيو او افغان ځواكونو بريدونه ترسره كول چي د يو لړ استخباراتي كړيو پر بنسټ د يو لړ عملياتو په ترڅ كي و نيول سو .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .